لیکنه: پوهاند استاد مجاور احمد زیار
ايا (خراسان) له خپل لنډ تنگ نومولي (مسما) سره د ((آريانا-افغاستان)) د منځمهال پېر هېوادنی(دولتي) نوم کېدای شي؟
له وييز(لغوي) او بيا آرپوهيز (ريشه شناختی) پلوه خراسان يا خوراسان د يوه زاړه تړښتي ويي(واژۀ ترکيبی) په توگه د(لمراسمان= لمرختيځ=مطلع الشمس) مانا درلودلې او د پخوانيو پارسيانو له خوا په همدې جاج نومول شوی چې اړونده سيمه له( آريانا) زاړه پېره رانيولې،تر(کوشاني-يپتلي)منځمهالپېراوبيا تر(ابدالي) وسمهالپېره زموږ په ختيځ کې راغلې ده. په نورو ټکو، په آرياني وېش کې خراسان تر ژبتوکميز تاريخي- جغرافيايي بريديا سرحد ((کوير لوط)) را دېخوا ټيکاو درلودلی او اخواسوېل لويديزو ( پارسيانو، سېمنانيان، لوريانو…) او شمال لوېديزو پارتيانو او ميديانو. (اړوند فونېتيکي مودلونه او لښتليکونه۶-۹- څپرکي).
همدا خبره ده چې ناڅانگپوهيز او په تېره دوديز پارسيوانان، په دې سست دليل چې(په درېيمه اسلامي پېړۍ کې) د نوي مهالپېر پارسي رادېخوا دود شوې او هله دواړو خواووته خپره شوې، نو زېږځی يې يې (شمال)ختيزه آريانا ده، هغه هم د دري يا دري په نامه(!)؛ له دې ناخبر چې له خپلې سوېل لوېديزې پهلوۍ ابۍ (منځنۍ ساساني پارسۍ) رازېږېدلې اودود شوې ده، او هغه پر خپل وار له خپلې مور(زړې هخامنشۍ پارسۍ) څخه.
د (خور-) اوېستايي انډول hvar- دى. هندي svar-، لاتين *sāuel->sōl. په اهورا کې هم ورته توکى اټکلېداى شي. په پارسي آسياب، دستاس، خراس (په څارويو په تېره خرو سره گرځېدونکې ژرنده….) کې هم اوس له دويمې برخې سره اړه لري او اسان asān له آره د سنگ (تيږي) په مانا دى او په دې انگېرنه چې اسمان له ډبرې رغېدلې، يا ورسره ورته برېښي، نو د asān- دغه دوېمه مانا اسمان ده. په اوېستا کې āsān- او āsman- دواړه د تيږي په مانا دي. هندي asan- او asman- “تيږه، اسمان”. په اکا شواڼى (راديو) کې (اک) له (اس-) سره همآرى دى.
زړه پارسي asan- او سasanga-, “تيږه” او اسمان asman- “آسمان” چې منځنۍ او نوى پارسي انډولونه يې سنگ او آسمان دي او سوغدي sng چې ورته وينگ لري.
(رايښلت ٤٢٢، ماير هوفر ١٠٧ مخ، دکتر معين، فرهنگ فارسي، ج٥ اعلاام ص ٤٧٦). خوارزم (زړه پارسي Uvarazmī) د هخامنشيانو له شمال ختيزو لتو څخه وو، هم خور- بنسټ لري،که څه هم ټول نوم “خپله واکمني” هم مانا شوى دى. (براندنشتاين، ١٥٠ مخ) د خراسان Xor-asan آره Xor “لمر” او اسان asan “اسمان” ده او په دې توگه ټوله مانا يې “ختيځ” راځي. اسمان دلته د څنډ (افق) جاج ښندي يا په بله وينا، هغه ځاى يا اسمان چې لمر ترې راپورته کېږي. (د زياتې شننې لپاره، زيار، مختصرې پيرامون وجه تسميه خراسان، مجلۀ خراسان ١٣٦٢ل).
خور Xor- له پښتو nwar (د نمر، لمر… تر څنگه) سره گډه آره لري او پارسي انډول خور او خورشيد ورسره کټ مټ سمون خوري، مهر يې بيا له پښتو مېر(لمر) سره نژدې برېښي چې آره يې د لمرخداى )ميترا ، مهترا ) سره اړخ لگوي (مورگنستيرن، nwar، ٥٤).
موږ په (۶-۹) څپرکو کې د پښتو او پښتنو کرښپل له آريانا او باکتريانا تر ساکستانه راورساوه. بيامو پر دې رڼا واچوله چې پښتنو خپله ساکي، او ورپسې يې له پارتيانو سره گډه (سيت و پارت) اېمپراتوري پر مخ يوړه. دا سمه ده چې هغه يوه پېړۍ مو د آشوکا په مشرۍ هندي موريايي تربورانو پر وړاندې بايلله، خو پېړۍ روسته زموږ نژدې سکه تربورانو (کوشانيانو- يپتلانو) هغه له سره هغه راورغوله. هغه څو پېړييز ټولواکمني پېر چې د عربو له راتگ سره تېر شو، نو چار ناچار موږ ټولو ساکه ټبرونو سيمه واکيو ته مخه وکړه. په درېيمه اسلامي پېړۍ کې ، که څه هم هغه گردې سيمه واکۍ ښه ترا پرلغښتې او پياوړې شوې، خو د بغداد خلافت په اوېجه کې راغلې. څو چې مو تر آمويانو را روسته له عباسيانو سره سياسي جړه راغله، د ابو مسلم خراساني په سرغندويۍ ازاديپال غورځنگ پيل شو. هرگوره، لومړۍ پايله يې دا شوه چې خلافت د عربي تر څنگ پارسي ژبې ته د کارونې اجازه ورکړي. څنگه چې دغه ژبه، دپښتنو، کوردو، بلوڅو او نورو لپاره د ((دويمې اسلامي ژبې)) په توگه، نه يوازې د منلو وړ وگرځېده، بلکې تر ننه پورې يې دا ۱۱- ۱۲ پېړۍپه پالنه کې، د مورنيو ژبو په بيه، کارنده برخه واخېسته.
همدا پارسي ژبه وه چې له يوناني او بيا عربي لښکرو له لاسه له خپلو ويونکيو سره ختيځ او شمال ختيځ خواته رالېږدېدلي او تالا ترغۍ شوي ساساني پاتشوني ((تاژيان يا تاجيکان )) په لسمه زېږدي پېړۍ کې تر يوې واکمنۍلاندې سره ټول راټول کړل. داچې بنسټگر يې اسماعيل بن احمد ساماني (۸۹۲-۹۰۷ز) وو، نو دغه امارت د ساماني او سامانيانو ((دولت)) په نامه ياد شو.
پلازمېنه يې بخارا وه او سمرقند، خجند او فرغانه يې له غورو اقتصادي او فرهنگي ښارونو څخه گڼل کېدل. خو له هغې ټولې سمسورتيا او نومورتيا سره يې زموږ د هېواد ډېره نرۍ سرحدي تراړه رانغښتله. دا بېله خبره ده چې تاجيک ليکوال بهرالدين دروېش (۸۱۰ مخ) د منځني (ساساني) او ان زاړه (هخامنشي) پېر بياتاندتيا(رنسانس) ارزوي او په دې لړکې ليکي:
دغه ښارونه او همداراز بلخ و هرات د تاجيک قوم له مېشتځايونو څخه بلل شوي چې راروسته يې گرگان او تبرستان هم لاندې کړل او د ايران آذربايجان او کوشنۍ اسيا سوېل لوېديزې سيمې يې هم ونيولې او تر ری او اصفهانه يې لښکرې پرمخ ولاړې. بيا زياتوي: سامانيانو د طاهريانو(۸۲۱-۸۷۳) په توپير، دا ښه ترا نگېرلې وه چې د زړو دودونو جالونو له بيا راژوندي کولو پرته د هغې نوې واکمنۍ سمبالتيا او ټينگتيا ناشونې ده، که څه هم وار له واره ورته د داسې هڅو پرمخوړنه پوره گرانه پرېوتله او ناوړې پايلې يې راټوکولای شوې. په دې توگه سامانيانو له ازاد دينۍ کارواخېست، تر دې چې زرتشتي دينپالنه هم له کوم بد غبرگون سره نه مخامخېدله. بلخوا يې په عربي ژبه د ادبي او فرهنگي هاندوهڅو ترڅنگه د دري پارسي هغو مخنيوی هم نه کاوه او په دې ډول يې د خپلو نيکونو ژبه په خپله اوېجه (قلمرو) او گاونډو سيمو کې ورو ورو رادود او پراخه کړه.
ښاغلی دروېش(۸۱۲مخ)د هغو نومياليو پوهيالانو اوفرهنگيانو کارنامې د تاجيکانو له سترو برياوو او وياړونو څخه شمېري چې د سيمې او نړۍ پر کچ يې نوم و نښان گټلي وؤ، لکه:: محمد در رياضيات، طبيعيات، محمد زکريای رازی در فنون طب، کيميا، فلسفه، فارابی در علوم حکمت، بلاغت، فقه، نظام الملک درامور نظری و عملی سلطنت داری، عمر خيام در ساحات علوم دقيق،فلسفه، طب، اخلاق، نجوم، رياضيات، رباعيات جاويدانه، نصير طوسی در فلسفه و نظام شناسی و علوم انسانی، محمد غزالی در فقه و فنون ديني و شرعی.
پوهاند تږي بيا په (پښتانه) کې خراسان هسې د افشار يزدي (٢١١) په تړاو تش يو ځل ياد کړى او نور يې پسې سر نه دی گرځولی.
تږی د ايراني محمود افشاريزدي د اپلتو (چرندياتو) په تړاو چې هو بهو يې راخېستې او بيا يې د يوې کابلۍ ساده گړنې “بلا کوي” تر څرگندونې روسته ليکلې غونډلې داسې راژباړي:
“کوم هېواد چې د افغانستان په نامه يادېږي او د ايران د شرقي سيمې په يوه برخه او د خراسان په ولايت کې جوړ شوى دى، په تاريخ کې سابقه نه لري… او څرنگه چې يو شمېر افغاني امراوو د نولسمې پېړۍ په وروستيو وختو کې په دې سيمه باندې تسلط پېداکړى او يوڅه موده يې حکمراني پرې کړې ده، نوله دې امله داځاى دافغانانودولت او وروسته افغانستان بلل شوى دى”.(پښتانه،٢١١-٢١٢) ټيک همدلته ورته د افشاريزدي دغه سپکو ورکو هم يوه ډېره ښه پلمه په لاس ورکولاى شوه چې اوسني ايراني “خراسان ايالت” يا “استان” د پخواني لوى خراسان د يوې کوشني پاتشوني په توگه په سترگو کې ورننه باسي او بيا يې پر ١٧٤٧ کال نوى ارت و بيرت “افغانستان” ځاينا ستى ورزباد کاندې.( همداراز← د تږي د اړوند اثر ارزونه، ۶- څپرکی،۱- پړک، ۴- پړوکی)
هرگوره، افشاريزدي له هغو سوگندخوړلو افغاني- پښتني دښمنو ژورناليست ډوله ايراني ليکوالو څخه دى چې په سازماني توگه يې په خپل نامه نومولې خپرندويه دستگاه د ورته انگروزو لپاره له ښايسته ډېر مهاله په ايران کې پر کاراچولې او د “بېلتونپالو” افغانانو د غوټو گرومونو د هوارونې خورا پر زړه پورې منځۍ گرځېدلى چې د نجيب مايل هروى يو زهرژلى اثر يې له تازه خپرونو څخه گڼل کېږي. (د زياتې څرگندتيا لپاره د شمشاد شپږ مياشتنۍ ١-٢ گڼه، د زيار ليکنه).
دکتور معين (فرهنگ فارسي ٤٧٦ مخ) داسې : په پخواني خراسان کې اوسنى ايراني خرا سان ايا لت او (د اوسني افغانستان) سوېل لوېديزې او شمال لوېديزې سيمې تر ماوراء النهر راتلې. اوسنى خرا سان د ايران نهم ايالت (اُستان) دى چې ختيځ ته يې افغا نستان او شمال ته يې تورکمنستان پروت دى، له سوېلي خوا په کرمان او سيستان او له لويديزې خوا په اصفهان او گورگان (گرگان) پورې نښتى دى. منځۍ يې مشهد دى او کاشمير يې يو له ولسواليو (شهرستانونو) څخه گڼل کېږي. نوماند افغاني سيند هرير ود هم هغې خواته وربهېږي.
هرگوره، زموږ ډېری تاريخ ليکوال او تاريخوال، د کهزاد او غبار په گډون پر دې ټينگار لري چې خراسان له لرغوني پېر (آريانا) روسته، يانې له پېنځمې پېړۍ تر نوي افغانستان (١٧٤٧ز) زموږ دهېواد نوم پاتې شوی، سره له دې چې له جغرافيايي پلوه يې ډېر لنډ تنگ را پېژني.
د تاريخي جغرافيا ليکونکی سنگروال (۴۲۰- ۴۲۶) پر خپل وار تر افغانستان له مخه پر خراسان ښايسته ډېره رڼا اچولې چې داسې يې رانچوړلای شو:
د پوهاند جيلاني د اخځ له مخې، خراسان له آره يوه لنډه تنگه اوېجه رانغښته چې څلور برخې يې درلودې: نيشاپور- مرو- هرات- بلخ.
د آريانا دايره المعارف د پېنځم ټوک له مخې دا ويی يا نوم له ساساني پېره رادود شوی بولي او د استاد حبيبي لنډ تار يخ پر اخځ ليکي: په لومړۍ اسلامي پېړۍکې د عربو برياليو لښکرو د خراسان او مروې تر منځ او له سيستانه د ارغنداو تر ناوې پورې را ر سېدلي ول. په دې لړکې د بلاذري پر اخځ دخراسان رو ستی پراختيايي پړاو له دې سيمو سره راښيي:
نيشاپور، هرات، مرو، بلخ، اموپورې غاړې سيمې، خوارزم، سغد، طبسين، قهستان، خدر، جوين، بيهق، سرخس… طوس، بادغيس، پوشنج، بخارا، ترمذ، سمرقند، او فارياب تخار، طالقان.
هرگوره، غبار (افغانستان در مسير تاريخ۳۹۲) خراسان د ابدالي ټولواکمنۍ د يوه ولايت په توگه يادوي: (در غرب افغانستان دولت قاجاري ايران الۀ سياست استعماری انگليس شده و در صدد تجزيۀ ولايت خراسان از افغا نستان بود)).
الفنستن (١٥٨) د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې وايي: “کوم نوم چې د اړوندو استوگنو له خوا پر ټول هېواد اطلاقېږي، هغه “خراسان” دى، خو څرگنده ده چې د دغه نوم کارونه سمه نه ده، ځکه يو خوا د افغانانو گرد ټاټوبى د خراسان په بريدونو کې نه راځي او بلخوا د دغې لتې په يوه غوره برخه کې افغانان نه اوسي “.
ان بابر په خپل توزک کې خراسان تر امو پورې غاړه سيمه بللې او رادېغاړه يې د کومې پياړمې لکۍ يادونه نه ده کړې ( ښاغلي قادر خاطر د بابرنامې د انگرېزي ژباړې له مخې)!
په دې کې هم څه اړنگ بړنگ نشته چې له سيستان ، هېلمند، ارغنداو، غور اوکسې غره نيولې تر تاريخي هندي پولو پورې ډېری پښتني سيمه واکۍ او ټبرواکۍ هغه مهال په خوراسان کې نه دي شمېرل شوې. داهم يوازې د عربو او په تېره د بغداد د خلافت له خوا د یوه ((امارت)) پر کچ يو هسې ((غلط مشهور)) شوی نوم دی او په رښتيني(واقعي) ډول پخوانی افغانستان لاڅه چې اوسنی دايې هم نه رانغښته. خو عربي سرچينو په ناسمه توگه، نه يوازې ساماني امارت او ورپسې ((غزنوي)) هغه دخراسان اړوند بللی، بلکې د پارس او هند ترمنځ يې درسته اوېجه هم په همدې نامه نومولې وه.
تر دې چې پښتانه هم په ناگاهانه توگه د دغې راتپلې او غلطې مشهورې نومونې تر اغېز لاندې راغلي او داسې يې منلې او دود کړې چې گوندې رښتيا هم خراسان له جغرافيايي پلوه تر لومړي تاريخي “آرياني پېر” را روسته له اتمې (مز) پېړۍ رانيولې، د نوي افغاني دولت “افغا نستان” تر بنسټ اېښوونې پورې زموږ د هېواد پراوسنيو شمالي او سويل لويديزو سرحدي سيمو سربېره د ساماني واکپېر ماوراؤالنهر او د لويديز ايران هغه لتې هم را خېستې چې راروسته د ابدالي ټولواکمنۍ له رغندو ټوکونو شمېرل کېدې او د صفويانو په وخت کې ان کندهار هم په خراسان کې راته!
په هره توگه دغه ناسم نوم و نومولي زازو، دپښتنو زړه او ذهن ته هم لار موندلې، خپل هېواد او ټاټوبى يې گڼلى وو او له دې سره يې دا لنډۍ راپنځولې دي:
پر هندوستان مې گل کرلى
پر خراسان ولاړه يم بوى يې راځينه
د خراسان د سهار باده
پر جانان وايه د پردېسو سلامونه
ستر خوشال هم تر هند راپورې سيمه خراسان بللې ده:
دا څو لارې پر سرحد د هندوستان دي
نورې لارې پر سرحد د خراسان دي
خو له دې سره دا پوښتنه زازو، رامځته کېږي چې:
ايا (خراسان) له خپل لنډ تنگ نومولي (مسما) سره د((آريانا-افغاستان)) د منځمهال پېر هېوادنی نوم کېدای شي، هغه هم د (سا ماني) او ورپسې پايڅوړ (غزنوي) يې د بغداد د عباسي خلافت له له دوو لا سکتووامارتو سره؟
څو څلوېښت کاله وړاندې مې د لوړو زدکړو پر مهال چېرې له خولې ((سلطان محمود))ووتل، مشر اسيستانت راباندې رابرگ شو او ويې ويل: هغه د بغداد خلافت له خوا ټاکل شوی (امير) وو، تاسې افغانان يې هسې (سلطان) بولئ او امارت يې دولت او اېمپراتوري!
موږ تر اوسه د افغانستان رسمي- دولتي مخينه د ستر احمدشاه بابا تر ټولواکمنېدا (۱۹۴۷ز) رسوله، له دې ناخبره چې هڅاند پوهيال او ليکوال شهسوار سنگروال يې له نوي موندلي لاسوند سره لږ تر لږه يوه لسيږه نوره هم پرشايوړه. دادی، دلته يې د هغه گوزارش يو لنډيز راخلو چې څنگه يې د (افغانستان) نوم د تورکيې د استانبول د ((حرم)) موزيم ماڼۍ د نړۍ په نخشه کې له اړوندو پولو برېدونو سره موندلی دی:
((…کله موچې په نخشه کې د آريانا او خراسان نومونه تر سترگو نه شول، نو بيا د افغانستان نوم په لټه کې شو. ، د نړۍ هېوادونه مو څو وارې پر سترګو راغبرگ کړل، ترڅو مو پر(اغوانستان). سترگې ښخې شوې چې پر اړونده نخشه کښل شوی وو؛ نژدې ول چې زه او زامن مې له ډېرې خوښۍ خوشالۍ چغې کړو… )).
د دې خوښۍ لامل دا وو چې گوندې، (له افغان او افغانستانه) بېزار هېوادوال او د افشاريزدي په څېر بهرني لمسونگر د دې نخشې په ليدو نور پرځای يخ کښېني. د دغې نخشې کال (۱۷۳۸ز) را ښيي چې د دويم تورکي محمود له واکپېر (۱۶۹۶- ۱۷۵۴ز) سره سمون لري. په هغه کې.د اغوانستان (افغانستان) څلور خواوې په عربي ليکدود داسې پرگوته شوې دي : سوېل ته د هند سمندر ، لويديځ ته عجمستان (اوسنی ايران)، شمالختيځ ته تورکستان، شمال لويديځ ته ماورالنهر او ختيځ ته هند.
په دې توگه، موږ ټول له استاد سنگروال سره په يوه همغږۍ دا ستر غنيمت بولو چې په يوه داسې لرغونې رسمي نخشه کې د (اغوا نستان ( افغا نستان) رسمي نوم له دومره ارت و بيرت نومولي سره له ننه (278) کاله وړاندې را زباد کړی دی.
که خبره يوازې پر ليکلي لاسوند وای، هسې خو پوهاند تږي (پښتا نه۲۲۳- ۲۳۱) دافغانستان، اوغانستان مخينه د سيفي هروي او ابن بطوطه … د ليکنو پر بنسټ تر څوارلسمې زېږدي پېړۍ پر شا وړي، خو د يوې نخشې په بڼه تر نولسمې پېړۍ د تورکيې دا بېسارې ده.
هرگوره، د ارت و بيرت افغانستان د نولسمې پېړۍ خپلواکه او څه ناڅه لويه نخشه په برتانيي کتابتون (برېتش لايبرارۍ) کې خوندي ده.په ملگرو ملتو کې د هېواد پخواني سفير حکيم طبيبي ۴۰-۴۵ کا له وړاندې هم له تورکي سرچينو څخه د شاهنشاه شااشرف هوتکي هغه تړليک تر لاسه کړی او پښتو ژباړه يې په کابل مجله خپره شوې وه چې له تورکيې سره يې د سرحدي ټکرونو د مخنيوي په موخه ور سره لاسليک کړی وو، نو ښايي چې هلته به هم د افغانستان نوم ياد شوی اوسي؛ گوندي، استاد سنگروال په هغه ليک او نخشې پسې هم پښې ور لوڅې کاندې!
په دې کې څه اړنگ بړنگ نشته چې ستر احمد شاه بابا په هماغه ټاکنيزه لويه جرگه کې افغانستان د رسمي- دولتي نامه په توگه پر ډاگه کړی وو، خو تر نولسمې پېړۍ پورې، نه يې دېوان و دوتر ته لار موندلې وه او نه يې د هغې لويې ټولواکمنۍ د پښتنو او ناپښتنو ترمنځ کوم ټوليز دود موندلی وو. ان د احمدشاهي کتاب ليکوال محمود الحسيني هم چېرې کوم ځل کښلی نه دی ، بابا خو هم په خپل شعر کې هماغه تاريخي ((پښتونخوا)) نوم کارولی دی. د اروا ښاد افضل خان لالا (۳۳-۳۴) خبره ده چې ((پښتنې جرگې نه ليکلې اېجنډه لري او نه صدر و سکرټر)) ، مانا يې دا چې بې کاغزه د کاڼي کرښې گڼل کېږي!
همدا خبره ده چې دښمنان پر دغه پښتني فلسفه نه پوهېږي او د شير سرخ په لويه جرگه کې د ((افغانستان)) پرهوکړه ځانونه ناگاره اچوي.
په هره توگه، دا څومره د خندا او خندۍ وړ ده چې (له (افغان او افغانستان) سره د نا سپېڅلې اخوان- ستمي ((شمالي ټلوالې)) ايرانپلوې بېلتونپالي ډلې ټپلې بياهم غواړي، د تاريخ څرخ پرشا وڅرخوي، پر نړيوال او ملي کچ اووه پېړييز او بيا ۲۷۸ کلن رسمي- دولتي نوم (افغانستان) او ورسره ورسره د هر استوگن هېوادوال د ځانپېژند(هويت) دڅرگندويه نوم ((افغان)) را وننگوي!
هو که د ساساني، ساکي، کوشاني- يپتلي، او بيا هوتکي او ابدالي ټولواکمنيو ((پخواني خراسان)) ورسره راخپلولی شوای ، بيا به يې هم پر سول و منطق ټيکاو لرلای او د ډېري- بومي پښتون ټبر په مشرۍ به ټولو هېواد مينو لږ کيو ورسره منلای شو، که نه دا توزنه هيله او ارمان يې:
((خوب دی، خيال دی او جنون))!!؟