ژباړه: سیف خوستی
له خوږو سره دماشومانو دمیني په زیاتوالي کې، د کورنۍ چال چلند زښته ډیره اغیزه لري او کیدای شي چې دبیلابیلو ناروغیو د پیدا کیدو سبب شي.
دښه خوراک(سالم غذایي رژیم) په ټاکلو کې دکورنیو چلند مهم دی. دیوې نوې څیړڼې له مخې چې په( ژورنال آف کیریس ریسرچ) کې چاپ شويده، په ډاګه کوي چې: دکورنيو ناسمې کړنې په درې کلنو او څلورکلنو ماشومانو کې، له خوږو خوراکونو او څښاک سره دمیني د ډیریدو سبب کیږي. دشکرې ناروغی دمخنیوي نړیواله ټولنه، په خپل یوه راپور کې وایي: دکورنیو کمزوری چلند او دماشومانو په روغتیا کې دستونزو رامینځته کیدل لکه ( اضطراب، دخوب ګډوډیدل او په ټولنیزو اړیکو کې ستونزي) په خپل مینځ کې سره اړیکه لري.
دکورنیو چال چلند هغه مهم ټکی دی چې دکورنی دغړو پر روانې روغتیا زښت ډیر تاثیر لري.
دکورنی ښه چلند؛ د ورځني ژوند دښه مدیریت، دژوند دستونزو دحل، او په کورنی کې دښو اړیکو درامینځته کیدو لامل کیږي.
ددغې تحقیقاتي ډلې مشر پروفیسور واګنر وايي: هغه ماشومان چې دکورنی غړي یې یو له بل سره ښه دي، د خپلو هغو همځولو په پرتله چې دکورنی غړي يې سره ښه ندي، اووه شپیته سلنه کم له ډیرو خوږو خوړلو سره مینه لري.
په دغه څیړنه کې له پنځوسو څخه ډیرو څیړونکو پر ۱۱۷۴ څلوور کلنو ماشومانو له میندو او پلرونو سره یوځای تحقیق ترسره کړ. ددې څیړنې هدف دکورنیو پرغړو او ماشومانو، دکورنیو دچال چلند اغیزه وه.
پروفیسور واګنر وایي: مونږ په یوه مادي نړۍ کې ژوند کوو خو ټولې مادې سرچینې زمونږ اړتیاوو ته ځواب نشي ویلی. یوه ښه کورنۍ دخوښ او آرام ژوند اصلي سرچینه ده، خو یوه [ناښه] کورنۍ د پریشانۍ ځاله ده او غړي يې د ښه احساس د ترلاسه کولو لپاره ډیر خواږه خوري. د ډیرو خوږو(قند) خوړل بدي پایلې درلودلی شي لکه: دشکرې او زړه ناروغي، د وزن زیاتوالی، او دغاښونو چینجنیدل.
You also might be interested in
ژباړه: سیف خوستی که هیله لرئ چې ماشوم په راتلونکې[...]
ژباړه: سیف خوستی دنن ورځې ماشومان د تیرو وختونو غوندي[...]
ژباړه او لنډیز: سیف خوستی د ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی