ژباړن : محب الله آرمل
۱ ـ خپلې کړنې او فعاليتونه زيات کړئ، ترڅو خپله انرژي او توانمندي مو ډېره شي. که په ټليفون کې خبرې کوئ، نو ودرېږئ او په ولاړه وغږېږئ، په زينو پورته وخېږئ، په خبرو کې له زياتې انژرۍ استفاده وکړئ، هره ورځ له بوختياوو سره سره لږ تر لږه ۱۰ دقيقې پلې وګرځئ يانئ قدم ووهئ .
۲ـ پلي وګرځئ ، دغه کار ستاسې د روحيې په پياوړتيا کې زياته مرسته کوي، ددې لپاره چې زياته انرژي تر لاسه کړئ ګهيځ وختي له لمر خت سره سم قدم ووهئ .
۳ ـ له خپلو دوستانو او يارانو سره اړيکې و پالئ، هغه ملګري چې زيات وخت يې په اړه خبر نلرئ ايميل ورته وکړئ او ياهم ټليفوني اړيکه ورسره ونيسئ . دوستي او ملګري پالل خوښۍ ته د رسېدو يوه لنډه او آسانه لار ده. کله چې په خپلو ملګرو مهربانه و اوسئ نه يوازې ملګري مو خوشاله کيږي بلکې تاسې هم خوشالي تر لاسه کولی شئ، صميميت مو زياتيږي او له ژونده خوند اخستی شئ .
۴ ـ هغه کارونه چې په مخ کې مو پراته دي خلاص يې کړئ يانې د نن کار سبا ته مه پرېږدئ، کېنئ او فکر وکړئ چې کوم کارونه درته پراته دي، هغه په کاغذ وليکئ، د بېلګې په توګه ډاکټر ته تلل، له ملګري يا کوم بل چا سره ليدل، يا د يوه ناروغ ملګري پوښتنه کول … خپل ټول کارونه لېست کړئ او نظر په اهميت يې په خپل وار سر ته ورسوئ .
۵ ـ خپل چاپېريال ته آرامي ډالۍ کړئ ، چېرته چې ژوند يا کار کوئ آرامي ورکړئ، خپله کوټه پاکه وساتئ، په خپل کاري مېز بير و بار کم کړئ، اضافي توکي لرې کېږدئ، هره ورځ ۱۰ دقيقې خپل ځان ته ورکړئ .
You also might be interested in
ټولونه او زياتونه: رسول اشنا ۱:که څوک په رېښتنې توګه[...]
لیکنه: جمشید عمر وایې چې: وخت سره زر دی. د[...]
لیکنه: استاد دلاور رضا معروف خيل کانکور ازموينه کې د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی