ژباړن: حامد احمدزی
یو ځای عمر خوړلي پلار په ټکنده ګرمۍ کې تر سره لمر لاندې کار کاوه، ۲۶ کلن زوی یي دفېسبوک پر پاڼه داسې ولیکل: د ټولو پلرونو د سلامتۍ په هیله
بل ځای یوه مور د سهار په ۵ بجو له خواږه خوبه پاڅېده، دکور په کارونو بوخته شوه. لور یې د ماسپښین په دوو بجو له خوبه پاڅېده. څو شېبې وروسته یې پر فیسبوک ولیکل ( زما مور زما ټوله شتمني ده.)
په همدې شېبه کې مور دلور کوټې ته ورغله؛ لور یې په لوړ غږ ورته وویل زر ځله مې درته ویلې چې زما کوټې ته بې اجازې مه راځه نه پوهیږې ؟؟؟
پوست یې پر فیسبوک ډيرو کسانو خوښ کړی و، خو مور یې خفه له کوټې ووته.
بل ځای یو کس پر یوه تابلو کار کولو. ښایي تکړه رسام و. خپل کار یی خلاص کړ تابلو یی پر دیوال ولګوله. مېرمن یې را ننوته، خاوند ته یې مخ کړ په آرمه یې وویل:
– د ورور پوښتنې ته دې نه ورځې؟ څو ورځې کېږې چې ناروغ دی.
سړی په غوسه شو؛ په ترخه غږ یې ورته وویل؛ نن کار لرم، حوصله نه لرم چې ورشم، خو پر تابلو لیکلي و، د یو بل په ارزښت پوه شئ.
ډیر خلک همداسې دي، ځانونه یو ډول ښيي خو اصلیت یې بل ډول دی.
You also might be interested in
ژباړه: حامد احمدزی یوه ورځ زوی دخپل پلار مخې ته[...]
ژباړن: حامد احمدزی د کاناډا په یوه ښار کې قاضي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی