ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي، چې څه وخت به یې خوشالۍ کورته کډه راوړي له ځان سره وایي:« که شتمن وای نو خوشاله ژوند به مې درلود» یا « که دوه کیلو مې وزن کم یا زیات وای په خپل ژوند کې به ډېر خوښ وای» او یا هم…، تر اوسه مو دا ډول خبرې له خولې وتلې دي؟ او یا مو یې په اړه فکر کړی دی؟ خوښ اوسېدل ډیر ساده او اسانه رازونه لري، له ننه وروسته له ځان سره پرېکړه وکړئ، چې خوشاله و اوسئ، دا هم ممکنه نه ده، چې انسان دې تل خوشاله او خوښ ژوند ولري، معلومه خبره ده، چې ژوند د خوښیو او خفګانونو ټولګه ده، خو تر ډیره هڅه وکړئ،چې روښانه کړی څنګه کولای شئ خپل ځان خوشاله وساتئ؟ یوازې یو کس کولای شي چې تاسو خوشاله کړي پوهېږي هغه څوک دی؟ هغه تاسو « خپله » یاست. غواړم له تاسو سره یو راز شریک کړم هغه دا، چې تر اوسه شتمني، ښکلا او حتا تر ټولو ښه دنده درلودل هم نه شي کولای، انسان خوشال وساتي، که غواړئ، چې خوشاله ژوند وکړئ پر خپل ځان باید کار وکړئ، په دې لیکنه کې د خوشاله کسانو د څورلسو عادتونو یادونه شوې ده، چې په هره یوه عادت باید څو ورځې کار وکړئ تر څو په یوه خوشاله کس بدل شئ.
لومړی عادت: خپل ځان له کینې پاک کړئ.
د خوښ اوسېدلو یوه راز بښنه ده. کله له چا سره کینه کوي، په اصل کې تاسو په خپل وجود کې منفي احساساتو ته لکه: غوسې ته روزنه ورکوئ. هڅه وکړئ زړه مو له کینې څخه پاک کړئ « مهرباني» کولای شي د هغې بد مرغه شي(کینې) ځای ونیسي. چې په پایله کې دا کړنه ستاسو د خوشالۍ لامل کرځي.
دویم عادت: مهربانه اوسئ:
مهرباني نه یوازې یو ښه عادت دی، بلکې ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي، کله چې تاسو پر نورو خلکو رحم او مهرباني کوئ ستاسو مغز د «سروتوینین» په نوم هرمونونه تولیدیو، چې په وسیله یې کولای شې له نور سره ښه فکري اړیکه ټینګه کړئ او په خپله شا او خوا کې د خوښئ انرژي خپره کړئ او ستاسو په څنګ کې، چې کوم کسان دي هم خوښي احساس کړي.
درېیم عادت: ستونزې مو د ځان قوي کولو د ننګولو په ډول وکاروئ:
د ستونزو پیدا کېدو په صورت کې خپله توامندي له لاسه مه ورکوئ، کوښښ وکړئ ستونزې مو لاندې نه کړي او داسې و انګرئ، چې ستونزې مو باید د پیاوړتیا سبب ګرځي، د ستونزې په نوم مو په ذهن کې کوم نامه ته ځای مه ورکوئ.
څلورم عادت: د خدای پاک پر درکړیو نعمتونو شکر وباسئ او قدر یې وکړئ:
هغه کسان، چې د خدای پاک پر نعمتونو شکر باسي تل له نورو څخه متفاوت ژوند لري او په ډیره اسانۍ سره کولای شي له ستونزو ځان وباسي، مثبت احساسات لري او ډیر هغه څه ته چې په ذهن کې یې دي ځان رسولای شي، ځکه دوی هره ورځ هغه څه، چې لري یې که هر څمره کم هم وي د خدای پاک شکر باسي، یو وخت به و وینئ، چې د خوشالیو سیل در باندې را روان وي، کله مو چې دغه عادت ته په ځان کې روزنه ورکړه په یوه خوشاله، مثبت فکره او سالم انسان بدلیږئ.
پنځم عادت: لوړې هیلې ولرئ:
کله چې لوی فکر کوي او لوړې هیلې لرئ ډاډه اوسئ، چې ضرور به خپلو موخو ته رسېږئ، د وړو فکرونو پر ځای لوی هغه وکړې تر څومو ذهن پراخ شي او په اسانۍ سره وکولای شئ خپلو موخو ته ورسېږئ.
شپږم عادت: په وړو شیانو فکر مه کوئ:
که په وړو او بې ارزښته شیانو مو ځان مصروف کړ انرژي به مو بې ځایه لګولې وي، نو اړینه ده، چې پوه شئ د دې پر ځای، چې پر کوچینو مسایلو ځان بوخت کړئ پر لویو، لوړو او ارزښت لرونکو شیانو فکر وکړئ، خوښ انسانان په دې ښه پوهیږي، چې څنګه له ستونزو څخه ځان وباسي او له ځانه یې لري کړي.
اووم عادت: د نورو په اړه ښې خبرې وکړئ:
کېدای شي له ځینو کسانو سره دغه فکر وي ، چې په کار ځای کې یې ور بند کړي او د اوړي په ګرمو ورځو کې یخ کولر روښانه کړي، پر یوه او بل همکار پسې منفي خبرې وکړي، خو ښه ده، چې پوه شي په غایبو کسانو پسې خبرې کول داسي مانا لري لکه په منفي فکرونو باندې حمام کول! بې ځایه او بې منطقه خبرې کول د انسان وجود داسې پوښي چې مثبتې هغه بیا نه شي کولای ستاسو ذهن ته د ورتلو اجازه پیدا کړي، د غیبت پر ځای کولای شو ذهن مو له مثبتو خبرو او هیلو ډک کړو، کوښښ وکړئ کله مو، چې د یو چا په اړه خبرې کولې مثبتې ځانګړنې یې یادې کړئ نه منفي!
اتم عادت: د خپلې ماتې لپاره بهانه مه جوړئ:
دا اسانه خبره ده، چې د خپلو ماتو پړه پر بل چا واچوئ، پیاوړي او خوښ کسان تل خپلې ماتې مني او که یې بل څوک هم د ماتې سبب ګرځېدلي وي په اسانۍ یې له دې ګناه ترېږي او بښنه ورته کوي، دوی تل خپله ماتې د راتلونکې بریا پیلامه بولي.
نهم عادت: په اوس کې ژوند وکړئ
ځان ته مو اجازه مه ورکوئ، چې په اوسني وخت کې غرق شئ، همدا اوس، چې چېرته یاست د ژوند له هرې لحظې خوند واخلئ، د تېروخت منفي خبرې مو له ذهنه وباسئ، که تېر په اړه فکر وکړئ اوسني وخت مو هم په هماغسې څه کې تېرشي، او له لاسه به موورکړی وي.
لسم عادت: خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ:
ژوند مو یوازې پر تاسو پورې تړی، خپل ځان مو د شا او خوا کسانو سره مه پرتله کوئ، حتا کوښښ وکړئ، چې له خپلو همزولو سره هم ځان پرتله نه کړئ، ځکه کېدای شي دغه کار د دې سبب شي، چې ځان درته بې ارزښته ښکاره شي. تل په دې اړه فکر وکړئ، چې د تېر کال، تېرې میاشتې او تېرې ورځې په پرتله مو څه زیات لاسته رواړي، که مو کم څه هم لاسته رواړي وي، د راتلونکې لپاره مو هیله من کوي.
یولسم عادت: مثبت او بریالي کسان مو د ملګرو په توګه وټاکئ:
دغه خبره سمه ده، چې وایي: « بدبختي په بدبختۍ پسې ده»، چې داسې ده نو له بریالیو او مثبت فکره کسانو سره ملګري وکړئ او د ملګرتیا لپاره یې غوره کړئ، خپله شا او خوا مو له مثبت اندیشه کسانو څخه ډګه کړئ تر څو په مثبتې انرژئ باندې و پوښل شي.
دولسم عادت: پوه شئ چې د نورو د تائید لپاره اړتیا نه لرئ:
خپلې هیلې او ارزوګانو مو د بل چا له تائید او خوښې پرته پر مخ بوزئ او ځان ورته ورسوئ. ډیری کسان عادت لري، چې خپلې خوښئ او هیلې په زړه کې وساتي او هېڅ کله یې هم په خوله نه راوړئ، که تاسې هم له یوه داسې کس سره مخ شی او خبرې یې قبولې کړئ پوه شئ، چې ځان مو تباه کړی. دا ښه خبره ده، چې تل د نورو خبرو ته غوږ کېږدی، خبرې یې واورئ، خو په عملي کولو کې یې له پوره دقت څخه کار واخلئ، تر ډیره مو خپله خوښه پکې شریکه کړئ او بیا پرېکړه وکړئ.
دیارلسم عادت: غوږ ونیسئ:
دتجربه لرونکو کسانو خبرو او نظرونو ته غوږ نیول ستاسو سره مرسته کوي. د نورو خلکو خبرې اورېدل ستاسو تجربې زیاتوي، چې کله کله ترې ګټه اخیستل بیا له تاسو سره خپلو موخو ته په رسېدو کې پوره مرسته کولای شي.
څورلسم عادت: ټولنیزې اړیکې مو پراخې کړئ:
د مثبتو ټولنیزو اړیکو درلودل له تاسو سره مرسته کوي، چې خوښي تر لاسه کړئ، نو د دوستانو، ملګرو د لیدلو او نویو نورو پیدا کولو ته مو مناسب وخت ځانګړی کړئ.