لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
[ ارستو دوه نيم زرکاله پخوا پر خپل استادنيوکه کولای شوه: ((اپلاتون ته د استاد په توگه درناوی لرم، خوټولې ليدتوگې ورسره منلای نه شم…))، په داسې ترڅ کې چې زه ، دوديزواستادانو ته تر درناوي پرته نور څه ويلای نه شم!کاشکې ماهم تر ځانه زيات څانگپوه (متخصص)-( نه سفستېست او نهيلېست) شاگرد درلودای چې زما کومه عملي- څانگيزه ليدتوگه يې له دود و موده وتلې او ناسمه رازبادلې اوانتقادکړې وای! ]
پوهاند دوکتور م. ا. زيار
د سوېلي پښتونخوا، کوَټې جهاني سېمينار
((پښتو ژبه او جهانيت))
پښتوله ((محليت)) څخه د((جهانيت)) پر لوري
که سرچپه ؟؟؟
( له ژبني ساينسه سرغړاوی- د پښتو ورکاوی)
د تېر سېتېمبر پر(۱۲-۱۴) نېټه د سوېلي پښتونخوا د پلاز مېنې ((کوَټې) په نړيوال سېمينار((پښتواو جهانيت)) کې، ښاغلي معصوم هوتک بې نوم يادونې،خو دچا خبره ((شنې په غلا نه چيچل کېږي))، د لمر په څېر ټولوته څرگنده شوه چې زموږ ژبپوهنيزې معيا ري هاندو هڅې ((تش په نامه)) او ورسره تړلی اړين لغوي انډول د ((سوچه کولو)) په نامه تر نيوکې لاندې ونيوه او پرگرده غونډه يې سيوری وغو ړاوه. په دې توگه دغه درې ور ځني سېمينار له سيمييز- گړدودي دريځه، ټوليز ژبني دريځ ته د پښتو پر روان اوياکلن او بيا ۴۵ پرمختيايي بهير يو سخت گوزار وو!
تر هرڅه لومړی د هغې نړيوال څېړنغونډې يا په بل اردوځپلې انډول (عا لمي سېمينار) له سازمانوونکو فرهنگيالانو او په سر سر کې له ښاغلي عبدالرووف رفيقي گيله من يم چې له پېژندگلو سره سره يې زه د نوې پښتو ژبپوهنې د يوازېني استازي په توگه نه وم وربللی.که نه، زه خو بې له هغې هم د دوه سترو کتابونو د چاپي بهير د څارنې لپاره، ان تر غونډې يوه اوونۍ وړا ندې کابل او ننگرهار ته رسېدلی وم او په دې راز مې ټېکټ هم ورسپمولای شو.ډېرو دوستانو هم دا سې انگېرله چې زه گوندې د کوَټې ((پښتو ژبه او جهانيت)) جهاني سېمينار په موخه ورغلی يم او له دې نا خبره چې وايي: د سلو بللو ځای کېږي او د يوه نا بللي نه!
که له ((يو په ست ښه ښکاري، بل په نه خوړلو)) متل سره سم ، له ډېرې نا وزگارۍ ورغلی هم نه وای، دڅېړنغونډې له آرواصلي ټاپيک او موخې (پښتو ژبه او جهانيت) په تړاو به مې لږ تر لږه يو(جهانيټي=انټر نېتي) ليک پيغام هومره ور برېښليک کړی وو، لکه څنگه مې چې د گران فرهنگيا ل دوست سليم راز پرلپسې ((عالمي پښتو کانفرنس)) او د دواړو (سوېلي او شمالي) پښتونخواوو نورو لويو وړو څېړنغونډو ته وراستولي ول.
هسې خود هماغې غونډې په بهير کې له لندنه هم دوستانو د نوموړي جامع الکمالات د زړو اپلتو له بيا راغبرگونې خبر کړم او څو ورځې وړاندې يې راته د کتاب په نامه خپورکړی يونليک د اړوندې سېکتارېستي ((لراو بر)) ووبپاڼې له ورځانگړې کړې ليکې(hotakonline) ، په نورو ټکو، (hotline) څخه راولېږداوه، خو د خپلو څانگپوهيزو څېړنو په بيه راته د غبرگون جوگه و نه اېسېد. نو اوس يې چې هماغه گوزار تر تاند ووبپاڼې هم راورساوه، نو زه يې چارناچار غبرگون ته اړېستم. گوندې د ((يوې- يوا زېنۍ – کره ليکنۍ پښتو)) مينه والو او په تېره ځوان کمپيو ټري پښتني پښت ته ډاډ او زړه غټاوی ورکړم چې نه هوتک او نه بل خېل و خټک ، په هسې اوتوبوتو د نومهالی علمي ښکارندو برياوواو برېښنا وزمه رغنده تاريخي بهير مخه نيولای شي!
له بده مرغه ، په نورو گردو کوربنو او مېلمنو کې دومره څوک نه ول، له هوتک صاحبه لومړی داوپوښتي چې دده نيوکې چاته مخامخ دي او ادرس يې وروښيي او هله ترې داوپوښتي چې په کوم څانگپوهيز واک و ځواک او بيا دک و دليل ځانته د داسې نيوکو حق ورکوي؟
دا بې نوم و ادرس هوايي گوزار يې د همدې لپاره وو چې نه چېرې د کوم بل پېښاوو يا غورځاوڼ له دغه راز پوښتنوسره مخامخ شي. که نه په هغه ترڅ کې پر دې نه وو بريالی شوی چې د هماغو پرانستونکيو وينا وو په لړکې ترځان بترو ناڅانگپوهو، تش مغزو (خالي ذهنو) او بې مضمونه برخوالوته په خو له کې دا خبره ورکړای شي او بيا د خپلې ليکلې پړپړې له لارې پر گرده غو نډه سيوری وغوړولای شي!
که نه، زه هغو گردوبرخوالو ته درناوی لرم او اړوندې ليکنې، ويناوې او خپاره کړي کتابونه يې تر ډېره د پښتو سرڅڼې پر گټه بولم، خو له بده مرغه، د غونډې له ټاپيک او موخې سره يې ډېر سرسري او ولوليز چلند (emotional approach) د جهاني سېمينار لوری د((جهانيت)) پرځای نور هم ((محليت)) ته راواړاوه!
په زړه پورې دا چې ښاغلي هوتک په (د سفر!) يونليک کې وار له مخه د ځانغټاوي او((فضل فروشۍ)) ، له بېلابېلو گډونوالو سره ، په خپله گړنه ((له غره او وره)) د خپلو گړنيو (شفاهي)درفشانيو اوارتياکو د اوږده گوز ارش او د اړوندو ليکنو د لنډو گنډو ارزونو تر څنگ، خپله ليکنه بشپړه را خېستې. ده هڅه کړې ، کټ مټ لکه د ايډيال او مخبېلگه علامه د عر بېزم په خوم کې له رنگولي دوديز ((حاشيه نويسي او حاشيه روي)) څېړ ندود سره سم لومړی خپله ليکنه په تيارو ليکليو تار يخي، سياسي او فرهنگي متنونو وپړسوي او هله د غونډې آرې (ژبنۍ ) سکالو ته راستون شي، هغه هم تر((په اوسني عصر کې پښتو ليکدودي نيمگړتياوي او اړ تياوي)) سر ليک لاندې د دغو زړو اپلتو په بياراغبرگونه:
(( زه چې د درو لسيزو راهسي د پښتو سوچه کولو او تش په نامه معياري کولو پر بهير په چيغو ژاړم، مقالې ليکم او کتابونه خپروم ، په خپل وطن کې مې څوک چيغي نه اوري خو د جنوبي پښتونخوا پښتنو ليکوالو زما خبرې په مينه اورېدلي))
له ښه يا بده مرغه چې زه هلته نه وم ،که نه، ړومبی خو به يې د داسې مکر و ژړا ډکو اپلتو گستا خي هېڅ نه وای کړی او که بيايې کړی وه، هرو مرو مې د يوازېني پښتوژبپوه ((وطندار)) په توگه پر مخ ورويشتلې. په هر راز دی پر داسې مېلمنو او کوربنو اوښتی وو چې نه پوهېدل، دغه راز خبرې په ژبني ساينس او اړوندو ساينتېستانو اړه لري، که د هوتک په څېر په يوه دوديز متن څېړونکي او سمت پالونکي؟
په هر ډول، لکه چې وويل شو، داچې((پښتو سوچ کول او تش په نامه معياري کول )) لمسوونکې ارتيا کې يې بې اړنگ بړنگه زموږ ۴۵ کلن ژبنپوهنيز- فرهنگي غورځنگ ته مخامخ دي، نو زه هم زازو، خپل تېر غبرگونونه يو ځل بيا ور غبرگوم او له دې لاندې پوښتنو اښتنو يې ورته راپيلوم، هغه هم په دې ډاډچې که مې دپوهنڅاگې( ژبني ساينس) خيال نه ساتي، د استادۍ رښتې(حق) له مخې خو راته توندو تېزې راوبخښي:
(۱) ته په کوم څانگپوهيز واک و ځواک (مسلکي صلاحيت) اودک و دليل دغه غورځنگ په داسې بې مانا ټکو تر نيوکو لاندې نيسې او بياپه کوم پازوالي نگېر (مسلکي مسؤولانه احساس) له مخې ژاړې او نارې سورې وهې، که نه تش ورته د خدای بښلي علامه وصيت و نصېحت او بيا د خپلو نورو سيمه پالو لمسونې او ژمندويۍ دغو اپلتو او ارتياکو ته اړ ېستلی يې؟
که رښتيا ستا ژړا او چيغو، ليکنو او کتابونو د سمتي ولولو پرځای کوم ژبپوهنيز بنسټ لرلای او د پوهې فرهنگ او له دې سره، د تاريخ د رغنده بهير(مسير سازندۀ تاريخ) خلاف نه وای، هرو مرو يې اغېز ښندلای شو. ټول پلويان او ناپلويان په دې پوه شوي چې د ژبني ساينس د تيوريکو او پرکتيکو آرونو او چلندلارې پر بنسټ زموږ د ((يوې-کره ليکنۍ پښتو)) غورځنگ پر وړاندې ستا دا هرڅه پريوه سمتي انگېزه او انگروزه (پرو پاگند) ټيکاو لري.که نه ولې زما دغو دومره ارت و بيرت اغېز ، منښت او دود موندلی دی: هم د پښوييز-رغښتي يووالي او هم د وييپانگيز پراخوا لي له پلوه، او ښايي، دا پرمختياهم ستا رخه او پلپوټ (شکايت) لا پسې توندو تېز کړي وي !
(۲) نن سبانوي کمپيوټري پښتنی پښت د نورو ژبو او بيا پارسي ژبې پرلپسې وييپانگيزې پرا ختياوو پر وړاندې د کمترۍ احساس کوي او سمو او ناسمو رغاونو ته يې اوږه ورکړې او زه يې هم راټو لوم او د نويزونو د (سيندگي) بل چاپ ته يې د پښتو له وييرغاونيزو آرونو سره تر برابرونې (عيارونې) راخوندي کوم.او ترڅنگ يې رادود شوي او رادودېدونکي خو را کمپېښي گړوييزونه او ارکاييزمونه هم رايادښتوم. ايا تاته د نړيوال سېلاب پر وړاندې د پښتو لمن پراخول بياهم ((سوچه کول)) برېښي. ان
همدا اوس زما پر مېز د طب، اناتومۍ، کيميا، اقتصاد… ان کرېکېټ نومو نپوهنې (ترمينالوجۍ) په کتابي کچو پرتې دي او برخه برخه ورکره کوم او وربرېښليکوم- له کندهاره تر اټگه، په نورو ټکو، له پېښور پو هنتونه تر کندهار پوهنتونه پرلپسې رابرېښليک کړي تېزسونه، مونو گرافونه… خو په هره توگه تر هڅې وسې ژر ژر ور کره کوم او بيرته ور برېښليکوم.
ان پر فرانسيانو څوک داتور نه لگوي چې د خپلې اروپايي انگرېزي ژبې د پورويزونو مخنيوي پر پارلماني کچ تر غور لاندې نيسي !
(۳) که د نويو نويو جاجونو (مفاهيمو) پرلپسې رابهاند نېز و سمندر د خپلې ژبې په گټه نه بولې او او ځنې ژغورل (بچول) يې غواړې، مانا يې داده چې د پخوا په څېر يې له خپلو ويونکيو سره له نړيوال علمي، تخنيکي او فرهنگي بهير او دسيالۍ له ډگره، گړ سره راباسل غواړې!
که نه، له آرې (لوېديزې) وييپانگې سره يې پرې لوروې، مانا يې داچې پښتۍ يې ورماتوې او له خپلې پښتنې ټولنې څخه يې پردۍ کوې …
هن که له بده بتر يې ،عربي نيولوجېزمونو ته را اړول غواړې، نو تر هرڅه لومړۍ يې له شپږلکو او شپږوېشت زرو کمپيوټري هغو راپيل کړه چې د پردي کېدنې بهير يې نور هم پسې ورگړندی کړې!
له ارواښاد استاد رشاد سره زما اړپېچ له هماغه پېنځوسمو کلونو را ونښت چې ما له استاد الفت څخه تر سلا مشورې روسته په لومړۍ ازما يښتي پښتو پښويه کې د عربي دوديزه ترمينالوجي راپښتو کړه او د هغه له سخت غبرگون سره مخ شوم، او د پوهنملۍ اثر په اړونده ارزونه کې يې هغه نامي شعر وليکه:
((…په وحشي الفاظو ده کړ بيران شعر))!
او زما دا دک و دليل ته يې گړسره غوږ نه نيو چې ورته به مې ويل : استاد، زه شرمېږم، د شاگردانو، په تېره ښځمنو پر وړاندې (فعل، فاعل، مفعول،بېواسطه مفعول ، با واسطه مفعول، مفعول له، مفعول منه، حالت فاعلي، حالت مفعولي… په جملو او بېلگو کې بيا بيا راغبرگ کړم، نور سلگونه ترمونه خو گړسره عربي انډولونه نه لري ؟
(۴) که تش همدا پلمه کوې چې پښتو دې مورنۍ او پلرنۍ ژبه ده او په داسې مسألو کې لاسوهنه خپله رښته بولې او هغه هم د يوناني طب غو ندې د دوديزو استادانو په پېښو، د دوه نيم زرکلنې زړې ژبپوهنې په لارو رَودو يې هوارول غواړې، ساری به يې داوي چې يو اوسني ساينتېست درملگر ته ووايې، ځان زما او واک يې ستا، زه هم حق لرم، د سکن، يا لايزر وړانگو پرځای له ښکر، نښتر، انبور… څخه کارواخلم، او هغه به هم درته ووايي، ورشه،کوم يو ناني طبيب ياډم دلاک وگوره!
(۵) هو، که ژبپوهنه درته د دوديزو ادبپوهنې تاريخ ليکنې يابلې ټولنيزې پوهنې غوندې انگېرې، هغه هم له دوديزې ليدتوگې او څېړندود سره چې هر اماتور پکې گوتې وهلای شي، نو سخت تېروتی يې. اوسنۍ ژبپوهنه له هغو ټولنيزو پوهنو څخه گڼل کېږي چې تر بلې هرې يوې له جوتپوهنو ( مثبتو علومو) سره نه شلېدونکې اړوندي لري؛ او ټولنيزې پوهنې بيا پر خپل وار له پيداگوژۍ او اېتنولوجۍ نيولې، تر تاريخپوهنې پورې بې ژبپوهنې پر مخ تللای او کره کېدلای نه شي. هرگوره، په دې لړ کې يې له ساپوهنې سره اړوندي دوه اړخيزه ده. که پخوا يې د غږزېږ، په نورو ټکو، (تو ليدي غږپو هې) له پلوه يوازې له ژوندپوهنې (زيستشناسۍ، بيالوژۍ) په نومېرلې توگه، فيزيلوژۍ سره تړاو درلود، نن سبا يې له نوې (ژېنو فيني) څانگې نيولې تر نوري فېزيکه او شمېرپوهنې (رياضي) پورې نورې گڼې سا ينسي ځانگړتياوې راخپلې کړې. ټوليزه (وييزه-اوريزه، ازمايښتي (اکوستېکي) او وسمهالې- تېرمهالې غږپوهنه او آرپوهنه (ريشه شناسي، اېتېمولوجي) خو له يوې پېړۍ راهيسې ساينسي شوې.(نووام چومسکي) په خپل زېږند- لېږند(جنراتيف- ترانسفرمېشنل) انقلاب خبره دېته رارسو لې چې د نړۍ د ټولو ژبو لپاره د يوه يوازينۍ پښويې (دستور، گرامر) هاند وهڅې گړندۍ شي. حال داچې ته د خپل ځانساتي ( محافظه کار) گړدود په پار د يوه يوازېني ليکني آر و معيار او گرامر مخې ته کر کنډې رارغړوې!
(۶) که ته له ژبنی ساينسه خبر نه يې يا ورباندې ځان ناگاروې، او په دې لړ کې زما ليکنې څېړنې، له پښويې، وييپوهنې، آرپوهنې.. نيولې تر ليکلا رښوده د ژبپوهنې پر کنډه برابرې نه انگېرې، نو مهرباني وکړه، يوه لوېد يځوال ژبپوه يا آريانپوه ته يې ورښکاره کړه چې رښتيا مې ستا او پالوال په څېر له خپلې خېټې رايستې دي؟
(۷) ايا دا زما د ليکنو او بيا د ((يوې- کره ليکنی)) لارښود او ورسره د اړ وند۴۵ کلن غورځنگ يو نټه نه منونکی څانگپوهيز زباد نه دی چې ورځ تر ورځې پښتوليکدودي او گړدودي يووالي او نوې نوې رامنځته کېدو نکې او دودېدونکې وييپانگيزې پراختيا پر لوري دومره گړندي گامونه اخلي؟
(۸) که تا رښتيا او د زړه له کومي د يوې لنډې تنگې ((گړدودي پښتو)) پرځای له ((يوې يوازېنۍ- کره ليکنۍ)) سره مينه لېوالتيا او بيا پښتني مېړانه درلودای او له دې سره د ډېرکي دروگونو ډلو ويونکيو پر وړاندې يو لږکی درناوی، لږ تر لږه به دې تر هغې منښتې، بخښنې غوښتنې يا ژمنې راروسته له بېځايه ډغرو لاس اخېستی وو چې څلورنيم کاله له مخه دې زما د ۷۵ کلنې کاليزې د لندن په بنډار کې د ۱۲۰ گډونوالو پر وړاندې څرگنده کړه!
خو بياهم ته د پښتني مېړانې پرځای ((پښتني ځېل)) او سمتي ژمندويۍ (تعهد) ته بيرته ورستون شوې او د هماغو ماويلو تاويلو، ناندرو او سپکو سپورو لاره درته غوره واېسېده!
(۹) تر هرڅه هېښنده يې دا چې د سېلاب منښته دې هم کړې، خو لکه په سر سر کې يې چې يادونه وشوه، له دې ژبپوهنيزې چارې ناخبر چې په لو مړي گام کې تر رغاونيز و پښوييز (ساختاری و دستو ری) ارکاييزم او پرا خوالي پرځای وييپانگيز هغه پرکار اچول او رادودول په کار دي او په دويم گام کې ورسره نور درېگونی انډول غاړه غړۍ کول!
حال داچې ته يې پر سرچپه بلونج (بديل) ټينگار لري او په دې توگه په لوی لاس د سېلاب و سمندر د مخنيوي، مخنيوی کوې!
پر پښتو باندې د دوو برلاسو(- پارسي) ژبو، په تېره د (اردو) د بېخرته رغاونيزو او وييپانگيزو اغېزو په لړ کې شمېر و شمېرې يانېټې يوه نا څيزه بېلگه ده چې تا ورته دافراسياب خټک د يادونې په تړاو په اوسنۍ غو نډه او ما ۳۶ کاله وړاندې په لومړي چاپ وييپوهنه کې د مايکرويانو د بلاکونو تر شمېرو پورې نغوته کړې ده. په کار وه، د خټک صاحب تر څنگ هغه بل(محب) نومی کرلاڼی هم پوښتلی وای چې څنگه يې د خپلې اردو- انگرېزي ځپلې ليکلارې د توجيه کولو لپاره له (سوچه کولو) سره ناباند ېوالی (مخالفت) څرگنداوه. خو که ستا پرځای زه وای، داپوښتنه مې ترې کوله: ايا تالږ تر لږه د خپلې وزيرۍ ژوندۍ پښتو پانگې څومره سلنه کار ولې او کله دې پکې خوب هم ليدلی، ااو يادې هم له خپلو ماشومانو سره د اردو پرځای پښتو غږېدلی يې، چې له سوچه کولو يې سرټکوې، او بيا مې ورته وېل، ته د (باټينگڼو) د ډاکټر په توگه چا پښتو ليکلوالۍ ته اړ ېستلی او بيا يې په کومو سترگو سېمينارته راغلی يې؟
خټک صاحب بايد له شمېرو سره تړلې جمله نيمه هم راوړې وای او په دې ډول يې اردو- انگلېش ځپلې پښتو دگردو ((نامحبانو)) په سترگوکې ور ننه اېستې وای، لکه:
په يکم مارچ د نشنل عوامي پارټئ پېښور برانچ يو شانداره جلوس اېستلې شي…
نور بېلگې:
د قامي اسېمبلي مېمبرانو په ډېر تعداد کې واک اوټ وکړلو؛
بدعنوانه بيروکرېټ نااهله وگرځولی شو؛
د قامي اسېمبلي په الکشن کې بينظير بهټو څوک چې د پيپلزپارتي پاکستان جنرل سکرټري ده، د خپلې حلقې اميدواره ده(!)؛
د ذرائع عامه تر مخه اٍهمې کاروايانې کېدلې شي؛
په پېښور خيبر پښتونخواکې يوه زورداره خودکشه ديماکه وشوه د کومې چې لشکر جنگوي ذمه واري تسليم کړې ده…
(گڼې بېلگې:انگرېزي- پښتو سيندگی، سربلونه ۲۰۰۰مز)
او د برې خوا پارسي ځپلې پښتو، لکه:
تصميم نيول(پتېيل)، صورت نيول(ترسره کېدل)، په عمل راو ړل(تر سره کول)، له ځانه شهامت ښوول (خپله مېړانه ښوول)، په لاره اچول(پيلول، لاس پورې کول)، څو، ترڅو د (چې) پرځای، د اشرف غني… کتنه، ستاينه، ملاتړ، هرکلی، دفاع… (څخه) ولې؟
له لويه سره ، په ټوليزه پښتو کې د پارسي د وو څو چاريو( مولتي فنکشنو) وييکو((از)) او(((تا)) په پېښو(له کابل څخه کتنه- ستاينه- يادو نه، ملاتړ-دفاع، مخنيوی…) او(هېواد ته خدمت وکړئ. ترڅو پر مختگ وکړي) چې ما ورته د پخوانو استادانو پام هم وراړولی وو او لوی استاد د خپل کوشني کتاب (پښتو ليکنوته يو کتنه) کې د علتيه (تا) پښتوانډول (چې) پرځای(څو، ترڅو) کا رونه غندلې او مولاناخادم يې هم پخلی کړی وو، ته،نه يوازې دغه راز بېلارۍ نه غندې چې د لا لږو ډېر يې پخپله کاروي هم ،خوکه ستا په ليکنو کې مې يوازې د پارسي (تا) په پېښو (څو، ترڅو) يوه نيمه بېلگه تر سترگو شوې،ايډيال ژبپوه (پالوال) دې پر دې سربېره،اردو-انگرېزي اړيکوييکي (کوم چې، چاچې…) هم پر خوار کۍ پښتو راتپلي او(چې-چي) يې ځنې بلهارې کړې دي!
داخو ستا په پسته او زما زږه پښتو کې نه، چې په هېڅ يوه گړدود کې يې څرک نه لگي. مانا يې دا شوه چې له ټوليز گرامر سره اړخ نه لگوي او گرامر لکه د يوه ولسواک (دېموکراتيک) اساسي قانون (ډموکرېټ آئين) په توگه له بېلا بېلو پښتو گړدودونو څخه راچاڼېدلی او راوتلی او پر ټولو پښتنو يوشان پلی کېږي يا پرکار اچول کېږي.
(۱۰) ها خوا چې له برلاسې يومخيزې سرکاري (( مقتدره قومی زبان)) اردو سره مخاوی (مقابله) په هر ډول، وار له مخه د هوسۍ پر ښکر کښل شوې او د باړه گلۍ دوه – درې ټکيزه پرېکړه په سمندر کې يو څڅواکی هومره ارزول کېدای نه شي او ته ځنې سمندر جوړوې؛ هغه هم چې(ی گانې) ځنې وباسې، ښايي، هماغه غبرگژبيز توري (ټ، ډ، ړ،ڼ) پاتې شي، ځکه له هغې پرېکړې سره سمې، تا کله کارولې دي، د بېلگې په ډول تر خج لاندې ښځينه (ې) پر (ي) بدلوې او نرينه (ی) پر بله ښځينه (ۍ، ئ) او داسې نور؟
په درېکلنه يا څلورکلنه کاليزه کې يې چې ما ورته د سراسري کره ليکنۍ پښتو ۱۸۰ شاوخوا تيو ريکي او پرکتيکي مادې وړاندې کړې، د ځواب لپاره يې زموږ تر تا هم لوی جامع الکمالات ((ملا تقويم)) را پاڅېداو په مات مخ يې وويل: دا هر څه سم دي، ښايي بره خوا يې تطبيق شونی وي، ځکه هلته پښتو سرکاري ژبه ده او دلته ((علاقه يي))، موږ په دې څلورو کلوکې څلور (غبر گژبيز) ټکي (ټ،ډ،ړ، ڼ) پر چا ونه شو منلای ، پاتې لا څه کم دوه سوه گر امري معياري هغه !
له دې ناخبر چې بره خوا يې که د نړۍ گرد ژبپوهان او سرکار هم ومني، پر ((گل مرجان)) يې منلای نه شو!
(۱۱) بره خوا له دويمې سرکاري، خو برلاسې (ترلې نه) تربرې پارسۍ سره د پښتود څانگپوهيزې مثبتې يا ملي ((سيالۍ)) ټکی درباندې لړمۍ خېژوي ( ژاړي او چيغې وهې)، بې له دې چې دويم څانگپوهيز بلونج (الترناتيف) يې را پر گوته کړای شې؛(گرامري يووالي) له خپل سيمييز گړدوده ځاروې او (وييپا نگيز پراخوا لي) له عربېزمه!
له بده مرغه د دوديزو پوهانو، (بې ديني اړتيا) را دود کړي عربېزم پر تا او نورو پليونو(پيروانو) دومره اغېز راپرېستی چې دا دومره بېخرته عربي وييپانگه درته اسماني ښکاري ، او په دې لړ کې دې ان د قلندر مومند غو ندې، ټولمنلی او زباد شوی پښتو ارکاييزم ((هېواد)) هم له (وطن)، بنسټ (يا کونسټ) له (تهدابه)، (باټيگڼ) له (رومي بانجانه) ، کبل و لامَل له (اسيته)، لېوالتيا له علاقمندۍ او دلچسپۍ… ځار کړې،او په دې لړ کې درته زما ليکنه له څلور گوني انډول سره کورټه ناپښتو وبرېښي!( د هېواد د ريښې په تړاو: پټه خز انه، يوه لغوي خزانه ۱۰-۱۲مخ-۱۳۷۵)
(۱۲) ته راته له (اردو) او (اردو ځپلې ليکنۍ پښتو) نورو گډوله (هيبرېدhybrid) ژبو پرته داسې ليکنۍ ژبه را پر گوته کولای شې چې څلورگونی وييپانگيز انډول و نه لري.؟
ښايي په دې تړاو انگرېزي رابېلگه کړې چې له آر ژرماني ټاټوبي(منځنۍ اروپا) څخه اوسنۍ ټاپو وزمې ته له را لېږدېدا راروسته له نورمانديانو څخه زړه فرانسي وييپانگه له لږوډېر وينگ ونج (لفظي بدلون) او ليکدود سره راخپله کړې، لکه په زرگونو کړنومو پوروييونو کې(- سيون tion -) روستا ړی پر( – شن ) اړول درواخله. هسې پښتو نژدې په ورته کچه له خپلې آريايي هندۍ څخه په زاړه، په تېره پاراکرېټي منځمهال او وسمها لپېر کې راخپل کړي . په سل کې۹۹،۹۰ غبرگژبيز (ټ،ډ، ړ،ڼ) لرونکي پور وييونه لاڅه چې ان لومړني اړتياوړ وييونه (جونگړه يا کوډله- ډوډۍ- کا لي) مو هندي آري دي!
دواړې ډوله بېلگې د خپلوانو ژبو تر منځ راکړې ورکړې له آره نادودې پورونې نه برېښي؛ همريښه خو په هره توگه د گډې پاتوړې (ميراث) يېبره ده. همداسې يې په آرياني څانگه کې، لکه د پښتو- پارسي تر منځ ،چې هرگوره، له دغه پلوه د يولړ تاريخي، سيا سي ، په تېره مذهبي لاملونو له مخې، هغه هم په نوي (آرياني -اسلامي) پېرکې زموږ دا په يو اړ خيز ډول ډېره پوروړې شوې ده، په تېره د(ش-ښ، چ- څ، ج- ځ، ف- پ…) اړوند وييونه.
لويه ربړه د ناخپلوانو ژبو پوروييونه دي، لکه عربي دا چې د دولسو ځا نگړو فونيمونو(ث،ح،ذ، ص، ض، ط، ظ، ع،ف، ق،ء، کسرې، ضمې، مد) له کبله يې پښتنو ته راخپلول (اداپتېشن) ناشونی برېښي. که نه، معصوم پر ماشوم راړوي، توفير پر توپير، عورته پر اورته، معرکه پر مر که، قبض پر کَوز، قصه پر کيسه، صحرا پر سارا، دق پر دغ… چې په سپېڅلو نصوصو(قرآن و حديث) کې را باندې د کفر ټاپه هم لگېږي.
(۱۳) دا خبره خو ما له کلونه کلونو راهيسې اورولې او ليکلې چې د پښتو په گډون ټولې ، په تېره د پرمختيايي ټولنو ليکنۍ ژبې د علمي- تخنيکي نړۍ د پرلپسې نويو نويو جاجونو له نېز، لاسمندر سره مخامخ دي او له همدې لامله مې د نورو غوندې څلورگونې وييپانگه د (يوې-کره ليکنۍ پښتو) يو نه جلاکېدونی رغنده ټوک (جزء سازنده) نومېرلی دی.
له سوسيو لېنگوېستيکي او کلچرال- لېنگوېستېکي پلوه پښتانه بيا په هغو روسته پاتې ټولنو کې راځي چې نومهالي ورځني (اداب) يې لا سم راخپل کړي نه دي او څه چې زموږ زړو استادانو له گړدودو را خېستي او رغولي او بيا موږ رادود کړي، تاغوندې ځانساتې يې له کارونې ځان ژغوري ،لکه: ښه راغلاست، هرکله (را شې- شئ) ، ښې چارې، ستړي مه شئ، پرمخه مو ښه (د مخه ښې مېلمستيا)، پر مخ دې ژړ-زېړ-زيړي- سره گلونه، مننه، خو ښنه (د مننې په غبرگون کې). ، له راتگ- تېلېفون… مو مننه، وبښئ، بښنه (بخښنه) غواړم، په بښنه، په اجازه، سهار يا گهيځ – ورځ نېکمرغه يا ښه، شپه ښه، تر بيا، خدای سپارلی، زهير مه شئ، مهربانه شئ، ستاسې پا سللی يا منندوی (ارادتمند، سپاسگزار)، سترگې مو روڼې يا روښانه، ځای يې زرغون (جايش سبز)، خواشينې اوخواخوږي مې ومنئ…
] همداراز: د زيار ژباړه، د ۱۳۵۶ ل. زېری[
د مايکرو سافټ انټرنېټي کمپنۍ هغې سپارښتليک ښه ترا رازباده کړه چې پر ۲۰۰۵ز کال يې د مخابراتو وزارت کمپيوټر ساينس څانگې ته استولی وو او پکې يې کښلي ول:
(( زموږ د کمپنۍ په اړوندو ۳۵ ژبو په لس ژبيز گروپ کې له انگرېزي او روسي نيولې، تر عربي او پارسي پورې ټوله شپږ لکه شپږويشت زره نو مونې بشپړې کړې او يوازې پښتو دا پاتې دي.))
ما له استاد صميم او ښاغلي منصور انصاري سره په مياشت يوه نيمه کې مټې هماغه درې زره کليدي ترمونه، هغه هم زياتره د نيولوجېزم له لنډې او اسانې لارې (ماناونج=سېمانتېزم) څخه په گټه اخېستنه ور وکښل او ور ومو سپارل؛ دا يوه بله ربړه ده چې ډېري ځوان پښت له ايراني کورسونو، لارښو دونو څخه د (کړکۍ) پرځای (پنجره)، د (لمېسې يا دوتنې) پرځای (پرو نده)…وار له مخه زده کړې او رادود کړې ده!
نو سوچ وکړه چې نور ميليونه ميليونه پوهنوييونه (دانشواژه ها) چې په پرمختللوعلمي- تخنيکي ژبو(انگرېزي، فرانسي، اسپانيي، الماني، چيني، جاپاني…) ژبو کې رامنځته شوي او رامنځته کېږي او پښتو يې يوه کوشنۍ سلنه هم هو بهو راواخلي، راڅخه پردۍ کوي يې نه . عربي او لاس پر لستوڼي پارسۍ ښايي، د پرمختيايي ټولنو لومړۍ بېلگې وي چې تر پېنځوسو سلنې پورې يې راژباړلي او لا لگيا دي راژباړي او دودوي يې. حال داچې ته د پردۍ پانگې پر وړاندې خپله درېگونې دا رامنځته کول او دودول ((سوچه کول)) انگېرې، او دغه اوسنۍ لږکۍ بريا هم (سوچه) بولې، ايا له لوسره په هره ژبه کې (( د خپلې پانگې ترويچ، تصفيه نه بلل کېږي))؟
ايا په دې اوياکلن پېر کې چې پښتو د پارسي له دولس پېړييز زبېښاکه يو لږه کی هومره سر را پورته کړی، څومره يې خپل پټتوان (نهان توان، پو تنسيال) پر کار اچول شوی، د پارسي له دومره اوږدمهال پېر هغې سره پر تله کېدای شي، لکه څنگه يې چې دلته يوازې د شاعرانو يو شمېر رغو ليو بېلگو ته يوه نغوته هومره شوې ده چې پښتانه شاعران پرې تر اوسه شخوند وهي؟
هيله ده، که درته ډېره ستغه هم برېښي، نوې اتنيم سوه مخيزه وييپوهنه تر يوځغلنده کتنې يا کره کتنې تېره کړې چې د پښتو ناپای پټتوان (نهان توان پوتنسيال) در ډاگيزه شي او سر دې پرې خلاص شي؛ لا که پټوان (بالقوه) مانا کړو، نو ته خو يې پر (بالفعل) هغه هم ځان ناگاروي!
(۱۴) په پای پای کې دې يو پلا بيا دې نټه نه منونکي واقعيت ته راپاموم :
داچې وويل شول، سراسري پرمختلونکې بشري ټولنه ((درېيمه نړۍ)) پرلپسې د نويو نويو رامنځته کېدونکيو جاجونو(مفا هيمو) له يوه څپاند سمندر سره مخا مخ ده او د دې لپاره چې د دغه بوج دراخپلونې پېټی يې يو څه سپک شوی اوسي، په کارده، د هرې يوې ژبې د پښو ييز او غږپوهيز ارکا ييزم پر ځای پر وييپا نگيز ارکا ييزم او تر څنگ يې پر نيولوجېزم ډېر زور واچول شي:
د پښتو د يوې يو ازېنۍ کره ليکنۍ بڼې د رښتياينې (تحقق) په تړاو بيا تر نورو درو گړدودي ډلو، د سو ېل- لوېديځ چانس په دې کم برېښي چې پښوييز او غږپوهيز ( دستوری واواشناختی)ارکاييزم يې ټينگ و تر ينگ خوندي ساتلی او وييپا نگه يې په سرچپه ډول، تر ډېره له لا سه ور کړې او ستا غوندې ناڅا نگپوهيز ليکوال يې هم له وييپانگيز ارکاييز مونو، دايلېکتېزمونواو بيا نيولوجېزمونو له کار ونې سره ناباندې دي.
ايا،که ته بياهم، رغاونيز((اصالت)) پېټي د پښتو له اوږو ځنې نه سپکوې، او وييپانگيز داهم پرې سرباري کوې، پښتۍ نه ورماتوي، او هغه هم بيا د خپلې ۷۵٪ پر ځای د غربي او عربي په ورتپلو ، له ويونکيو سره هممها له د نېستۍ گړنگ ته نه ورسيخوي؟
(۱۵) په سېمينارکې دې ، د برېتش او امريکن انگلېش پر مخبېگه د پستې – زږې پښتو ليکدودي بې سروبوله ببولاله دې په دې خام نيت و نمات يوپلا بيا رامخته کړه چې ((پښتونستاني)) دو ستانو ته و ښيي ، له يوې سرا سري معياري پښتو سره سکوټ و کورټ ناباندې نه يې، بلکې د دې لپاره چې خپل دا زموږ د څانگپوهيز پروسيجر يو غوره بلونج (الترنېټيف) ور وښيي!
داچې په کاناډا کې دې د انگرېزۍ له زده کړې سره چې دامريکن انگلېش يو وېرژن بلل کېږي، له برېتېش انگلېش سره ،له يو شمېرفونولوجيکي، گرامري، ايديوماتيکي او نورو رغاونيزو(سټرکچرال) توپيرونو څخه تش يوڅو ليکدودي توپيرونه دپستې-زږې پښتو د ليکدودي يووالي لپاره مخبېلگه کړي دي.
}امريکاييانو له يوه ليکدودي ريفورم سره آربرېتېش دايگراف –ou- (= a) پر يووستوي مونوگراف o راړولی (لکهcolour پرcolor ، خو پرgrope يې د group اړونه په دې فارمول کې ځکه نه راځي چې (-ou-) دايگراف يې د لنډ-و/u/ فونيم ښکار ندويه دی او کومه سپما هم نه رامنځته کوي، يو سا يلنټ ځنې کموي بل ورزياتوي!.
او (s) پر (z) ليکدودي بدلون يې هم له کړنوم (-deverbative) شن-(tion-) روستاړي د نومکړ (denominative) له هغه سره د توپير لپاره پر –ايزايشن ization – راړولی دی او مصدر يې ورسره پر to –ize (organize, normalize…) {
د کندهاري او ننگرها ري، يا (پستې- زږې) پښتو د پوخلا ينې لپاره مخبېلگه ځکه نه شي کېدای چې زموږ د دواړو پښتو گانو تر منځ دلۍ دلۍ يا پېخر پېخر توپيرونه گرامري-رغاونيز دي، نه تش آرتوگرافيک ( ليگدودي )!
ما لومړۍ پلا د درو گړدودي ډلو، يا ستا په ناسمه تخنيکي نومونه (زېږې) پښتو پر وړاندې د سوېل –لويديزې (پستې) پښتو تر ټولو بنيادي توپير وونکې ژبپوهنيزه او گړدو پوهنيزه ځانگړتيا، ((ځا نتنۍ= منحصر بفرد)) خجپوهنه (اکسېنتولوجي) را نومېرلې (تشخيص)کړې ده چې که په نورو درو ډلو کې اړوند خجونه يوازې مانيز توپير را ولي، خو په پسته کې پردې سربېره واوېلي، او ورسره پتليز فونولوجيکل، مور فو-فونولو جيکل، مورفولو جيکل، سېنتکتيکل، لېکزيکولوجيکل او په پای کې ارتوگرافيکل (ليکدودي) بدلونونه هم را منځته کړي دي.
هرگوره، زه په سل کې اتيا باور لرم چې په کندهارۍ پښتو کې دا راز خپلواکونج يا واوېلي بدلون يوه تازه پديده ده چې ښايي، تر يوې پېړۍ تېری و نه کړي، بېلگه يې پارسي تنکېري (-ی) ده چې په افغاني او تا جيکي گړدود کې د کلاسک ادبي پېره تر اوسه اوږده-ې ادا کېږي (مردې راديدم) او په ايراني هغه کې پرلنډه (ي) اوښتې ده،ورته بدلون پر اوږده (ې) د زور(فتحې) اړول دي، لکه دري پار سي (شدهَ) چې ايرانيان يې (شدې) ادا کوي،ان گوېته د(گوېتې) او سېنوهه د (سېنوهې) پرځای ځکه ليکي چې همداسې يې وايي؛ نا پارسي ژبي ايرا نيان (لوريان، مازندرا نيان، تورکان) يې هم زموږ په څېر تلفظوي او دايې هم د بدعت يو بل لاسوند دی.
] همداراز: پښتوليکلا رښود، وييپوهنه او وييرغاونه ۲۳۶ مخ، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې – لسم څپرکی او له انجنير مسعود سره مرکه[
د نورو ناژبپوهنيزو اوتو بوتو غوندې بياهم ربړه په ليکدود او قاموس هواروې، داسې چې د دوه درو اختلافي کنسوننټو(ښ- ږ، ژ) ، اختلافي جوړې څنگ ترڅنک په قا موسونو کې راوړ شي، لکه (ږغ- غږ) ؛ دا اټکل نه شې کولای چې د زرگونو واوېلي توپيرونو اړوندې بېلگې څنگه په ((يو ژبيز)) قاموس کې غبرگې غبرگې، هغه هم له رادود شوې فونيميکي ابېڅې او ورسره ورسره گرامري ځانگړتياوې پر سيندکښ (فرهنگ نويس) زغملای يا پرکار اچولای شې،او بيا څومره لسيزې غواړي، يو شمېر ژبپو هان او څانگپوه لېکزيکوگرافان په پښتنو کې راپيدا شي، ميليونونه ميليونونه لگښت. يې لا څه کړې، څه کړې؟
بياهم د واوېلي ليکدودي يووالی په پرتله، د کنسوننټو ليکدودي يووالی دومره ستونزې نه پېښوي او له همدې لامله په دوديز ليک سېستم کې لا له هماغو لومړيو وختو راهيسې رامنځته شوی، د بېلگې په ډول، اختلا في بېواک غږونه (ږ، ښ…) خو بې له هغې له پخوا څخه لروبر ټول يو راز کا ږي او هيله ده په کره فونيميکي ليک کې يې له پستې پښتو (ż-ṣ) سره څنگ ترڅنگ دمنځنۍ پښتو پې بنسټ په ټاکلو سېمبولونو (ğ- x̌) وکښل شي. لکه ږيره (żirә-ğira) او (ښځه (x̌ ә ja-ṣәjә)
لکه چې ومو ويل، د پستې پښتو ځانگړی واوېلي بدلون خبره ډېره پېچلې کوي، د بېلگې په توگه د همدغو دوو وييونو پاې خپلواک (زورکی ә-) په اوښتي پېر او ډېرگړي کې پر لنډه (-ي) اوړي او جمع اوښتې پايله بيا پر لنډ-و (-u) ،خو د زږې هغه(زور a -) پراوږده (ې e) او بيا پر اوږد-و (-o) او له دې سره ايٌابله گرامري قاعده نه زياتوي:
(هغي ښکلي ښځيني ښوونکي د خپلي شاگردي څوڼي ورجوړي کړي) او په داسې نورو زرگونو غونډو او غونډلو کې!
په دې کې هم اړنگ بړ نگ نشته چې ته له نورو ټلوالو سره لږ تر لږه د خپلو گړدودي (ی گانو) له ليکدوده د پخوا په څېر تېرېدونکی نه يې، او له دې سره دې دا رياکارانه وړانديز وارله مخه له نشت يا صفر سره برابر دی!
د پښتوټولنې د دېرشمولمريزو کلونو په دوه درو پرېکړوکې د (ی گانو) په تړاو ورته (بالمثل) جوړ جاړی منل شوی او په ښکاره کندهايانو دغو نورو ته د لا سليکونو پرځای لاسونه پورته کړي ول، په تېره په هغو غونډوکې چې د زږې پښتووالو ډېری وو، خو په کړن کې يې تر ننه خپلې دا هغسې ټينگې و تر ينگې سا تلې دي. ارواښاد محمدگل نوري په دوه ټوکيز( پښتو قاموس کې د اړوندو ننگرهاري اولدارانو، په تېره استاد رښتين تر فشار لاندې په پوره ځيرکۍ سره د زور و زېر(اعراب) په مټ له درو چمونو کار اخېستی دی: (۱) لنډه کندهارۍ- ي يې بې ټکو(ی) کښلې، خو د (يای معروف) له لنډيز (مع) سره، (۲) يا يې درې ټکي(…) پرځای راوړي او(۳) د خجلاندې زور کيواله شوې (ئ) پرځای يې د زورکي او ساکن لنډيز (زس)، بې له دې چې پوهاند صاحب پرې پوه شي. دختيځپوهانو په لړ کې فرانسی شارل کيفر، انگرېز دېويدمېکنزی پخوا دغه توپيرونه نومېرلي ول، او چکي برېچکا راروسته نوره هم را ډاگيزه کړه چې درست دوه ټوکيز پښتو قا موس د کندهارۍ پښتو پر بنسټ کښل شوی دی!
د يوې ژبې علمي پښويه (گرامر) او بيا يې اړونده ټاکلې کره(معياري)بڼه هغه اساسي قانون ته ورته ده چې د ولس د ټاکليو يا امرليو(منتخبو) استا زيو له خوارامنځته کېږي او سرکاريې د پلي کولو پازه(مسووليت) لري؛ د گرامر هغه، هرگوره، د اړوندو ژبپوهانو پر غاړه دی، په دې مانا چې هم يې قانونسازان دي او هم يې مجريان.
ما په دې تړاو، هم ټولپوښتنې يا ټولټاکنې پرمخ بيولي، هم يې اړوند قانون ورکښلی او هم يې د پلي کېدا پازه پرمخ وړم:
ما گناهگار څه د ((افغانستان د ژبپوهنې اطلس )) نړيوالې پروژې په تړاو، او څه په ځانگړي نوښت له آمو تر مارگلۍ، په بله وينا، له اسلام کلا تر اسلام اباد او بيا له بولانه تر واخانه سل يو نيم سل پښتو گړدودونه راټول کړي او د اروپايي پښتوپوهانو تر لارښوونې لاندې څېړلي، شنلي او پر څلو رو ډلو ويشلي، او هله مې له اړوند غورچاڼه د ژبپوهنيزو آرونو پر بنسټ د يوه رغولي تيوريک- پرکتيک پر وسيجر له مخې ړومبی پښويه ور اوډلې ،کره کړې، او پتليز مې ورسره د ((يوې پښتو- کره پښتو)) په موخه (پښتو ليکلار ۱۳۶۰ل) ،او لا غځولي او کرولي ( ليکلار ښود ۱۳۸۶ل)).
که ما د ليکني آر و معيار په تړاو ستا او پالوال په څېر يوازې خپل (ننگرهای گړدود ياگرده شمال ختيزه گړدودي ډله) معياري گڼلای،دومره تيوريکي او پرکتيکي هاندو هڅو او بياد نورو گړدودونو غورچاڼ او چلندلارې ته مې څه اړتيادرلوده چې د رغونې او پر کاراچونې لپاره يې دانيمه پېړييز کړاوونه وگالم .
معياري لارښود، کټ مټ، لکه پښويه (گرامر) د هرچااو هرې سيمې او ټبراستازندويه دی،او هېڅ يوگړی (منفرد) وگړی ددې داوې او نيوکې رښته(حق) نه شي درلودای چې ووايي، دا زما يا سيمې او ټبر ځلندويه او استازندويه پښتو نه ده ، نه پکې زده کړه کوم او نه ليکنه لوستنه!
په دې تړاو دې زما دا خبره سرچپه کړې چې هر کله پښتانه يوه لوړ ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصادي) پړاو ته ورسېدل، ژبه يې هم سره يوه کېږي. له دې ناخبر چې ژبه له دې سره سره چې د ټولنيز شعور زېږنده او يوه برخه ده، خو د انسانانو ترمنځ تر بلې هرې هوبلې وزلې، يوه ستره او بنيا دي ارتباطي وسيله ده، نه مخبنا ده او نه بېخبنا، بلکې د دواړو تر منځ ټيکاو لري، د يوه اوزار په توگه يې سره اړوندوي او د دواړو د پرمختيايي بهير پر گړند يوالي يو نټه نه منونکی اغېز پرېباسي. همدا خبره ده چې ارو پايي ژبې په هماغه ځمکواکي (فيوډالي) پېرکې د ليکوالو له خوا ليکني آر و معيار او يووالي ته رسول شوې او شا هکارونه يې را پنځولي دي. دا دوپاړه دې دا راښيي، ترهغې چې د(( يوې ټوليزې ليکنۍ پښتو)) پر ځای بېلابېل ليکو ال په بېلا بېلو گړدودو خپلې ليکنې څېړنې، خپرونې وکړي او بېلابېلو سيمو او ټبر ونو ته بېلابېل لوستکتابونه وکښي او خپاره کاندې؛
يا څو پېړۍ ستر گې پر لار پاتې شو چې موږ ټول څلوېښت- پېنځوس ميليونه له بې شمېرو مخ-ځمکواکي (قبل فيوډالي)- ټبرونو، زيونو، خېلونو، کهولونو څخه يوه يو ازېني ((ملي- پانگوالي)) پړاو ته لوړتيا ومومو!
هغه متل شو: چې نه پوهېږي ، دوې برخې خوري
اوبيا داشعر:
په بدله او سندره نه پوهېږي ــ يار له سره پر خبره نه پوهېږي!
که تاپه رښتيا سره له لويه سره د پښتو له سرڅڼې او سيالۍ سره لېوالتيا درلودای، کولای دې شول، په تيوريکي ژبنيو ربړو (مسالو) کې د لاسو هنو او لمسونو پرځای، د ارواښاد محمدگل نوري او نورو پخوانيو او اوسنيو ليکوال څېړنوالو غوندې، له بېلابېلو گړدودونو او نويواو زړو متنونو او رسنيو څخه د کمپېښو وييونو، گړنو او څرگندنو (محاورو او اصطلاحاتو)، د (و)گړني شعروادب د نا لاسوهليو ځېلونو، لکه کيسونکلونو، ټوکو لغازونو، موخيو متلونو، وراشو ورمونو، او نورو لوکالېزمونو په راټولونه او خپرونه په زړه پورې بوختياوې را خپلې کاندې او په دې توگه د خپلو گټورو نښېرونو ( اثارو) شمېره لوړه يوسي!
د ميوندملي- تاريخي حماسې د ملالۍ لنډۍ په تړاو (که په ميوند کې شهيد نه شوې- خدايږو لاليه بې ننگۍ ته دې ساتينه) ليکنه د همدې لړۍ يوه په زړه پورې ژبنۍ تاريخي بېلگه ده. له تاريخي پلوه دې ښايي، له يوه ځايي سردار(سلطان محمد خان) څخه تر لاسه کړی لومړی لاس يادښت په زړه پورې او گټور وبرېښي؛ ما پخپله پر ۱۳۵۳ل. له بوډا (سربلند خان) نومي ميوندي همدو مره يادښت ترلاسه کړی وو چې د غزاپر مهال لس پېنځلس کلن وو،سردار ايوب خان يې په خپلو سترگو ليدلی او ملاله يې هم له خپلوانو څخه وه (!)
نوکه له ژبني او ژبپوهنيز پلوه خبره پر قسميه ((خدايږو)) راځانگړې شي وار له مخه به دا ووايم چې که آره بڼه يې ((خودښکه)) وه او دغه ونج يا تېروتنه پکې بايد نه وای راغلی. ، دغه حماسي لنډۍ همداسې تش يو لو کالېزم پاتېده او دو مره سراسريوالی او اوڅاروالی يې نه موند، لکه واخلې د ميوند يوه بله (کمپېښې) حما سي لنډۍ چې کلونه وړاندې ما د مردان (لوند خوړ) د ((هاتيانو کلي)) له يوه مېشتي خټکه رايادښت کړې او همداسې سيمييزه پاتې شوې ده:
لالی مې دا ځلې راجوړ که
که په (پر) ميوندباندې بيا جنگ شو، و دې مرينه!
استاد رشاد بيا پر دې ټينگار کاوه چې (خدايږو) قسميه د کندهار خواته هېڅ دود نه لري او له آره (گرانه لاليه) وو(!).
تر هغې روسته چې په قاموسونو کې (خودښکه) ځېل له اړولې جولې او مانا سره ترنيوکې لاندې ونيسي، په ناسم (خدايږو) پسې دې هم پښې لوڅې کړې او له دومره شعري بېلگو سره دې له مقالې څخه رساله جوړه کړې ده. که نه په کار وه، پرځای يې له يوه ننگرهاري يا پېښوري څخه پر(خدايږو- خدايگو ) سربېره د (خودښکه) نژدې انډول (خدايکه) هم مخامخ يا تېلېفوني وپوښتي! (خدايکه) سوگنديه زما د (۱۹۹۶ز) کال په څلوريزه کې داسې راغلې ده:
د سنډا لکۍ پر ولي گرځوي چې = په جنت پسې به يې ووځي دواړه کسي
نجونې ژڼي ځنې دلې پاتې نه شول =(خدايکه) هلته که بياحورې غلمان وکسي
دلته به د لرغونوالي اولرغونپالنې (قدامت پسندۍ) خبره سم له لاسه پر ځای پرېږدو، او (خودښکه) به د يوه ژبني توک څرگندنې(اصطلاح expression) په توگه د پښتوقاموس د وينگ پر بنسټ له فونيميکي غږآړې (xúdṣkә) transcription سره پر دوو څپو (خود+ ښکه) وويشو اود قرينې (context) له مخې يې (خدای+ که) تړنگ (ترکيب) وانگېرو ، لومړی غړی يې د يوه خپلواک ويی په توگه چورليځ (محوري) توک رغوي چې له منځخپلواک ونج (Ablaut) سره اوسنۍ بڼې (خود-xúd) ته راو ښتی او شرطيه وييکي (که) ورسره دويم رغنده توک برېښي او ترې مخکې (ښ) يو ډېرن (افزايش addition). په زړه پورې دا چې نرم-تالوييز /ک/ ترځان وړاندې، او لږوډېر روسته (ښ) په څلور واړو گړدودي ځېلونو (وارينټونو) کې له ځان سره.ملگری کوي: له سوېل- لوېديز مښلي غبر گژبيز /ښ ṣ/، نرم تالوييز مښلي منځني (غلجي او پکتيايي- کرلاڼي ) x̌ ، زېږ-تالوييز مښلي (شš) (وزيرستاني ) کرلاڼي او شمال- ختيز ژبۍ- تالوييز مښلي (خ x) سره!
د دغه راز فونېتيکي ادلون بدلون ، په نورو ټکو، همرنگۍ (assi- milation) لامَل دادی چې ډېری تم بېواک (همخوان بندشی plosive consonant) د خپل بندښت او تمښت د کمونې او اسانونې، او ورسره ورسره خوږغږۍ په موخه له اړتيا سره سم:، لومړی خپلواک (واوېل) له ځان سره سرباري کوي او په دويم گام کې هموتوځي بېواک او په درېيم گام کې مښلي بېواک، په تېره شپېلکي (صفيري س) . که څه هم بېواکوږی (کلستر) رامنځته کاندې، لکه په اړونده بېلگه (- ښکه) کې.] د پوره پوهاوي لپاره: ۳- پښويه په تېره ۷۷ مخ؛ آرپوهيز سيندگی ۲ټوک[
په درسته پښتني- افغاني مينه او مننه
ستاسې د ټولو زيار
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.