لیکنه: محب الله طارق
دانساني ژوندلمن د ډېروخوږو اوترخو تجربوڅخه ډکه ده، چې خاطرې يې بولو. ليکل يې کولای شي انسان سمې لارې ته روان کړي، دتېر ژوند مثبتو اومنفي کړنوته يې ځيرکوي ترڅوپه راتلونکي کې له فرصتونو نه څنګه استفاده اوله ګواښونوسره څنګه مبارزه وکړي. خاطرې ليکل ښه فرهنګ دی، انسان ته فکري وده ور په برخه کوي، که توجه ورته وشي دبشري ژوندپه هر اړخ مثبت اغېزدرلودلای شي. په روحي لحاظ هم خاطرې ليکل دانسان دشخصیت په روزنه کې زيات رول لري.همدارنګه په ادب اوليکوالۍ کې خاطرې ليکل دزيات اهميت درلودونکی عمل دی. د استاد اسدالله غضنفرپه وينا د ليکوالۍ د زده کړې اوپدې کارکې دپرمختګ لپاره ترټولوښه طريقه داده چې سړی دخاطراتو کتابچه ولري اوهره ورځ لس، پنځه لس دقيقې د ورځنيو خاطرولیکلوته بېلې کړي. له بلې خواهرلیکوال خامو موادوته اړتيالري، که مونږ ورځنۍ خاطرې لیکودخامو موادو خورالويه زېرمه به لرو. هغه څه چې وينواو اورو، دنن لپاره ممکن معمولي پېښې راښکاره شي خو د صبا لپاره معنا پیدا کوي او احساس پاروي. استادغضنفرزياتوي دورځنیو خاطرو د ليکلوبله ګټه داده چې له وخت نه سمې استفادې ته موهڅوي. کله چې مو ورځ فعاله تېره کړې وي اوماخوستن يې رپوټ ليکوپه جنتي خوند کې ډوبيږو خو که وخت مووژلی وي ناکراري احساسوو.
دليکوالۍ په زده کړه کې هره ورځ ليکل زيات ارزښت لري، پرلپسې ليکل دانسان رابطه له لیکوالۍ سره تړلې ساتي او پدې کار کې دپرمختګ سبب ګرځي. داستاد عبدالله بختاني په ویناپه څلوېښت کلنۍ کې یې له ځان سره فیصله وکړه چې هره ورځ به لږترلږه دوه ساعته ليکلواولوستلوته بېلوي اوکه دسختې ناروغۍ په څېرلوی مشکل نه وي، په دې کارکې به وروسته والی نه راولي. همدا دلیل دی چې نن ورځ د استاد بختاني دليکل شویواثاروشمېر تریوسلو لسوپورې رسېږي.
مخکې مو یادونه وکړه چې خاطرې ليکل له روحي پلوه هم مثبتې اغېزې لري. دامريکادتکزاس پوهنتون دروحياتواستاد پروفیسرجېمز ګرين باکر د هغوخلکوپه باره کې مطالعه کړې ده چې دخپلوژورو احساساتواوپه تېره بياترخو او پرېشانوونکو احساساتو په باره کې ليکنې کوي. دغه پروفیسردې نتيجې ته رسېدلی دی چې دخپلوخاطرو او احساساتوليکل د ذهن قوت زياتوي او آن دانسان جسم ته هم ګټه رسوي. دlife science خپرونې له رپوټ سره سم دپروفیسرجېمزمطالعات ښيي چې که يوڅوک د ترخو اړخونوپه باره کې لکه مرګ،لیکنې کوي نو په نتيجه کې به يې له ژوندسره مينه زياته شي اودغسې کس ته به ژوندمحدود اوتمامېدونکی نعمت ښکاره شي اوله ژوندڅخه داستفادې اوخوند اخستلواراده به يې پیاوړې شي. دپروفیسرجېمز څېړنه له لويه سره دخپلوخاطرو،فکرونواو احساساتوپه باره کې ليکل ګټورګڼي.دپاچاهانواونورو لویوسیاسي شخصیتونو ليکل شوې خاطرې دتحقیق اوتاريخ لیکنې لپاره زیات مهم او اړين مواد دي. زمونږپه هېواد کې له پخوراهېسې ځينوکسانوخپلې خاطرې لیکلې اوخوندي کړي دي. دلیکوالو اوقلم د څښتنانو سربېره پاچاهانو هم داکارکړی دی،چې اميرعبدالرحمن خان اوبابرپاچاپکې ديادونې وړ دي. پدې وروستيوکلونوکې په افغانستان کې دخاطرو يانیمه خاطروډېرکتابونه چاپ شوي دي، چې پدې کتابونو کې يو دارواښاد عبدالملک عبدالرحيمزي دخاطروکتاب دی چې ارمغان زندان نومېږي. دغه کتاب دارواښادعبدالرحيمزي زوی بهاوالملک عبدالرحيمزي چاپ کړی دی. ارواښاد عبدالرحيمزی دافغانستان دشلمې پېړۍ نامتوسياستوال،داقتصادي چارو مخکښ کارپوه اوسياسي بندي وو. ده شاوخوایوويشت کاله بې له دې چې محاکمه شي اوجرم يې معلوم شي په زندانونو کې تېرکړل. ارواښادعبدالرحيمزی دسردار محمد داود خان دصدراعظمۍ په دوران کې داقتصاد اوماليې وزيرشو اوڅوکاله وروسته له همدې وزارته دهمدې سردار په حکم بنديخانې ته واستول شو. پدې کتاب کې ليکوال دهېواد دهغه وخت حالات او دهېواد دهغه وخت له ضمام دارانوسره خپلې اړيکې بيان کړي.په عین وخت کې يې د هغه امکاناتواوشتمنيو په باره کې لیکنې کړي چې زمونږ هېواد په هغه وخت کې درلودې. د دغه کتاب لوستل دهغه چالپاره جالب دي چې دافغانستان دمعاصرتاريخ درازونو دپېژندلوشوق ورسره وي.
دليکوالۍ په هنر کې يو مهم اصل حقیقت پسندي ده،لیکوال بایدتل دحقیقت مريدپاتې شي،څه چې ویني او اوري يوازې هماغه دې ولیکي اوبايد دې ته ژمن پاتې شي چې حقیقت څه دی،که هغه په هره بڼه وي،انعکاس دې ورکړي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.