ژباړه: ظاهر عمار
هوارد کارتر د قديمه اثارو پېژندونکی او په تاريخ ډېر ښه پوهېده، په دې اړه يې څېړنه کوله، چې د (عنخ آمون) خزانه چې د مصر د خاورې په يوه برخه کې خښه ده، پيدا کړي. له ډېرې مطالعې او څېړنو وروسته هوارد د خزانې ځاى په نښه کړ او د هغې په کيندلو يې کار پيل کړ. که څه هم چې دا سخت کار و او ډېر لګښت يې درلود؛ خو هوارد دغه ټولې ستونزې پر ځان ومنلې، خپله ورکه يې پيدا کړه او يو شتمن يې د دغې خزانې د کيندلو لپاره لګښت ته تيار کړ.
د هوارد ډلې په هغه ځاى کې پلکونه وهل، چې هوارد ورته په نښه کړي و، تر څو ورځو کيندنو وروسته کاريګران پر دې پوه شول، چې ځاى يې خطا کړى. هوارد خېمې ته ننووت، خپل حسابونه او قياسونه يې وکړل، هغه هم پر دې باوري شو، چې ځاى يې خطا کړى او د بل ځاى د په نښه کولو لپاره بايد پوره څېړنه وکړي ترڅو له بيا واري تېروتنې بچ شي.
کاريګران يې نوي ځاى ته نقل کړل، تر څو ورځنې کار وروسته ورته جوته شوه، چې دا ځاى هم سم نه دى.
هوارد ته شکايتونه ډېر شول، لګښت کوونکي هم ورته شکايت وکړ، چې مال او وخت دې په هسې بې ګټې کار ولګاوه، هسې دې زما مال ضايع کړ. هوارد له لګښت کوونکي څخه د صبر غوښتنه وکړه او ورته ويې ويل: ګوره لږ صبر وکړه، که کامياب شوو؛ نو ډېر مال به په لاس درشي.
هغه وويل: هوارده! ښه ده، ستا لپاره يو بل چانس هم شته. هوارد ډېر ځايونه د کار لپاره وټاکل او په ټولو کې يې کار پيل کړ، څه موده وروسته په ډاګه شوه، چې دا ټول ځآيونه ناسم دي، د پروژې تمويل کوونکي پرې غږ وکړ: هوارده! بس دى، نور له دې دښتې ځو، هسې دې راته مال او وخت ضايع کړ!
هماغه و چې کاريګرو ځان تلو ته تيار کړ، هوارد د دښتې نقشه را واخيسته، ژر ژر يې پکې وکتل او د کار ساحه يې په کې په نښه کړه، بيا يې له ځان سره وويل: دا مې وروستى کوښښ دى، نه نا اميده کېږم!
هوارد په بيړه کاريګرو ته يو بل ځاى ور وښود، د پروژې چلوونکي د هوارد امر وليد، چې کاريګرو ته يې د بل ځاى د کيندلو په اړه ويل، دا سره له دې چې ډېرې هلې ځلې يې ناکامې شوې وې، يوه به پرې چغه کړه: زه درڅخه ځم، نور وخت او مال په دې دښته کې نه لګوم، هوارده! له دې کار نه نور لاس واخله، خواري مو بېځايه ده! هوارد به ورته وويل: بس دا اخري چانس دى، دا يو چانس راته پرېږده.
هغه وويل: هوارده! ښه ده، دا دې آخري چانس دی!
هوارد وايي: موږ چې په وروستي ځل په کيندنه لاس پورې کړ او نور له خپله کاره نا اميده شوي وو، په همدې حال کې مو داسې خزانه ومونده، چې زموږ له اټکله ډېره ارزښتمنه وه، دا د (عنخ آمون) خزآنه وه!
هوارد به ولې د دغې خزانې وړ نه وي، په داسې حال کې چې د دې کار لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړې او نهيلۍته يې غاړه کې نښوده!