لیکنه: ډاکټر شیرشاه بسیال ناظري
په ورځني ژوند کې د تل په څیر له داسې حالاتو سره مخ کیږو چې پوستکی مو د کومې پیښې او یا هم د وجود د ننه د کوم غړي د ناروغتیا له امله ټپي او یا هم زخم کېږي. د دې لپاره چې ټپ مو ژر جوړ او مخکني حالت ته راوګرځي باید د خپل معالج ډاکټر د لارښوونو په څنګ کې، خپل د خوړو ورځنی پروګرام هم په داسي توګه عیار کړو، چې د ټپ په رغیدو کې مو راسره مرسته وکړي. له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې لا اوس هم د ورته حالاتو په صورت کې د ډیریو ګټورو خوړو نه، چې د ټپونو په ژر رغیدو کې ځانګړی اهمیت لري، د پرهیز ناوړه کلتور خپل راج چلوي. ناروغ به د ټپ د جوړیدو لپاره له هغو خوړو نه منع کیږي چې کافي مقدار ویټامین سي او یا هم پروټین لري. ناروغ ته داسې فکر ورکول کیږي چې ګواګې دغه خواړه به يې زخم په ناسور بدل کړي. ډیری کورنۍ چې حتی د کورنۍ یو غړی یې روغتیایي کارکوونکی هم وي، د هغه خبرو او لارښوونو ته غوږ نه ږدي او هغه څه کوي چې د کورنۍ با نفوذه غړي (تر ډیره بریده مشرانې میندې) یې پرې تحمیلوي.
د دې او دې ته ورته د ناوړه دودونو په مقابل کې چې لا اوس هم زموږ د ډیرو ناروغانو روغتیا ننګوي، زموږ روغتیایي کدر او هغوی چې د روغتیا په برخه کې کار کوي مکلف دې، چې د ټولنې او خلکو د فکرونو د بدلیدو په موخه نه یواځې په خپلو کتنځایونو او روغتونونو کې، بلکې په هر وړ مجلس او ځای کې اړتیا وړ لارښوونې وکړي.
د لمړیتوب ویبپاڼې له لارې موږ تر خپله وسه کوښښ کوو، چې په په ډیره عامیانه ژبه، د روغتیا پالنې په برخه کې د دغو ناوړه دودونه پر وړاندې د خپلو ګرانو هیوادوالو د پوهاوي سطحه لوړه کړو.
خواړه د پوستکې د ټپونو په رغیدا کې یو حیاتې رول لوبوي. د دې لپاره ،چې د پوستکې زخم جوړ شي، وجود مو د پروټینو، انرژي لرونکو خوړو، یو شمیر ویټامینونو (د مثال په توګه ویټامین سي او اې) او کله نا کله منرالونو ( د مثال په توګه زنک) لوړ مقدار ته اړتیا لري.
کله مو، چې زخم د جوړیدو په حال کې وي نو وجود مو د ټپ د جوړیدو لپاره اضافي انرژۍ ته ضرورت لري، چې دغه انرژي له انرژي لرونکو خوړو ( د مثال په توګه؛ هګی، د چرګ، پسه او ماهي غوښې، شیدې، کوچ، پنیر، وریجې، جوار، غنم او د غنمو نه لاسته راغلي خواړه لکه وچه ډوډۍ او کیک ….) نه ترلاسه کړي. هغه ناروغان چې وزن یې ډیر دې د انرژي لرونکو خوړو په استفاده کې باید محتاط وي. یانې انرژي لرونکي خواړه باید د وجود د وزن په نظر کې نیولو سره وکارول شي.
پروټینونه د وجود د انساجو د ساتنې او د تخریب په صورت کې د ترمیم له اړخه اساسي دنده لري. د پروټین لرونکو توکو خوړل به مو د زخمونو د جوړیدو پروسه چټکه کړي او لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د ژورو زخمونو په صورت کې، باید د لوړ مقدار پروټین لرونکو خوړو استفاده وه شي.
د یو شمیرلوړ مقدار پروټین لرونکو خوړو بیلګې:
۱ . د خوسکي، فیلمرغ، چرګ او ماهي غوښي
۲ . شیدې، مستې او پنیر
۳. هګی (په ځانګړي توګه د هګیو سپین)
۴. لوبیا
۵. مغز او زړي ( په ځانګړي توګه؛ بادام، ممپلي او د هندواڼې او کدو زړي)
بدن د دفاعي ځواک په پیاوړي کولو او همدارنګه د کولاجن په نامه د یوې مادې د تولید په برخه کې، ویټامین سی، حیاتې رول لوبوي. کولاجن هغه فایبري ډوله پروټیني جوړښتونه دې، چې د ټپونو په جوړیدو او که یې ښه واضح کړو د ټپ د پرې شویو برخو په بیرته یو ځای کیدو کې فعاله ونډه لري. د کولاجن په تولید او د التهاب په جوړیدو کې، ویټامین ای هم د پام وړ ونډه لري. نو کوښښ باید وشي چې د دغو ويټامینونو د اړتیا وړ مقدار تنظمیول د خوړ له لارې تامین کړای شي.
د لوړ کچ ویټامین ای لرونکو خوړو بیلګی:
۱ . پالک
۲ . ګازرې
۳ . خواږه آلوګان (کچالو)
د لوړ کچ ویټامین سی لرونکو خوړو بیلګي:
۱ . دلمه مرچ
۲ . کرم
۳ . ځمکني توت
۴ . مالټه او کینو، چې د سی ویټامین او نورو ویټامینونو نه په پراخه کچه برخمن دې
۵ . شفتالو
۶. کیوي
۷. لیمو او نارنج
زنک هم یو ډول منرال دي، چې په بدن کې په کم مقدار سره، د کولاجن د جوړیدو په برخه کې ونډه لري. مګر د معالج ډاکټر د وړاندیز نه پرته، زنک نه باید چې له درملتونونو نه د درمل په بڼه واخیستل شي، ځکه په بدن کې د زنک د کچې لوړیدل د بدن د مسو کچه راټیټوي، چې په ترڅ کې د یو شمیر نورو ناروغیو د منځ ته راتګ لامل ګرځي. نو ښه دا ده چې د زخمونو د درملنې پر مهال، په خوړو کې په شته زنک بسنه وه شي.
د لوړ کچ زنک لرونکو خوړو بیلګی:
۱ . هګی
۲ . د ماهي غوښه
نو ویلی شو، چې خواړه د پوستکې د ټپونو په درملنه کې ډیره ارزښتناکه ونډه لري او نه باید چې د کوم ځانګړي روغتیايي عذر (د بیلګې په توګه د شکرې په ناروغۍ اخته ناروغان باید له هغو خوړو، چې په وینه کې د ګلوکوز سویه لوړوي، د امکان تر حده پرهیز وکړي) پرته، بیځایه پرهیز وه شي. ځکه پداسي حالاتو کې پرهیز کول، له یوې خوا د وجود دفاعي ځواک کمزورې او له بلې خوا د زخم د جوړیدو پروسه ځنډنۍ کوي.