لیکوال: اسرار وصال
د رسنیو او خبر له نړۍ ور ها خوا ډېر خلک، خبریالان په دروغ ویلو او یا د ریښتينو او کره خبرونو په پټونې تورنوي. د دوی په باور، خبریالان یوازې هغه څه وایي چې د اړوندې حاکمې ډلې خوښه وي او له هغه پرته د خولې خوځولو اجازه نه لري. د خلکو باور څومره ریښتیا دی؟ او یا ولې خلک تل خبریالان په دروغ ویلو تورنوي؟. ځینې بیا وایي خبرونه یوازې تبلیغات دي!
زه د یو خبریال په توګه د خلکو پورته نظرو ته په درناوي څو کرښې لیکم.
خبریالان چې د یو هېواد تر ټول ګرانه او له هر راز ګواښونو دنده پر غاړه لري او پر مخ یې وړي، اړ دي چې د ژورنالیز د قوانینو له مخې خپلې چارې پر مخ یوسي. له دې پرته ښایي تاسې هم ګټه ونه کړئ. د کسبونو او یا علمي برخو هره ډله د ځانګړو قوانینو او قواعدو له مخې د خپلو چارو پرمخ وړلو ته اړ دي او په طبیعي ډول که داسې ونه کړي ټولنیز نظام کړکیچن کيږي. او یا په بله وینا ټولې چارې له یو سلسه قوانینو او قواعدو جوړې دي. د بېلګې په توګه که تاسې په کلي کې یاست او غواړئ خپل فصلونه اوبه کړئ! تاسې د دې چارې لپاره دوه لارې لرئ. ۱: د خپل اوبو نوبت ته به انتظار باسئ.۲: یا به له هغه چاره سره معامله کوئ چې نن یې د اوبو نوبت دی. له دې پرته که تاسې په خپل سر د اوبو ډنډ خوشې کولو هوډ وکړئ، مالومه ده چې څه پېښیږي.! دا بېلګه مې ځکه ورکړه چې د خبریانو د دروغ وینې خبرې تر ډېره ښاره لرې خلک کوي. دوی ملامت نه دي!
اوس اصلي مسلې ته چې ولې ځینې خلک خبریلان دروغجن بولي راګرځم!
۱: (خبر ځای، ته د خبریال لاس رسی) خلک په دې باور دي چې ګواکې خبریالانو ته د نړۍ په ټولو پېښو، غونډو او مسایلو کې د ګډون حق ورکولو کیږي او یا ورته لاس رسی لري، خو خبریالان ځیني خبرونه د نورو په خوښه پټوي. حال دا چې خبریالان حتی د یوې چاودنې محل ته د زرې په واسکټ کې ورځي خو نه ورته پرېښودل کیږي. خبریالان دروغ نه وایي، بلکې د ریښتیا پلټنۍ په موخه یې د سرتېرو جامې په تن کړي او د لیدونکو او اورېدونکو خبرولو په موخه د ځان قربانۍ ته هم تیار دي.
۲: ( خبریالان د سرچینو پر بنسټ خبر خپروي)
دا چې په غونډه کې څه تېر شوي او یا څه تېریږي؟، په چاودنه کې څومره مړه شوي؟، د ټاکنو په ګډون د هېواد په نوور مسایلو د بېلګې په توکه د سولې پروسه کې څه بدلونونه راغلي؟ اکثر وخت چې غونډې علني نه وي، خبریالان په داسې مواردوکې د حکومت، اپوزوسیون ډلې او نورو ګوندونو د ویاندویانو، ټویټ او یا خبري کنفرانس ته سترګې په لاره وي. ښه! دا چې د ګوندونو، حکومت او… ویاندیان او خبري سایټونه دروغ وایي او که ریښتیا دا نو د خبریال ملامتیا نه ده او دروغ او ریښینولي په هغوی پورې اړه لري.
۳:(خبریالان خپلې وروستۍ هڅې هم نه سپموي) خبریالان سره له دې چې ځینو پېښو ته له نږدې د څار لپاره نه پرېښودل کیږي، دوی بیا هم د عمومي موضوعاتو عنوان را اخلي او له کار پوهانوسره پرې خبرې کوي. په هغه صورت کې چې د غونډې، یا د چاودنې ځای او داسې نورو ځایونو ته د ورتګ امکانات نه لري. د لیدونکو د باور لپاره د چاودنې لوګی له اسمانه د کامرې په وسیله را اخلي. او بیا وایي چاودنه شوې خو په دې اړه جزیات نه دي ورکړی شوي. دا په دې مانا چې خبر خپروي خو د تلفاتو، یا سیاسي بدلونونو په اړه جزیاتو ته په تمه وي او لیدونکو ته ډاډ ورکوي چې د لاس رسي په صورت کې به دوی ته هرو مرو جزیات خپروي.
۴: (خبر له خېټې نه جوړیږي) خبریالان د یو خبر جوړولو په موخه، مجبور دي ترڅو د پېښې د اثبات لپاره دچارواکو، عیني شاهدانو او نورو سرچینو خبرې، عکس، یاویډیو را واخلي. که داسې ونه کړي او له ځانه و وایي چې داسې پېښه شوې ښایي شېبه وروسته سرچینې یا د یاد خبر اړوند مسولین یاد خبر رد کړي. نه یوازې دا چې د خبریال د جوړ کړي خبر هڅې بې ځایه ځي بلکې ښایي خبریال وننګیږي. نو تاسې له خبریالانو څخه د خپلې خوښې خبر نه شئ اورېدلی بلکې حقیقت ته سترګې په لار شئ!
۵:( ګیله مو بې ځایه ده)
که تاسې ګیله لرئ چې خبریال د تلفاتوشمېره کره نه بیان کړې، د ټلیفون او یا خواله رسنیوله لارې په اړیکه کې شئ او دعیني شاهد په توګه یې خبر کره کړئ!
او که نه! خبریالانو ته د هوا مرغان د تلفاتو کیسې نه راوړي. بس هغه څه خپروي چې لاس رسی ورته لري.
۶:( خبري ارزښت)
د هر خبر په جوړولو د مالي مصرف ترڅنګ د خبریال ژوند ننګیږي. خبریال یوازې هغه خبرونه چې ډېر مهم وي جوړوي، دوی دومره وخت نه لري چې د واده د مراسمو جزیات هم ژوندي خپاره کړي.
او بل آخره په لڼدوکې به یې و وایم چې خبریالان، ستاسو په څېر انسانان او ستاسو خواخوږي دي، او د دې ترڅنګ چې تاسې ته کره خبرونه وړاندې کوي د خپل ځان، رسنۍ، مسلک او نورو قوانینو عملي کولو ته هم ژمن دي.
اسرار وصال
You also might be interested in
عربي او په ټوله کې اسلامي نړۍ د وير پر[...]
ساختماني شرکتونه یا کمپنۍ ګانې په بیلابیلو ډولونو ویشل کیږي[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ ښاغلی سردار شهزاده حیات الله[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی