لیکنه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
د نبوت په وخت کې د ښځو د تاریخ په اړه مستند اسناد ، د مجاهدو ، صابر او نېکو ښځو د ژوند هغه پېښې راخلي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای ثابتې ودرېدلې وې ، او د صحابه کرامو رضوان الله علیهم څخه یې دفاع کړې او دهغوی خدمت یې کړی . هغوی پر حق باندې د ټینګ ودریدو او د توحید په دعوت باندې د ایمان ویاړ له ځانونو سره لري . دا هغه ښځې وې چې د غوره نسل او د ژوند د ارزښتونو په جوړولو کې يې فعاله ونډه درلوده . .. دا ښځې فعالې ، خویندې ، مجاهدې او صابرې وې … دهمدوی له ډلې د مؤمنانو میندې وې ، او د همدوی له ډلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوڼې دنیا ته راغلې وې .. او له همدوی مهاجرو او مجاهدو صحابیاتو نړۍ ته سترګې پرانیستې وې ، او له همدوی انصارې ښځې زیږېدلې وې … خو په لنډه ، دا ټولې هغه ښځې وې چې په تاریخ کې تلپاتې دي !!!
خدیجه رضی الله عنها د قریشو د ښځو سرداره وه ، دا یوه مخوره میرمن وه .. هغه میرمن وه چې غوره نسب ، ژور او پوخ فکر او غوره اخلاق په خپلو ځانګړنو کې رانغاړي . په جاهلیت کې ورباندې خلکو د ( طاهره ) یانې د پاکې ښځې لقب ايښی وو . .. الله تعالی ورته ډېر مال ورکړی وو ، په خپل قوم کې یې د همزولو په منځ کې له دې شتمنه میرمن نه وه .. . دا مېرمن ثابته او د غښتلې ارادې خاونده وه .. نوموړې د ژوندغوره ملګرې ، همکاره او ملاتړې مېرمن وه . دا مېرمن په جهاد ، صبر او سخاوت کې تربلې هرې ښځې لومړۍ او مخکښه ګڼل کیږي . …
خدیجه بنت خویلد رضی الله عنها په مکه مکرمه کې له عام الفیل څخه پنځلس کلونه وړاندې زیږېدلې ده … پلار یې ( خویلد بن اسد ) نومېده او د قریشو د مخورو او با نفوذه کسانو له ډلې وو . نوموړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نیکه عبدالمطلب له همزولو څخه وو … کله چې د یمن وروستنیو پاچاهانو وغوښتل چې له مکې مکرمې څخه حجرالاسود یمن ته یوسي ، ویل کیږي چې خویلد بن اسد ددوی د حملو په مخنیوي کې مهم رول لوباوه . د خدیجة بنت خویلد رضی الله عنها مور ( فاطمة بنت زائده ) نومیږي ، او نسب یې ( عامر بن لؤی ) ته رسیږي .
د خدیجې رضی الله عنها د تره ځوی ( ورقة بن نوفل بن اسد ) هغه سړی وو چې په جاهلیت کې یو ځل نصراني شو ، او دهغوی کتابونه یې مطالعه کړل …. له اهل کتابو څخه یې ډېر څه زده کړل ، دې پایلې ته ورسېده چې د بتانو عبادت یو ناروا کار دی ، هماغه وو چې د پاک دین په لټه پسې ووت .
کله چې خدیجه رضی الله عنها د واده عمر ته ورسیده ، د قریشو د ځوانانو هیلې دا وې چې واده ورسره وکړی … بیا یې له ( ابوهالة بن زرارة بن النباش التمیمی ) سره واده وکړ … د ژوند لنډه موده یې له هغه سره تېره کړه او دوه بچیان یې ترې پیدا شول ، چې ( هند او هالة ) نومېدل . کله یې چې خاوند وفات شو ، خپلې میرمنې ته يې ډېره شتمني پرېښوده . له هغه وروسته یې له ( عتیق بن عائذ المخزومي ) سره واده وکړ … له ده یې هم یوه لور وزېږیده چې پر دې يې هم د ( هند ) نوم کېښود او خاوند یې وفات شو ..
سوداګري د مکې د مخورو کسانو ستره ځانګړنه وه … قریش په سوداګرۍ باندې ډېر مشهور وو ، همدا لامل وو چې په عربي قبیلو کې تر نورو هغو د قریشو قبیله مخکښه او د ډېر نفوذ خاونده وه … .. خدیجه رضی الله عنها هم راپاڅېده او خپل مال یې ګڼو کسانو ته وسپاره ترڅو یې په مال باندې سوداګري وکړي او ګټه ورته راوړي … کله به چې خدیجې رضی الله عنها خپل سوداګریز کاروانونه شام ته لیږل ، هڅه به یې کوله چې غوره انسان د سوداګرۍ لپاره وټاکي ترڅو یې مالونه خوندي او ډېره ګټه ورته راوړي …
خلکو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غوره اخلاقو ، ښې رویې او امانت په اړه خبرې اترې کولې ، خدیجه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې غوره ځانګړنو څخه خبره شوه … ددې خبرو په اوریدو نوموړې ډېره خوشاله شوه .. نوموړې دې پایلې ته ورسیده چې خپل هدف ته ورسیده او د خپلې خوښې وړ سړی یې د سوداګرۍ لپاره پیدا کړ .. خدیجې رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تره ابوطالب څخه غوښتنه وکړه چې محمد صلی الله علیه وسلم دې د خدیجې سوداګریزې چارې پر مخ بوځي . او غوښتنه یې ترې وکړه چې په لومړۍ معامله کې دې د خدیجې مال شام ته یوسي ، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې ژمنه وکړه چې د نورو سوداګرو په پرتله به ورته ډېره مزدوري ورکوي … . که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ابوطالب په خپل وراره محمد صلی الله علیه وسلم باندې په شام کې د یهودو له زیانه ویریده ، خو بیا هم د خدیجې رضی الله عنها غوښتنې ته یې غاړه کېښوده ، او د سوداګرۍ په هوډ ووتل …
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدیجې رضی الله عنها مال شام ته روان کړ ، خدیجې رضی الله عنها ورسره خپل غلام ( میسره ) هم ملګری کړی وو … هغه ته یې وصیت کړی وو چې د محمد خدمت به کوي او ټول حالات به یې څاري . .. د شام په ( بصری ) کې دوی مالونه واخیستل او ځینې يې وپلورل او بیرته له ډېرو ګټو سره راستانه شول .. کله چې دوی بیرته مکې ته د راتګ اراده وکړه ، کاروان ډېر په چټکتیا د مکې پر لور روان وو ، او په مکه مکرمه کې ، خدیجې رضی الله عنها په خپل کور کې دانتظار شېبې تیرولي چې سوداګري یې بیرته راستنه شي ، او وګوري چې نوي سوداګر یې څه لاسته راوړنې کړي دي . کله چې د خدیجې رضی الله عنها غلام میسره راغی ، ورته یې وویل :
(( محمد صلی الله علیه وسلم باندې په ټوله لاره کې وریځې سیوری غړولی وو ، چې هرچیرته به دا تللو ، ورېځ به ورسره تلله ، او کله به چې کښېناسته ، ورېځ به یې پر سر ودرېده … په لاره کې د یوې ونې تر سیورې لاندې کښېناست ، د ونې څانګې پرې راکږې شوې ترڅو پرې سیوری کړي …. موږ د یو راهب عبادتځآی سره نږدې کښېناستو ، زه یې راوغوښتم او پوښتنه یې رانه وکړه : هاغه د ونې لاندې څوک ناست دی ؟ !! ما ورته وویل : هغه محمد بن عبدالله دی ، د حرم یو ځوان دی .. .. راهب راته وویل :
( قسم په الله دا ددې امت پیغمبر دی !! او ددې ونې لاندې ، له پیغمبر پرته بل څوک نه دی ناست شوی ! )
خدیجه رضی الله عنها او دهغې ملګرې په دې خبرو ډېرې حیرانې شوې ، محمد صلی الله علیه وسلم له کعبې څخه له طواف وروسته د خدیجې رضی الله عنها کور ته راورسیده ، هغې ته یې خپل مالونه وسپارل .. او په ډېر عفت او غوره اخلاقو سره بیرته د خدیجې رضی الله عنها له کوره لاړ … خدیجه رضی الله عنها هغه تر څار لاندې ونیوه او ترهغې یې ورته کتل چې په لارو کوڅو کې پناه شو .. بیا یې خپل غلام ته دوه برابره مزدوري ورکړه او محمد صلی الله علیه وسلم ته یې ولیږله .. .. له خدیجې رضی الله عنها سره هغه خواږه احساسات راپیدا شول چې ګویا اوس یې هغه امین او رښتونی انسان پیدا کړ چې دا یې په لټه کې وه !!! … شام ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سوداګریز سفر او په ښه توګه دا چاره پرمخ بیول ، د محمد صلی الله علیه وسلم په ژوند کې د بدلون پیل ګڼل کیږي …. خدیجې رضی الله عنها سره د محمد صلی الله علیه وسلم په اړه فکرونه پیدا شول ، او دهغه په اړه یې چې څه اورېدلي وو ، دې خبرو یې هم فکر ډېر مصروف کړ ، نوموړې د محمد صلی الله علیه وسلم له اخلاقو او امانت څخه ډېره متاثره شوه … له خدیجې رضی الله عنها سره چې کوم احساسات پیدا شول ، په ډېرې حیاء سره یې هغه له خپلې ملګرې ( نفیسه بنت منیه ) سره شریک کړل … ددې احساساتو په څرګندولو کې خدیجه یوڅه شرمېده هم ، لامل يې دا وو چې خدیجه رضی الله عنها بوډۍ ښځه او د څلوېښت کلنۍ په درشل کې وه ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم یو غښتلی ځوان وو . دا فکر یې کاوه چې ، چېرته خدیجه او چیرته محمد ځوان ؟ !!! خو دهغې ملګرې ترې اجازه واخیسته چې دا چارې به ورته سمې کړي .. هماغه وو چې نوموړې محمد صلی الله علیه وسلم ته ورغله … د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دخدیجې رضی الله عنها نکاح هغه څه وو چې ډېر معیارونه یې واړول او ډېر دودونه یې بدل کړل …
نفیسة بنت منیه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او پوښتنه یې ترې وکړه چې ولې له دنیا او واده کولو ځان لیرې ساتي … رسول الله صلی الله علیه وسلم لږ موسکی شو ، او نفیسې ته یې داسې ځواب ورکړ :
(( زه څه لرم چې واده پرې وکړم ))
سمدلاسه یې وویل :
(( که ښکلا ، مال او شرافت ته راوبلل شې ، غاړه به کېږدې ؟ !!!
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې څنګه دا خبره واورېده په هدف یې پوه شو …. نفیسې غوښتل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مال ، ښکلا او ویاړ خاوندې خدیجه بنت خویلد رضی الله عنها سره واده وکړي … دې کار ته غاړه کېښودل دواړو ته د ویاړ خبره وه . … کله چې له محمد صلی الله علیه وسلم سره خپل ترونه راټول شول ، دا کار یې ژر تر ژره ترسره کړ . ددې کار په ترسره کولو کې ورسره ، ابوطالب ، حمزه او عباس ګډون وکړ . دوی د خدیجې رضی الله عنها تره ته ورغلل او هغه یې محمد صلی الله علیه وسلم ته وغوښته او د نکاح په مقابل کې يې ورته مهر اداء کړ . ددوی دا واده له برکتونو ډک وو ، دا هغه واده وو چې د مکې ټول خلک ورته خوشاله شول … دا واده د سترو بدلونونو پیل ګڼل کېده … هغه بدلونونه رامنځته شول چې خدیجه رضی الله عنها ورکې مهمه ملاتړې او ستره همکاره او ملګرې وه .
ښځې او خاوند پنځلس کلونو له خوشالیو ډک عمر تېر کړ ، ددوی کورنی ژوند د یوې ښې کورنۍ او غوره اخلاقو نمونه ګڼل کېده . د خدیجې رضی الله عنها ستروالی یوازې په دې کې نه وو چې د خپلې کورنۍ روزنه یې کوله ، او نه په دې پورې یوازې تړلی وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته خاصه مینه ورکوله او په دې چې نوموړې يې د بچیانو یوازینۍ مور وه . بلکې ددې ترڅنګ د خدیجې ستروالی دهغې په حکمت ، غښتلې ارادې ، قوي ایمان او یقین پورې تړلی وو . کله چې پرې له واده پنځلس کاله وروسته وحیه رانازله شوه ، سمدلاسه یې پرې ایمان راوړ . دا چې محمد صلی الله علیه وسلم آرامه کورنۍ فضا درلوده ، دې کار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته زمینه برابره کړه چې تل فکر وکړي او په آرام زړه خلوت ته ځان اوزګار کړي . … له دې وروسته به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حراء غار ته تللو ، هلته به یې دالله په مخلوقاتو کې فکر کاوه او عبادت به یې کاوه . .. دا چې خدیجه رضی الله عنها یوه هوښیاره او ځیرکه ښځه وه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خلوت باندې نه خپه کېده . دا خبره یې زړه ته نه غورځوله چې محمد به ترې کله نا کله لیرې کېده … دا چې ښځې په ډېرو بې ځایه خبرو باندې مشهورې دي ، خو د خدیجې رضی الله عنها حالت د رسول الله صلی الله علیه وسلم تفکر او عبادت له خنډ سره مخامخ نه کړ … بلکې محمد صلی الله علیه وسلم به چې کله په کور کې وو ، خدیجې رضی الله عنها به تل هڅه کوله چې آرامتیا وروربخښي او خوشال یې وساتي . .. کله به یې چې خاوند د حراء غار ته تللو ، تر لیرې ځایه به یې څارلو ، او کله خو به یې لا شاته ورپسې یوڅوک ولیږه ترڅویې څارنه او ساتنه وکړي …. رسول الله صلی الله علیه وسلم د حراء په لوړ غار کې شپې ورځې په عبادت او تفکر تېرولې ، دا په داسې حال کې وه چې ټوله مکه په شرک او بت پرستۍ کې ډوبه وه . … دالله تقدیر داسې وو چې په دې وخت جبریل علیه السلام د وحي پیل کوي …. جبریل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لومړۍ دا خبره کوي چې :
اقرأ …. یانې ولوله !!
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په ځواب کې وایې :
زه لوستونکی نه یم …
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کور ته راستون شو ، زړه یې ډېر درزېده … په ډېره ویره او ورخطايي په خدیجه رضی الله عنها ورننوت ، دا خبرې يې په تکرار سره کولې چې : ( ومې پوښئ ، ومې پوښئ !! ) … کله یې چې وپوښه یو څه آرام شو ، بیا یې خدیجې رضی الله عنها ته کیسه وکړه او ورته یې وویل : زه پر ځای وویرېدم ..
خدیجې رضی الله عنها ورته یو تاریخي ځواب ورکړ ، دا ځواب د سیرت مختلفو کتابونو روایت کړی دی :
( نه ، قسم په الله ، هیڅکله دې الله تعالی یوازې نه پریږدي … ته تل خپلوي ساتې ، سختۍ ګالې ، ناچاره سره مرسته کوې ، او د مېلمه پالنه کوې ، او کمزورو خلکو ته لاس ورکوې !! )
د خدیجې رضی الله عنها دې خبرو د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه ته لاره پیدا کړه ، هغه یې ارام کړ او ستړیا او ورخطايي يې ترې ختمه کړه … .. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوڅه آرام شو ، خدیجې رضی الله عنها هغه خپل د تره ځوی ورقة بن نوفل ته بوتللو ، نوموړی یو بوډا سړی وو ، سترګې يې هم له لاسه ورکړې وې .. دا هغه سړی وو چې په جاهلیت کې نصراني شوی وو ، او د اهل کتابو پیروي يې کړې وه .. خدیجې رضی الله عنها ورته وویل :
ای د تره ځویه ! د وراره کیسې ته دې غوږ شه !
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ټوله کیسه بیان کړه .. بیا ورته ورقة وویل :
دا هغه ناموس دی چې الله تعالی موسی علیه السلام ته رالیږلی وو .. کاش چې زه پاتې شم ، کاش چې زه په هغه وخت کې ژوندی وای چې کله دې قوم له کلي اوباسي …
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
آیا ما به اوباسي ؟ !!
ورته یې وویل چې ، هو ..
ستا په څېر دین چې هر چا راوړی ، قوم یې هغه له کلي شړلی دی … او که زه ژوندی پاتې شوم ، ستا به ډېر ملاتړ وکړم .
خدیجې رضی الله عنها تل وحیه څارله او ورباندې يې ایمان راوړ .. نوموړې لومړۍ میرمن وه چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړ …
او کله چې جبریل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پنځه لمونځونو د فرض کېدو له مخه اودس او لمونځ ور زده کړ ، خدیجې رضی الله عنها ورسره په هماغه ورځ یوځای لمونځ اداء کړ . په دې سره خدیجه رضی الله عنه په دې امت کې لومړۍ ښځه حسابیږي چې لمونځ یې اداء کړی …. بیا به هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د حراء غار ته تللو او هلته به یې عبادت کاوه .. یوه ورځ خدیجې رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حراء غار ته ډوډۍ وروړله ، په دې حالت کې جبریل علیه السلام نوموړې ولیده ، بیا یې وفرمایل :
ای دالله رسوله ! دادی خدیجه راغله !! په لوښي کې يې خواړه او څښاک راخیستی دی … چې کله درته راغله نو :
دالله له لورې او زما لخوا ورته سلام ووایه !! او په جنت کې ورته د لرګیو دداسې کور زیری ورکړه چې ، هلته به هیڅ ستړیا او نا آرامتیا نه وي!
کله چې ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبریل دا پیغام ورساوه ، ویې ویل :
الله تعالی خپله سلامتیا ده ! او په جبریل دې سلامتیا وي !! او دالله رسوله ! پر تا دې هم دالله سلامتیا او رحمتونه وي !!
په دې سره خدیجه رضی الله عنها لومړۍ ښځه ده چې د جنت زیری ورته ورکول کیږي !
رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی په پټه او بیا په ښکاره توګه دعوت ته ادامه ورکړه ، ددې ترڅنګ به خدیجې رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ کاوه او د مال مرسته به یې ورسره کوله … د بعثت په اووم کال چې کله حمزة بن عبدالمطلب او عمر بن الخطاب رضی الله عنهما مسلمانان شول ، قریش وویرېدل چې ددوی په اسلام راوړلو دعوت غښتلی نه شي !!! هماغه وو چې قریشو پریکړه وکړه ترڅو بنوهاشم د علي په دره کې محاصره کړي … په دې اړه یې یو تړون ولیکه ، په دې تړون کې يې یادونه کړې وه چې نه به ورسره واده کوي ، نه به پرې څه پلوري ، او نه به ترې څه پیري …. دا تړون یې د کعبې په منځ کې راځوړند کړ او پر هغوی یې اقتصادي بندیزونه ټولو ته اعلان کړل .. .. که څه هم خدیجه رضی الله عنها له بنوهاشم څخه نه وه ، خو بیا هم هغې دې ته غاړه نه ایښوده چې هغه دې په خپل کور کې پاتې شي ، او خاوند او کورنۍ دې د ولږې شپې ورځې په اقتصادي بندیزونو کې تیروي . خدیجه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای د علي درو ته راووته ، او هلته یې له هغه سره یوځای دا تکلیفونه په ګډه تېر کړل .. که څه هم بوډۍ وه او د ډېر تکلیف د زغم حوصله یې نه درلوده ، خو بیا هم هغې دې قربانۍ ته غاړه کېښوده .. .. دې ظالمانه تړون درې کاله ادامه وکړه ، د بنوقصي قوم غږ وکړ او ویې ویل چې دا تړون باید نور مات شي ، له همدې سره الله جل جلاله په دې تړون باندې د ځمکې حشرات مکلف کړل ، ددې تړون ډېرې مادې يې خوړلې وې ، او یوازې دا عبارت دې روغ پاتې وو چې : ( باسمک اللهم ) … ددې هر څه په پایله کې ، قریشو پریکړه وکړه چې دا تړون پای ته ورسوي .. کله چې مسلمانان له درې څخه راووتل ، څو میاشتې وروسته درسول الله صلی الله علیه وسلم تره ابوطالب وفات شو .. نوموړی تل له خپل وراره سره اوږه په اوږه ولاړ وو او ملاتړ به یې کاوه … خدیجې رضی الله عنها هم د ابوطالب په ماتم کې ګډون ونه کړ ، ځکه دا مهال خدیجه رضی الله عنها خپله هم د ناروغۍ په بستر پرته وه … ورځې لا تېرې نه وې چې ، خدیجې رضی الله عنها هم له دې دنیا سترګې پټې کړې … خدیجه رضی الله عنها له هجرت درې کاله وړاندې او د بعثت په لسم کال وفات شوه ، د نوموړې د وفات کال د ( عام الحزن ) یا د خپګان کال په نوم ونومول شو .. .. دا څه د مبالغې خبره نه ده … ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدیجې رضی الله عنها په مړینې سره ، ښځه ، تکیه ، ملاتړ او دژوند ملګری له لاسه ورکړ … .. ابن اسحاق وایې :
د خدیجې رضی الله عنها په وفات سره ، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د مصیبتونو لړۍ پیل شوه ….. نوموړې په اسلام کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتونې ملاتړ کوونکې وه… .. د سیرت په کتابونو کې داسې هم راغلي چې ، د خدیجې رضی الله عنها له وفات وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم تل په کور کې پاتې کیده او ډېر کم وخت به له کوره وتلو … قریشو هم له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډېر تکلیفونه او زیانونه رسول .. .. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ابراهیم پرته ټول بچیان له خدیجې رضی الله عنها څخه زیږېدلي وو …. له بعثت وړاندې يې د قاسم په نوم ځوی وزیږیده ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به په همدې کنیه هم یادېده . بل ځوی يې عبدالله نومیده ، چې په (طاهر او طیب ) لقبونو باندې مشهور وو .. زینب ، رقیة ، ام کلثوم او فاطمة ټولې د خدیجې رضی الله عنها لوڼې وې . .. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خدیجې رضی الله عنها سره ډېر وفادار پاتې شو . تل به یې د خدیجې رضی الله عنها یادونه کوله ، دې کار د عایشې رضی الله عنها احساسات راوپارول ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
(( قسم په الله ، له هغې غوره ښځه راته الله تعالی نه ده راکړې …. په داسې وخت چې خلکو نه منلم ، هغې راباندې ایمان راوړ … کله چې خلکو دروغجن کړم ، هغې رښتونی وګڼلم … کله چې زه خلکو محروم کړم ، په خپل مال یې زما ملاتړ وکړ … په داسې حال کې چې د نورو ښځو بچیان نه لرم ، خو الله تعالی راته له هغې بچیان راکړل .. ))
خدیجه رضی الله عنها په مکه مکرمه کې د ( معلاة ) په هدیره کې د ( حجون ) په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه . کله چې د هجرت په اتم کال مکه فتحه شوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پر قبر ګومبزه جوړه کړه ، او زیارت ته یې ورغی .. دا چې له فتحې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سمدلاسه د خدیجې رضی الله عنها د قبر زیارت وکړ ، دا مانا لري چې نوموړې د لوړې رتبې خاونده وه . دا رتبه یې یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زړه کې نه لرله ، بلکې د اسلام په تاریخ کې د مهم ځای خاونده ده … .. له میلیونو ښځو وروسته ، او د کلونو په تیریدو سره خدیجه رضی الله عنها د لومړۍ مسلمانې ښځې د لقب ویاړ له ځان سره لري ، دا هغه ښځه ده چې الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند د مهم پړاو لپاره غوره کړې وه … د تاریخ په اوږدو کې به مسلمانان او کافران د خدیجې رضی الله عنها دا رول د تل لپاره یادوي … مستشرق ( بوذلي ) وایې :
(( دا چې نوموړې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې باور وکړ او دهمدې باور له مخې يې ورسره واده وکړ .. دا دهغې غښتلې عقیدې څرګندونه کوي چې نن پرې د نړۍ په هرو اووه کسانو کې یو کس ایمان لري .. ))
د نن ورځې د میلیونو نارینه وو په اړوند، خدیجه رضی الله عنها د میلیونونو ښځو لپآره یوه ځانګړې نمونه ګڼل کیږي .. .. ټول اسلامي تاریخ د سترې ښځې خدیجې د ژوند ښکلې شېبې یادوي .. کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملاتړ او د توحید او دعوت خبره راځي ، سمدلاسه د خدیجې رضی الله عنها یاد راتازه کیږي …
You also might be interested in
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی سور رنګ[...]
لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی دا رنګ[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی