ژباړه: نورالله غازي يار
په يوه کوټه کې يو سړی اوسيدو، هغه چې سهار له خوبه راپورته شو، په څه شی يې سترګې ولګيدې، ده فکر وکړ، چې ګواکې دا به کومه مرداري وي؛ خو چې پام يې شو، دمرغۍ ماته هګۍ وه .
سړي چې پورته چت ته وکتل، د چنچڼې ځاله يې وليده، سړی په غوسه شو، ځاله يې په لرګي راوغورځوله، له هګيو ډکه يې له کوټې دباندې وار کړه .
په بله ورځ چنچڼو بيا چڼ چڼ کاوه، په مښوکه کې يې واښه راوړل او خپله ورانه ځاله يې پرې جوړوله، په ډېر کم وخت کې يې بيرته خپله ځاله ورغوله. سړي چې د چنچڼو دا سپين سترګي وليده، غوسه ورغله، ځاله يې بيرته ورته ورانه کړه، زړه کې وويل، چې له دې سره به بيا ځاله جوړه نه کړي.
په بله ورځ سړي ليدل چې چنچڼې په داسې حال کې چې نه شور کوي، نه فرياد او نه يې نورې چنچڼې راخبرې کړې چې دده پر وړاندې کوم غبرګون وښيي، همداسې په خاموشۍ يو يو خلی راوړي، خپله ورانه مېنه پرې رغوي.
سړي څو څو ځلې ورته ځاله ورانه کړه؛ خو چنچڼوبه له کوم غبرګون پرته بيرته بيا جوړه کړه، په دې کې نږدې يوه مياشت ووته، په دومره موده کې د چنچڼو ډېر محنت او خواري ضايع شوه؛ خو دوی يوازې په خاموشۍ خپل کار پر مخ وړو.
دسړي ددې ډول کړنو او نفرت ځواب له چنچڼو سره يوازې او يوازې يو خاموش عمل و، ددښمن د تخريب مقابله يې هر ځل په نوي تعمير سره کوله، د چنچڼو دښمن زورور و؛ خو د زورور دښمن ماته ورته په دوامداره عمل کې ښکاريده.
اخير هم خاموش عمل پر نفرت غلبه ومونده، د چنچڼو پرله پسې تعمير، د سړی پر پرله پسې تخريب ته ماتې ورکړه، سړی د ځالې پر ورانولو ستړی شو.
چنچڼو بيرته ځاله جوړه کړه هګې يې پکې واچولې، څه وخت وروسته له هګيو بچي راووتل، په کوټه کې يې چڼ چڼ کاوه.
اوس پر سړي د چنچڼو چڼ چوڼ بد نه لګيدو، هغه په دې اواز کې يو ارزښتمن پیغام اوريدو:
ــ ((که تاسې په هر حال کې خپلو تعميري هڅو ته دوام ورکړئ؛ نو په تر ټولو زورور دښمن هم غلبه موندلی شئ!))
You also might be interested in
لیکنه: څېړندوی رفیع الله نیازی له وړاندې د یوه پلان[...]
ليکنه: خيبر اميري – بلخ هېواد مو په ډېرو حساسو[...]
لیکنه: محمدانورکاکړ لنډه پیژندنه: د G8 څخه مقصد دی Group of[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی