لیکنه: نورالله ښاد
که د ایجاد له مخې د ماشوم ادبیات پر دوو برخو ویشو نو یو هغه ادبیات دي چې ماشوم خپله ایجاد کړي
او دویم هغه چې د ماشوم لپاره یې مشران لیکوال پنځوي.
که پیل له فوکلوره وشي نو پښتو فوکلوریکو ادبیاتو کې د دواړو ډولونو نمونې موجودې دي. خو د
فوکلور ذخیره په هغه کمیت او کیفیت کې نه ده چې د نننۍ نړۍ د ماشوم غوښتنې پوره کړي؛ دې برخه
کې ضرور ده چې نن ته په کتو لیکوال کېني او د نن ماشوم ته شعر، کېسه، ډرامه او نور ولیکي.
که د پښتو چاپ کتابونو او یا هم چاپېدونکو مجلو ته ځیر شو نو ډېره برخه یې د ادبیاتو ده. خو له بده
مرغه یوه برخه چې پښتو ادب کې کار نه دی ورته شوی او یا لږ کار ورته شوی هغه د ماشوم ادبیات
دي او څه چې چاپ شوي کتابپلورنځيو او خپرندویه ټولنو سره بکر پراته او د ښاغلي محب زغم په خبره
مخ پر ورستېدو دي.
د دې لومړۍ وجه به ممکن دا وي چې د مور و پلار د سواد کچه ټیته ده. دویم زموږ لوستی کول د مطالعې
مینوال نه دی، دا نه مینه ځکه اغېز لري چې کابو تر لس کلنۍ باید ماشوم ته کتاب د کور لوستي کسان
ووایي، ځکه دې عمر کې ډېری ماشومان په مستقل ډول څه نه شي لوستلی، نو یو څوک چې د ځان لپاره
د کتاب مخ نه ګوري او یا یې په مشکله ګوري د هغه دومره حوصله به له کومه شي چې ماشومانو سره
کېني او د دوی لپاره لیکل شوې کېسه او یا شعر ورته ولولي؟ درېيم لامل یې دا کیدی شي چې موږ
تراوسه د ماشوم د ادب پر اغېز او ارزښت نه یو پوهیدلي.
خوست هم چې پښتنه خاوره او د ګران افغانستان یوه ټوټه ده، د ماشوم د ادبیاتو حال یې داسې دی؛ څه
چې پر ټوله پښتنه سیمه تېریږي.
ولې نه، شته داسې کسان چې د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې کار کوي خو دا کار ځکه د قناعت وړ نه
شي کیدی چې خور وور دی او منظم نه دی.
د دې سیمې ماشوم خپله د خپل ادب ډېرې نمونې ایجاد کړې دي چې ځينې یې ډېرې خوږې هم دي .
لکه د وچکالۍ په اوږدیدو سره ماشومان راټولیږي، کورونو ته په ډلییز ډول ورځي، له کوره د اوړو،
غوړیو، بورې … غوښتنه کوي، د توکو تر راټولیدو روسته زیارتونه تودوي او له الله ج نه د بارانونو
غوښتنه کوي.
دوی چې کورونو ته ډلییز ورځي دغه عمل ته (امین کئ) وایي، د دوی غوښتنه په عادي ژبه نه وي،
دوی په خاص اهنګ سره په ډلییز ډول وایي چې:
امین کئ، امین کئ
خدایه شیګرې وووروې!
د لوبو پر وخت هم څه په زړه پورې موزون کلمات
له خولو وباسي، ان کله یو بل سره د شعر سیالۍ
کوي چې (لغات، شورۍ یا شېرۍ) ورته وایي. خو د دوی له لوري ډېری ایجاد شوي شعرونه په داسې
ژبه دي چې په لویوالي کې یې بنده د نورو پر وړاندې خو څه کوې، چې ان ځان سره به یې هم ډېر په
مشکله وایي. د دې شعرونو ژبه ځکه ستغه او لوڅه ده چې ډېره برخه یې د ماشومانو تر منځ د سیالۍ پر
اساس ایجاد شوې ده. همدا وجه ده چې د دې ادبیاتو راټولولو ته څوک زړه نه شي ښه کوی. د لویې پکتیا
په کچه یوازینی کس چې د دې شعرونو راټولونه یې کړې سرڅېړونکی عليمحمد منګل دی، ده د
(د وړو ماشومانو رنګینې شېرۍ) په نوم یو کتابګوټي کې څه نمونې راټولې کړې دي خو نور چا هم دا
جرئت نه دی کړی چې دا لوڅ او تېز اشعار راټول او چاپ یې کړي.
دویمه برخه چې د مشرانو لیکوالو له لوري د ماشوم د ادب ایجاد دی ناهیلوونکې ده، خو په بشپړ ډول
داسې نه ده چې هېڅ کار دې نه وي شوی. دې برخه کې ځوان لیکوال او ژباړن عبدالصبور تلاش د
ماشوم د ادب د ارزښت او اغېز په اړه د مقالو ژباړې کړې دي. لیکوال او ژباړن ګلشریف هڅاند د
(ګیدړې لېوه څنګه محاکمه کړ؟) په نوم له روسي ادبیاتو نه یو ووړ کتاب کېسې راژباړلې دي. کمال
شهزاده بیا دې برخه کې د ژباړې پر ځای خپله تخلیق کړی؛ د ماشوم لپاره یې کېسې او خورا خوندور
شعرونه لیکلي دي. د لیکوالو له ډلې هغه څوک چې ذکر یې ضرور دی؛ لس کلنه ثریا ملکزۍ ده،
ثریاجانې همزولو ته ډېرې په زړه پورې کېسې لیکلې دي. د یادو کسانو تر څنګ څه نور کسان هم شته
چې دې برخه کې کار کوي.
بل څه چې د یادولو دي هغه په رسنیو کې د ماشومانو ځانګړې خپرونې دي، دې خپرونو کې د ماشوم د
ټولنیزې پرمختیا او تفریح تر څنګ د ادب برخې ته هم پاملرنه کیږي. خو لکه د مخه چې یادونه وشوه دا
ټولې هڅې خورې ورې، انفرادي او نامنظمې دي.
پای کې وایم چې، که دې برخه کې خوستي لیکوال او شاعران سره راټول شي، ځانګړې مجله یا مجلې
ولري او د کتابونو د چاپ په برخه کې منظم کار وکړي ، نو لرې نه ده، چې خوست به یو وخت د
ماشوم د ادب په برخه کې د حساب سیمه وي . په همدې هیله.
You also might be interested in
لیکنه: شبیراحمد سلیمي دا پوښتنه تل مطرح کېږي او زه[...]
پښتو ژبه چې په شعر شاعرۍ کې ټر ټول غني[...]
لیکنه: قسیم حمیدزی د اوبو جوړاړي،د مرغو خوږو نغمو او[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی