په تیر پسي…
- رښتیا، اوس ستا په شان غمجن یم، ته، چي زما لپاره تر هرڅه تېر سوې، خو زه ونه توانېدم چي نېکمرغه دي کړم، متاسف یم او بخښنه غواړم جانانه، بخښنه غواړم.
- او اوس مي د خپل هغه بوډا پلار په شان غمجن یم، چي زما د دیدن انتظار پرې د خزان باد راوست؛ سپین ږیری سو.
- او هم اوس، د هغه یوه عاشق په شان غمجن یم، د چا معشوقې چي حتا یو د ده د عاشقانه خطونو څخه هم ونه لوست.
- هو، رښتیا، اوس مي د خپل ځان په شان غمجن یم، چي وصیت مي وکړ؛ چي زما قبر پراخ جوړ کی، ځکه چي د ددې نه پاییدونکي دُنیاګۍ ځوان آرمانونه او ارزوګاني مي هغي ستري پایېدونکي یوې ته وړم.
- اوس مي د خواشینۍ حالت هغه کس ته ورته دئ، چي هیڅ نظر او دید ئې نسي کولای زړه ور ولاړ کړي.
- هو، اوس د هغه ځوان په شان غمجن یم، د چا چي مرګ د ارزوګانو جزء ګرځېدلی دئ.
- او اوس د هغو ماشومانو په شان غمجن یم، کوم چي د والدینو تر طلاق وروسته نه د مور او نه هم د پلار دیدار کولای سي.
- د هغه ځوان په شان غمجن یم، چي خپله وروستۍ خندا ئې هیره ده.
- اوس د هغه ځوان په شان غمجن یم، چا چي د ارزوګانو او هیلو ډک زړه و ګور ته یوړی.
- د هغه خدای په شان غمجن یم، چا چي تېره شپه د خپل ټول عظمت سره-سره صادقانه اعتراف وکړ، چي نور ئې کار له وسه نه کیږي.
- باور وکه، اوس د هغه بې ګناه ترین مجرم په شان غمجن یم، چي په جبر او زور و دار ته پورته کیږي.
- د هغي بدیا/دښتي په شان غمجن یم، چي وختونه کیږي یو څاڅکی باران ئې نه دئ لیدلی.
- د هغه روغبړ/سلامۍ په شان غمجن یم، چي په الله پاماني سره ځواب ورکړل شوی وي.
- د هغه صورت په شان غمجن یم، چي د خندا چل ئې هېر سوی دئ.
- د هغه فقیر په شان غمجن یم، چي د ماښام د خوراک لپاره ډوډۍ نه لري.
- غمجن یم د هري یوې شپې په شان، هره یوه شپه چي ستا فکر مي آرام ته نه پرېږدي.
- د هغه کس په شان غمجن یم، چي کالیزه ئې وي؛ دوستي ئې د تنهايي جشن نیسي.
- د هغه ځوان په شان غمجن یم، چي نور ئې د ځوانۍ پسرلی خزان سوی دئ؛ سپین ږیری سوی دئ.
- د هغي یوې مچي په شان غمجن یم، چي د خدای پامانۍ په غذا سره اخیستل سوې وي.
- د هغه لایټر په شان غمجن یم، چي ګاز ئې خلاص سوی دئ او نه سي کولای چي د خپل خاوند سګرېټ ور وه لګوي، چي هغه پرې خپل خاطرات لوګی کړي.
نور بیا…