د خوست پوهنتون (دویم نوم: د شیخ زاهد پوهنتون) دغه پوهنتون د افغانستان په ختیځ سرحدي ولایت یانې خوست کې پروت پوهنتون دي چې په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې تاسیس شوي. دغه پوهنتون له خپل پخواني ځای یانې پېښور پاکستان څخه رالیږدول شوي کوم چې هلته د افغان پوهنتون پېښور په نوم یادیده او دا لیږدونه د ولسمشر حامد کرزي په رسمی فرمان سره ترسره شو.
د خوست پوهنتون نهه پوهنځې او له ۳۰۰۰ څخه ډیر زده کړیالان لري. او همدارنگه دغه پوهنتون یو شخصي راډيو سټیشن دژورنالیزم (خبریالي) پوهنځی لپاره هم لری.
د خوست پوهنتون د عرب متحده اماراتو په اقتصادي مرسته جوړ شوي نو ځکه خو د شیخ زاهد د پوهنتون په نوم یی هم یادوي.
سرچينه: ويکي پېډيا
له لومړيتوب سره د مالوماتو په تازه کولو او کره کولو کې مرسته وکړئ.