ژباړه: محمود سعید
-
د خاوند يا مېرمنې پر وړاندې د ژوند د ورځنيو ښکېلتياوو او ناخوالو په اړه په خواشينې او څېره خبرې مه کوئ.
-
ډالۍ ورکول مينه زياتوي؛ د بېلابېلو مناسبتونو پر مهال خپل خاوند/مېرمنې ته ډالۍ که څه هم ډېره وړه وي؛ په موسکه څېره وړاندې کړئ.
-
که په کور کې کومه نيمګړتيا وينئ؛ په خوښۍ او مينه يې يادونه وکړئ.
-
د خپل خاوند/مېرمنې په وړاندې د بل نارينه/ښځينه ستاينه مه کوئ.
-
د خپل خاوند/مېرمنې پلو خپلوانو ته درناوی وکړئ او کله ناکله يې له هغوی مخکې دعوت کړئ.
-
هېڅ کله خپل خاوند/مېرمنه د هغوی له نېکو خپلو سره له تګ راتګه مه منع کوئ.
-
له خپلو سره د خپل خاوند/مېرمنې پر وړاندې په غوږ کې خبرې مه کوئ.
-
هېڅ کله خپله مېرمن/خاوند د هغوی د خپلو پر وړاندې مه تحقيروئ. توهين او نه درناوی د ګډ ژوند ګرانښت کموي.
-
هېڅکله خپل ځان له مېرمنې/خاوند څخه لوړ مه معرفي کوئ. هڅه وکړئ؛ په ګډ ژوند کې د زه او ته پر ځای د (موږ) ویی وکاروئ.
-
هر کله مو چې خاوند/مېرمن غوسه وي؛ په مينه او مهربانۍ يې آرام کړئ.
-
مېلمستيا او تفرېح ته له خپلې مېرمنې/خاوند او بچيانو سره يو ځای ولاړ شئ.
-
د خپلې کورنۍ ټولنيز، فرهنګي او اقتصادي امتيازونه له خپلې مېرمنې/ خاوند له کورنۍ سره مه پرتله کوئ؟
-
د خپل خاوند/مېرمنې هر څومره واړه کارونه هم وستايئ. د مېرمنو لپاره ستاينه له دې کبله چې مهربانه روح لري؛ مهمه او په ګډ ژوند کې د بريا کيلي ده.
-
د مېرمنې پر وړاندې په بېلابېلو کړنو کې زور ښوودنه مه کوئ.
-
هغه زیار يا لګښت چې د خپلې مېرمنې يا خاوند د خپلو په هرکلي او مېلمستيا کې يې لګوئ؛ هېڅ کله په خوله مه راوړئ.
-
خپله مېرمن په کور کې مه بندي کوئ. هغه له خوښيو مه محروموئ.
-
خپلې خنداوې او خوښۍ په کارځای کې مه پرېږدئ. مه هېروئ چې مېرمن/خاوند مو هم په کور کې خندا او خوښۍ ته اړتيا لري. 18. د کور په کارونو کې مرسته مه هېروئ. په دې وپوهېږئ چې د باندې د کار په شان د کور کارونه هم ستړيا لري. مېرمنې هم د کور په کارونو کې ستړې کيږي او د مرستې او قدردانۍ وړ دي.