لیکنه: سباوون حقمل
په دی وروستیو وختونو کې لیدل کیږی چی د افغانستان په شمول په ډیرو اسلامی هیوادونو کې د رجب طیب اردوغان تر رهبری لاندی د ترکیی د حاکم ګوند او په خاصه توګه د رجب طیب اردوغان په ملاتړ غږونه اوچتیږی او لاریونونه کیږی او ځینی افغانان ورته د سلطان المسلمين او حتا د اسلام د خلیفه په سترګه ګوري، راځی چی دا موضوع د نړی د شته حقایقو په رڼا کې و څیړو:
اسلامی خلافت د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته د راشده خلفاوو تر رهبری لاندې د هغه وخت د شرایطو، ضرورتونو او غوښتنو مطابق د اسلامي نظام په شکل څرګند شو.
د راشده خلفاوو دوره د اسلام په تاریخ کې د عدل او عدالت دوره ګڼل کېږي، تر راشده خلفاوو وروسته د قدرت او خلافت پر سر اختلافات پیل شول او د خلافت لارې چارې د عربی اموي کورنی د غړو لاسته ورغلي، او د عربی ناسیونالیزم، تبعیض، او تعصب په سیوري کې مخته بېول کېدی تر څو چی عربی عباسی کورنی ته واک ورسید، عباسیانو هم څو قرنه د قدرت پر سر پاتې شول.
تر عباسیانو وروسته عثمانی خاندان او ترکانو د اسلامی خلافت ادعا وکړه او د خلافت چارې یی لاس کې واخیستې. ترکی عثمانیانو هم تر شپږ سوه کاله حکومت وکړ.
د لومړی نړېوالې جګړې په اخر کې د عثمانیانو خلافت هم له منځه لاړ او د مصطفی کمال اتاترک تر رهبری لاندی د جمهوری نظام بنسټ چی په سیکولر قوانینو ولاړ وو کېښودل شو. د جمهوریت نه راپه دېخوا د اسلامی شریعت خلاف ډیرو کارونو قانونی بڼه خپله کړی، قمارخانې، د شراب جوړولو فابريکې، د شپې ډانس ځایونه، خوګ غوښه، میخانی او شرابخانې د ډاروين د رغښت او تکامل تيوری د دولت او نظام په چوکاټ کې په ننۍ ترکی ټولنه کې وجود لری.
اردوغان د داسې یو ټولنې مشر دی، داسې یو هیواد او ټولنه چی پکې موجود کارونه او کړنې د ډیرو عامو افغانانو له سترګو پټ دی.
خو غواړم زیاته کړم چی اردوغان شخصا بد سړی نه معلومېږي. اسلامی روحیه لری په ترکیه کی یی هم بدلونونه او اصلاحات راوستل او د اسلامی هیوادونو نه دفاع او ملاتړ یی هم ټولو ته معلوم دی.
زه د یو عینی شاهد په توګه په ډاډه زړه ویلی شم چې اردوغان او ټیم یی د پخوانی عثمانی خلافت د بیا راژوندی کولو خوبونه ويني. دوی غواړی بیا هغه قدرت په لاس کې واخلی چی پلرونو یی پری نږدی ټوله اسلامي نړۍ او نیمه اروپا اداره کوله. د دوی دا فکر او ذهن د نړی حقایقو، او انسانی فطرت ته په کتلو سره ډیر عادی او نورمال دی، ځکه د قدرت تصاحب، پر نورو حکم چلول، تر نورو غوره اوسیدل او د نورو کنترولول د هر انسان او انسانی ټولنې په فطرت کې شتون لری، دا کار د دوی لپاره ډیر ښه دی.
خو زه افغانانو ته حیران یم، چی د اردوغان په صفت او ستاینه کې تر دی حده افراط او زیاتی کوی چی خپل خدمتګار ولسمشر او رهبر، خپل افغان ورور او ملت او خپل هیواد ته یی شا اړولی، بیځایه ډول ډول نیوکې، نفرت او شدت ښکاروي. دوی دومره د ترکانو او عربانو تر تاثیر لاندې راځي چې حتا خپل رهبر او مشر او خپل ملت او هیواد له یاده باسي او بیا نورو ته د غلامۍ تر کچی سر ټیټوي؟؟!!!
که خبره د اسلام د دفاع او قربانۍ وی نو زه په زغرده ویلای شم چی څومره اخلاص چی افغان ملت او د افغانستان خلکو د اسلام پر وړاندي ښودلی، قربانی یی ورکړی، دردیدلی، کړیدلی، وینی یی توی کړی او وینی یی توی شوی، عرب او ترکان ابدا نه داسی قربانی ورکړی او نه یی هم ورکولو ته حاضر دی.
حقیقت خو دادی چی عربو او ترکانو له پخوا نه تر اوسه پورې یوازی د خلافت میوې خوړلی او اوس یی هم خوری خو افغانانو ته یی څه ورکړی؟؟؟
عربو او ترکانو د خلافت لنګه غوا لوشلې، حکم د دوی وو، قدرت د دوی وو، سیاست د دوی وو، ژبه د دوی وه، اقتصاد د دوی وو، مدرسې او علمی مرکزونو د دوی وو، حاصلخېزې ځمکې د دوی وې، فتحې، غنیمتونه، حورې، غلمان، وینځی، غلامان د دوی وو، دسترخوان د دوی ډک وو، د تمدن خاوندان هم دوی شول تاریخ هم د دوی شو او نوم هم د همدوی یادیږی.
اما د دوی په پوځونو او عسکرو کې به له افغانه نیولی، ارمنی، اوزبیک، ترکمن، روس، افریقایی، اروپایی، عرب او عجم سره له خپلو ترکانو جنګول کیدل.
د دې ونې بېخ او ریښی یی په دوی ساتلی او میوی او، شکرې او دانې یې بیا خپله خوړلې
خلافت د صحرا له جاهلو اعرابو اومنځنی آسیاله کوچی ترکانو نه د نړی سرداران جوړ کړل د نړی زر کلن تاریخ یی پرې لاس ته راوړ.
نو اردوغان او ترکان، عربی تقی الدین او سلمان به ولې د خلافت خوبونه نه وینی؟؟
خبر په دې کی ده چی اوس همدا افغانان چی د خلیفه او خلافت چغې وهی دوی ته دی زرکلن خلافت څه وررسولی؟؟
له دونه کلونو خلافت نه افغانانو څه لاسته راوړی؟؟؟
افغانستان کې مو څه حال دی؟؟؟؟؟؟
پنځوس فیصده خلک مو د خوړو ډوډی په سختی پیدا کوی، قصر او بلډینګونه خو پریږده د یتیمانو او کونډو لپاره مغارې او سرپناه په سختی پیدا کیږی، شفاخانې، سرکونه، برق او ډیر نور د ژوندانه لومړی او ابتدایی وسایل او امکاناتو ته د اکثر خلکو لاسرسي نشته.
امنیت صفر، اقتصاد صفر، تعلیم صفر، فرهنګ صفر، فساد او مخدره موادو تولید کې ریکارډ لرو.
څوک په ډاډه زړه له خپل کورنه بهر نشی ګرځیدلای.
نور ښارونه خو پریږده پايتخت او کابل مو د سالم انسانی ژوند لپاره تر ډیره حده مساعد نه دی.
او خلاصه ددنیا پر سرکومه داسی بدبختی شته چی په افغانستان کې نه وی؟؟؟؟؟
آیا نړیوال کمونیزم په وړاندې، د انګلیسانو په وړاندی او د اسلام تر نامه لاندې دونه قربانی چا ورکړی؟؟؟
آیا عرب او ترکان د افغانانو په اندازه قربانی ورکولو ته حاضر دی؟؟؟
نه هیڅ وخت نه، ابدا نه!!!!
آیا بیا هم غواړی چی ترکان او عربان مو خلیفه ګان وی؟؟؟
نه، نور بس دی عربو او ترکانو په کافی اندازه خلافت کړی، که وروسته له دی خلافت راتلونکی وی او غواړی خلیفه ولری هغه باید او باید افغان وی.
هو دا ځل باید خلافت د افغانانو په لاس کې وی، خلیفه باید افغان وی، غنیمت باید د افغان وی، حورې، غلمان، وینځې او غلامان باید د افغان وی، قصرونه، عیش او نوش باید د افغان وی،فرهنګ، ژبه، حکم او حکومت باید د افغان وی، د خلافت دربار باید ارګ وی او مرکز یی باید کابل وی.
که داسی نه کیږی نو نور د عربو، ترکانو، پنجابیانو، شرقیانو او غربیانو خلافت او خلیفه قبلول جهالت او غلامی ته تن ورکول دی.
که خلیفه او خلافت مو افغانی نه وی، له اوسامه تر سلمانه، له تقی الدین نه تر اردوغانه، له شرق نه تر غربه او له عرب نه تر عجمه مو نه د چا خلافت پکار دی نه مو د چا خلیفه پکار دی.
ولسمشر مو هم رهبر دی هم مو خلیفه دی، ارګ مو د خلافت دربار دی، ملی پولیس او ملی اردو مو د خلافت پوځ او سپاهیان دی. ترکان او عربان دی راشی زمونږ خلافت دی قبول کړی.
نور ځانوژنه او بیګانه پالنه بس ده!!!!