لیکنه: پوهيالی سيداصغر ارمل هاشمي
قصيده په پښتو نظم کې يو ځانګړى جلا فورم دى، چې اساساً له عربي ژبې څخه پښتو ته راغلى دى؛ خو د قصيدې ځاى په پښتو نظم کې دومره جوت او ټينګ دى، چې سړى فکر کوي بولـله يا قصيده خپله کوم ځانګړى پښتو شعري فورم دى، له عربي ژبې څخه پښتو ته په راغليو شعري فورمونو او ډولونو کې تر غزل وروسته د قصيدې فورم زيات کارول کېږي.
خوشحال بابا ته د پښتو ادبياتو پلار وايي، دا ځکه چې بابا د نن څخه څو سليزې له مخې پښتو ژبې ته نوي- نوي خدمتونه او نظريات وړاندې کړي دي.
خوشحال بابا لکه څرنګه چې غزل يې پښتون او ملت پال کړ او له دوديز حالته يې راووست، دغسې يې قصيدې ته هم نوى رنګ او خوند ورکړ، د يوې ځانګړې پېښې يا شخص د تائيد او توصيف له حالت نه يې راوويست، ټولنيز، سياسي او عرفاني يې کړ، د پخوانيو قصيدو يوه ځانګړنه دا وه، چې د ټولو يا زياتو بيتونو معنا يې له يو بل سره په ارتباط کې وه، د معنا له پلوه هر بيت له بل څخه متاثرو، يعنې دا چې د غزل په شان يې هر بيت پوره او خپلواکه معنا نه لري؛ خو خوشحال بابا دا دود هم مات کړ، کله چې د خوشحال بابا ګڼې بولـلې مطالعه کړو، نو د قصايدو د نوي رنګ او خوند ترڅنګ مو پرې د غزل مينه هم ماتېږي، سړى فکر کوي يو اوږد غزل لولي؛ ځکه چې د ده قصيدې داسې ځانګړنه لري، لکه: د غزل په شان چې هر بيت يې يوه مستقله معنا ښندي، د خوشحال بابا ټوله شاعري ناشعوري يا د ځينو ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو په وينا الهامي شاعري ده. (۱: ۳۶مخ)
خوشحال بابا د شعر په باب يوه اوږه (١٣٨) بتيزه قصيده لري، په دې قصيده کې د شعر د ماهيت، تعريف او ارزښتمندۍ په باب هم خورا تفصيلي څرګندونې کړي دي او دا قصيده په حقيقت کې د شعر پوهنې په برخه کې خپله د يوه لوى شاعر يو ښه تيزس او لارښود ګڼل کېږي.
د شعر په برخه کې دا قصيده ځکه زيات ارزښت لري، چې خپله د يوه لوى شاعر او يوه لوى ادبپوه او شعر پوه له خوا ليکل شوې او وړاندې شوې ده. لکه چې وايي:
زه د شعر په کار هېڅ نه يم خوشحال
ولې خداې مې کړ په غاړه دا مقال
رنګ زما د شعر هېڅ سره ساز نه دى
لکه سپى راپسې ګرځي په دنبال
که د شعر ويل هر څو د صفت وي
بيا به شعر کې پيدا شي انفعال
دا خبره بده نه ده چا ويلې
په تحقيق چې شعر حيض دى درجال
په جهان تر شاعريه بد څه نشته
خداى اخته مه کړه سړى په دا جنجال
تفکر د شاعر به لړمون شين کا
د غليم دې په نصيب شي دا اشغال
يو يې زړه له واړه خلکو نه جدا شي
بل اخته وي دخپل فکر په تکال
بل که هر څو در ګوهر به يې په شعر
عيب جويي او جاسوسي کا د افعال
هر شاعر يې په ويلو ګوتمنډي کا
که په شعر کې ته من يې دى مثقال
بل په هسې شان دروغ په کې ويل شي
چې په خپله دروغژن شي دم در حال
د يار مخ د لاله ګل سره نسبت کا
د لاله د يار له مخه څه مثال
د معشوقې تورې سترګې غمزه ګرې
په غزل کا لکه سترګې د غزال
خلک خوښ په خوب ويده وي دى بې خوبه
د پالنګ د پاسه خوب وي پرې محال
پټ په پټه وبله اوړي تر صباحه
د ښه لفظ د ښه مضمون په اتصال
چې د شعر فکر ورشي په لمانځه کې
د اعوذ ذال بدل کاندي په دال
چې د شعر فکر ورشي په خواړه کې
سپيني وريژې په مزه شي ورته ګال
دا همه د خپلې پوهې نتيجه ده
چې شاعر له فکره نه وي فارغبال
فلاکت د شاعريه سره مل دى
که شاعر سړى لري جاه و جلال
سمرقند و بخارا څه هغه زه يم
چې جهان بخښم د کښلي مخ په خال
ما دا څو توکه چې وليدل د شعر
هى توبه د شاعريه له افعال
چې د شعر فکر ورشي په مجلس کې
نور عالم خندا هوس کا دى ملال
کشکې زه بې ژبې ګونګ واى شاعر نه واى
تر دا هسې ګويايبه ښه وم لال
که رښتيا وايم چې غور مې پرې وکړ
شعر کار دى د ملوک يا د هزال
در ګوهر يا د لولۍ يا د بي بي دى
شه قماش يا د بادشاه يا د رزال
د دوزخ لمبې به کار په عاشق نه کا
چې يې تاو د دروني دى په دا دال
دانايي علم و حکمت په کې زياتېږي
څوک چې ښه وکا د شعر استعمال
د خبرو تنستې چې واو بدې شي
څوک اطلس او بي په شعر ځنې شال
کرامت دى يا اعجاز دى يا جادو دى
چې په شعر راپيدا شي له قوال
شعر کار دهر فاسق د فاجر نه دى
نه د هر يو وږ سترګي د کنګال
شعر کار يا د سالک يا د مالک دى
د عاشق دى د دردمن دى د ابدال
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر در دانې پلوري په مال
چې د شعر شاعريه مذکور وشو
څه خو غوږ باسه زما په حسب حال
قصيدې لرم غرا له هره بابه
په حکمت په نصيحت کې مالامال
په تعريف د دلبرانو غزلونه
په صفت د سترګو وروځو زلف و خال
رباعي ده که قطعه که مثنوي ده
همګي واړه ګوهر دي درو لال
په پارسي ژبه کې نور تر ما بهتر دى
په پښتو ژبه مې مه غواړه مثال
طبيعت مې عطايي نه د تحصيل دى
که خبر يم د املا په استعمال
يو ساعت به مې په درس شل مې په ښکار و
کله ښکار پرېښوم په کسب د کمال
د جهان تحصيل به کل واړه زما و
که اخته نه واى د ښکار په اشتغال
غاښ وتلى ږيره سپينه لا تر اوسه
باز په لاس ګرزم په غرونو په جبال
بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړ
ګڼه شعر د پښتو وغير سيال
نه يې وزن نه تقطيع نه يې عروض و
دوه مصرع يې د خفيف بحر دوه طال
د غزل نه يې مطلع نه يې مقطع وه
نه صفت نه يې تشبيه نه يې مثال
مګر زه يې چې ګويا په شاعرۍ کړم
پښتانه يې پوهول ايزد تعال
په دا بندوبست به نور تر ما بهتر شي
پس له ما چه کا د شعر قيل و قال
نن زما خو يو څو دي برخوردار ښه
چې په دا هنر کې نه لري همال
ګلستان زما د نظم شګفته شو
پرې وهي شيدا بلبله پروبال
ګلدستې يې لور په لور په ملک خورې شوې
تر کابله تر کشمېره تر بنګال
هر مضمون ته چې د زړه توجه وکړم
طبيعت يې راکوي په استعجال
درست ديوان مې لکه باغ د علم ګنج دى
په کې هر رنګه ګلونه هر نهال
د ديوان مې که بيت بيت سره حساب کړې
تر څلوېښت زره به تېر شي په سږ کال
په غزل په رباعي مې زړه مئېن دى
چې مداح يم د دلبرو د جمال
په محشر به مينه وړمه د سنګدلو
که په دا درنېږي تله د اعمال
زه مداح د هېچا نه يم بې د ښکلو
د نور چا په صفت نه لرم يو قال
پلار نيکه مې شهيدان وګورته تللي
پښت په پښت مې دا هنر دى ال په ال
که د جنګو د پرهارونو درته وايم
چې له درده مې په تن و لکه نال
يو پرهار به مې لا روغ په وجود نه و
بل پرهار به مې په تن و يا په ډال
دا همه زما د توري صدقه ده
پښتانه چې پرګنې خوري سيور غال
نن به درست د هندوستان دولت د دوى و
پښتانه که کم همت نه واى جهال
يګانه ځوانان که زر ما سره واى
نور زما و په پنجاب باندې يرغال
که هرڅو يې سازومه نه سازېږي
پښتانه دي د نږو کاڼو ديوال
هومره قام هومره عالم سردار يې هسې
سرګردان ګرزي په تېښته دا منوال
تر اويا کلونو تېر شو زما عمر
زړه هغه دى تن پيرۍ کړ پايمال
خدايه هومره مهلت ورکړې په دنيا کې
چې کاږه کارونه سم کاندي خوشحال
(۲: ۵۸۰مخ)
د خوشحال بابه په بولـلو کې د طبيعي پېښو انعکاس، ټولنيزې ناخوالې، سياسي او پوځي پېښې، ملي او عرفاني مسايل، ځانې او کورنۍ پېښې، ستونزې او کشمکشونه او نور په لسګونو ډوله پېښې او مسايل بيان شوي دي، خو که دا ټول مسايل او پېښې سره پرتله او انډول کړو؛ نو د خوشحال د ملتپانې (نيشنليزم) احساس او فکر به په کې تر ټولو زيات په نظر راشي. په حقيقت کې (Nationalism) په دوه ډوله دى.
١. Positive Natiponalism: دې ته مثبته ملتپالنه (نيشنليزم) وايي په دې ډول ملتپانه کې مشر او يا رهبر د خپل قوم په واسطه ځان يوځاى ته رسوي او بيا بېرته خپل قوم ته خدمتونه کوي؛ يعنې مشر د خلکو د خدمت لپاره هر ډول هڅې کوي. داسې ملتپالنه په هغو ټولنو کې د تطبيق وړ وي، چې د ټولنې زيات خلک باسواده او تعليم يافته وي، خوشحال بابا د مثبتې ملتپالنې ايډيال درلود؛ خو بابا په خراب وخت، خراب ځاى او خرابو خلکو کې پيدا شوى و، هېڅوک يې په قدر او عزت پوه نه شول ، د نشنليزم او رياليزم مفکوره د لومړي ځل لپاره د خوشحال په اشعارو کې لېدل کېږي او بيا لوى افغانستان نه نورې نړۍ ته دغه مفکوره تيته شوه.
٢. Nagitive nationalism: دې ته منفي ملتپالنه (نيشنليزم) وايي، په دې ډول ملتپالنه کې مشر يا رهبر ټولنې لپاره په چل اوفريب کې وي، ځان د خلکو په واسطه لوړو، لوړو ځايونو ته رسوي او بيا هېڅ ډول خدمت خپلو خلکو ته نه کوي. لکه: زموږ د پارلمان ځينې داړه ماران او غله چې د عوامو په سترګو کې خاورې اچوي او ځان د پارلمان چوکۍ پورې رسوي او بېرته د همدې خلکو وينې زبېښي.
داسې ملتپالنه په بې سواده او وروسته پاتې ملکونو کې ډېر زيات تطبيقېږي. لکه: افغانستان او داسې نور غريب ملکونه.
په حقيقت کې مثبته ملتپالنه او ملت جوړونه د خوشحال د قصايدو اساسي روح دى. (۳: ۹۹مخ)
د خوشحال په ټوله شاعرۍ، په تېره بيا په قصايدو کې ملتپالنه داسې حيثيت لري. لکه: په (شمسي نظام) کې چې يې (لمر) لري.
لمر د شمسي نظام چورليز (محور) دى او د دې لمريز نظام نورې ټولې سيارې د همدې لمر پر محور راڅرخي، د خوشحال په شاعرۍ او په همدې قصيدو کې هم ملتپالنه او ملت جوړونه همدا حيثيت لري، د خوشحال د قصايدو روح همدا ملتپالنه ده؛ خو نور ګڼ ټولنيز، عرفاني، اخلاقي او غنايي مسايل چې په قصايدو کې راغلي، بيا هم په يوه نه يو ډول له ملتپالنې او ملت جوړونې سره ارتباط لري او پر همدې محور چورلي.
د قصيدې بنسټ په عربي ادبياتو کې کېښود شوى دى او د جاهليت په زمانه کې (١٥٠) کال د اسلام څخه دمخه قصيدې موجودې وي او ډېرې مشهورې قصيدې يې (سبعه معلقه) نومېدې. (۴، ۱۰مخ)
١. د جاهلي پېر شاعر به په قصيده کې يو ځل د کوچيانو د کړو په پاتې شونو خبرې کولې، بيا به د دښتو او بيدياوو ستاينه وه، په صحراوو کې به يې وحشي او روږدي حيوانات يادول او له هغه وروسته به شاعر خپل اصلي هدف ته ګرځېده، چې يا به فخر و يا به مدحه وه، کله کله به يې په لارښوونو هم قصيده پاى ته رسېده.
٢. د جاهليت د پېر په قصايدو کې د موضوع تسلسل نه دى مراعات شوى؛ ځينې کره کتونکي د دې لوى علت د عربانو د ژوند اغېز و، چې هر لور ته به يې شاعر مخه کوله، هغه وخت ګڼ عربان کوچيان وو، کله به په وښو پسې يوې خوا کوچېدل او کله به د باران پسې بل لور ته تلل چې دغه ګرځېدنه د دوى قصيدې هم همغسې کړې وې.
٣. عربي شاعران په خپله وايي: زموږ د جاهليت پېر قصيدې څلور ستر عيبونه لري.
الف: د قصيدې موضوع يوه نه ده او تسلسل په کې په نظر کې نه دى نيول شوى.
ب: د ډېرو بيتونو ترمنځ معنوي رابطه نشته، په وزن او قافيه کې يې توپېر نشته ولې معنوي نيمګړتيا نه يې سترګې نه شو پټولاى، بايد په ښه شاعرۍ کې د هرو دوو نيم بيتو ترمنځ د معنا ربط موجود وي، د قافيې معنوي تړاو د بيتونو معنوي تړاو او د رديف معنوي تړاوو بايد په نظر کې ونيول شي.
ج: د شعر صدق او ريښتينولي کمزورى دى، شاعر له اغراق،غلو او ډېرې مبالغې کار اخلي او د ژونديو شمېر مفاهيم هغسې نه انځوروي، لکه څرنګه چې يو شعر غوښتنه کوي، د شعر د صدق په اړه الفت صاحب وايي:
(که چېرې يو کس د خپل زوى يا محبوبې په مرګ يوه مرثيه وليکي او بل کس د يو پاچا د مرګ په اړه مرثيه وليکي، د دواړو ترمنځ فرق دا دى، چې د لومړي کس په شعر کې د احساساتو، جذباتو او ولولو صدق او ريښتينولي موجوده ده او دې بل د پيسو ا ومال لپاره مرثيه ليکلې ده؛ نو د جاهليت په پېر کې قصايد د (عکاظ) د بازار لپاره ليکل کېدې، ترڅو ښه قيمت ګذاري پرې وشي او ريښتينولي په کې نه و.
څلورم عيب د قصيدو د معناوو تکرار و.
٤. د جاهليت په پېر کې د شاعر احساسات برسيرن دي او کله چې د اوښې په ستاينې شروع وکړي، تر سلو ډېر بيتونه هم ورته وايي. دغه بيتونه داسې دي چې له سره تر لکۍ اوښه ورته مجسموي.
٥. په دې پېر کې شاعران د حيواناتو ډېره يادونه په خپلو قصايدو کې کوي. لکه: اس، سوسمار، غوا، وحشي خرونه او يو شمېر هغه حيوانات يادوي چې وينې يې تشبيهات يې هم له همغسو شيانو سره دى چې د سترګو څلور کونجه يې څاري.
د عربي ادبياتو نه قصيده پارسي يا دري ادبياتو ته راغله او د فارسي ژبې لومړنى شاعر ابو العباس مروزي په (١٩٣سپوږميز) کال کې لومړنى شعر د قصيدې په چوکاټ کې وويل او د مامون الرشيد يادونه، مدح او ستاينه يې په کې کړې وه. لکه:
اى رسانيده به دولت فرق خود تافرق قدين
کسترانيده به عدل وجود عالم يدين
مر خلافت راتو شايسته چو مردم ديده را
دين يزدانى راتو بايسته رخ را هر دوعين
١. په فارسي قصايدو کې مدح تر هرڅه مخه د قصيدې هدف او مقصد و او عاشقانه تشبيبونه صرف د قصيدې د ښکلې کېدو لپاره و.
٢. د غزنويانو په دوران کې به قصيدې ټولې تمهيديه وي او د پاچا، وزير او نورو مشرانو د چاپلوسۍ لپاره ويل کېدې او د حد نه زيات افراط به يې په کې کولو.
٣. وروسته د غزنويانو په قصايدو کې اعتقادي موضوعات راتلل.
٤. سنايي غزنوي په قصايدو کې ديني، عرفاني او تصوفي مسايل راوړل.
٥. سعدي په خپلو قصايدو کې اخلاقي او اجتماعي مسايل راوړل.
٦. د حسن طلب برخه په فارسي قصايدو کې ډېر زيات ليدل کېږي.
د فارسي ادبياتو د قصيدې موضوعات مدح، ستاينه، چاپلوسي، اعتقادي، ديني، عرفاني، تصوفي، اخلاقي، اجتماعي، سياسي، وطني او ملي ده؛ خو زياتره موضوعات يې د تمهيديه قصيدې په چوکاټ او قالب کې ويل شوي دي، يعنې د تشبيب، ګريز، اصلي مطلب، حسن مطلب او دعاييه برخې په زياتو کې لېدل کېږي. (۵: ۱۱۹مخ)
د پښتو ادبياتو په لرغونو دورې کې موږ دوه شهکاري قصيدې لرو چې لومړنۍ يې د شيخ اسعد سوري قصيده ده، چې دې قصيدې ته مرثيه (رثايي) قصيده ويلاى شو او دويمه قصيده د ښکارندوى غوري قصيده ده چې د سلطان شهاب الدين او سلطان غياث الدين غوري په ستاينه او مدح کې يې ويلي دي، دا دوه قصيدې د پښتو ادبياتو دوه داسې ارزښتمندې او شهکاري قصيدې دي چې د خپل وخت په دري ادبياتو کې يې هم مثال نه لېدل کېده او د پښتو ادبياتو په منځنۍ او معاصرې دورې کې داسې نورې قصيدې موږ نه شو پيدا کولاى.
د غوريانو د دور قصيدې په تول برابرې قصيدې وې؛ مګر پس له غوري درباره درې پېړۍ د قصيدې نمونې موږ نه لرو؛ خو کله چې د پير روښان په روحاني بزم کې وځلېده، رنګ او جوله يې بالکل بدله وه، يعنې هغه قصيده چې په غوري دربار کې په فني او ادبي لحاظ ډېرې پياوړې او يوه يې د مدح او بله يې د رثا لپاره ويل شوې وې، د پير روښان په بزم کې خاص د توصيف او الهي تفکر په رنګ رنګېدلې راووته. د روښانيان قصيدې خو د وحدت او تصوف په افکارو ډکې او غني دي، مګر د صنعت، ادب او بيان له پلوه وچې کلکې او بې خونده دي او د دوى د شاعرۍ او فني کمال او صنعتي جمال خوا سپيره ښکاري. د روښانيانو په مکتب کې ادبي قدرت او د شاعريت حقيقي جلوې ډېرې کمې دي، هغه شاعرانه اقتدار چې د غزنويانو او غوريانو دورې په قصايدو کې لېدل کېږي. د روښانيانو په دورې کې ډېر تت تر سترګو کېږي.
د روښانيانو په دوره کې يوازې تصوفي، عرفاني او اخلاقي مسايل په قصيدو کې راتلل او د شعريت خوا يې کمزورې وه.
د پير روښان تصوفي او سياسي ادبي مکتب نه وروسته د خوشحال خان خټک ملي ادبي مکتب منځته راغى.
بابا د شعر او نثر په برخه کې ډېر تغيرات راوړل، د روښانيانو مسجع نثر يې په ساده او ران نثر بدل کړ او د نظم په برخه کې يې ډېر مشترک يا عروضي نظمونو نه کار واخيست او استعمال يې کړه.(۶: ۱۶ـ ۱۷ مخونه)
خوشحال خان خټک په خپل ادبي زيار کې قصيده هم ترلاسه ونيول او د روښانيانو له خانقا يې بېرته د بزم مجلس ته راوسته.
خوشحال خان او تر ده وروسته د ده د کورنۍ ډېرو شاعرانو د پښتو قصيده په صنعتي او فني لحاظ وپالـله او د مضمون د تنوع له پلوه يې داسې غني کړه، چې اوس هغه د غوريانو او روښانيانو قصيدې چې پرته له ستاينې او تصوفه يې نور رنګونه نه لرل، په ډول ډول مضامينو وپسولل شوه او هر راز ادبي ښکلا يې بيا مونده.
اخلاقي، حماسي، افتخاري، شکوه، غندنه، ستاينه، ښېګڼه، تبليغ او تلقين خو کله کله تصوف، توحيد او نور ډېر مضامين هم د قصيدې په فورم او چوکاټ کې داخل شوه.
په حقيقت کې بابا د نوې قصيدې ژوندى کوونکى دى او په يوه قصيده کې د روښانيانو کمزوري او د خپلو اشعارو يادونه کوي او وايي:
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ
يو په حال او په ماضي کې هسې نه و
د سهيل غوندې مې ځان باندې څرګند کړ
د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزانې، خيشکى، زمند کړ
که دولت و، که واصل و ،که دا نورو
په خبرو مې د هر يوه ريشخند کړ
هر کلام مې وارداد دى يا الهام دى
چې موزون مې په تقطيع د بحر بند کړ
د بوستان ونې مې واړه پيوندې دي
حقيقت مې د مجاز سره پيوند کړ
رښتيا هم تر خوشحال خان دمخه د پښتو قصيده د روښانيانو په دور کې داسې وه، لکه چې سړى اوربشينه ډوډۍ خوري.
د خوشحال خان په قصيده کې د چا غندنه يا ستاينه يا کومه مقصد نه وه، د ده کلام د زړه الهام او د محبت کمندو:
نه مې سود نه مې مقصود شته په دا کار کې
محبت زما په غاړه دا کمند کړ
د بابا د قصايدو ديوان شا او خوا ٢٠٠٠ بيتونو ته رسېږي. د خوشحال خان قصدې د ده د شعر يوه جامعه برخه ده چې د شاعر پياوړتوب او فني اقتدار او ادبي مهارت ښه ښکاره کوي.
خان بابا د شاعرۍ سره- سره يو جنګي سردار او د جګړې د ميدان توريالى سپاهي هم دى؛ نو ځکه د ده وينا په جنګي مناظرو او د تورې او تورياليتوب په ستاينه کې پر يوه واقعيي او حقيقي کيف بنا ده او تل له ځانه حکايت کوي، نه له نورو او که کوم وخت د کوم توريالي ستاينه کوي، هغه هم هغه څوک وي، چې د ده تر مشرتابه لاندې تورې وهي .
د خوشحال بابا قصايد د مضمون له پلوه د عربي، فارسي او د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې او منځنۍ دورې د روښانيانو د ادبي مکتب سره لاندې توپيرونه درلودل.
١. د جاهليت د پېر قصيدو د تمهيديه قصيدې په ډول برخې درلودې، خو د خوشحال په ډېرو قصايدو کې دا ځانګړنه نه شته.
٢. د جاهليت د پېر او همدارنګه د فارسي ژبې ځينې قصيدې د مال او دولت د لاس ته راوړلو لپاره ويل کېدې، لکه د جاهليت په پېر کې د (عکاظ) په بازار کې خرڅېدې او د فارسي ژبې قصيدې به په مدح او ستاينې لپاره ويل کېدې، خو د بابا ټولې قصيدې داسې هېڅ ځانګړنه نه لري. بابا که په ځينو قصايدو کې د ايمل خان او دريا خان يادونه کړې ده، هغه د بابا د لاس لاندې کسان و.
٣. په فارسي قصايدو کې د حسن طلب برخه ډېره لېدل کېږي، چې شاعر د خپل ستايونکي نه د مال، دولت او يا څه شى چې يې مقصد وي، په ډېر ماهرانه او استادانه ډول غواړي؛ خو د بابا په قصايدو کې دا برخه نشته.
٤. د جاهليت د پېر د قصيدو ترمنځ د موضوع تسلسل، د بيتونو ترمنځ معنوي تړاو، په شعر کې صدق او ريښتينوالى او د معناوو تکرار په نظر کې نه دى نيول شوى، خو د بابا په قصايدو کې پورتني ټولې ځانګړنې موجودې دي.
٥. د فارسي ژبې ډېرې قصيدې تمهيديه دي؛ خو د بابا ډېرې قصيدې خطابيه قصيدې دي.
٦. په فارسي تمهيديه قصايدو کې چندانې د شعر ريښتينولي او صدق په نظر نه راځي، ځکه دوى ډېرې قصيدې د مقصد لپاره ويلې دي، چې په پښتو ادبياتو کې دې ته شعوري (راوړې) شاعري وايي.
خو د بابا په ټولو قصيدو کې د شعر صدق له ورايه معلومېږي، دې خپلې ټولې قصيدې ناشعوري (راغلې) يا په الهامي ډول د قصيدې په چوکاټ او فورم کې ويلې دي.
٧. د غوريانو د دور قصيدې يوه (ستاينه) او بله (رثا) وه خو بابا هر ډول مضامين په خپلو قصايدو کې راوړل.
٨. د روښانيانو د دورې قصيدې په تصوفي، عرفانې او وحدت الوجودي رنګ رنګېدلې وې؛ خو بابا د دې تنګو موضوعاتو نه قصيده راوويسته.
٩. د روښانيانو د دور قصيدې په فني لحاظ ډېرې وچې کلکې او بې خونده وې؛ خو بابا ډېرې په تول برابرې او ارزښتاکه قصيدې وويلې.
١٠. بابا په خپلو قصايدو کې راستاً په اصلي مطلب شروع کاوه او د تمهيديه قصايدو په ډول يې برخې په کې نه مراعاتولې، ځينې قصايد يې د تمهيديه قصيدې ځينې برخې لري.
١١. د بابا په قصايدو کې اخلاقي، حماسي، اقتصادي، شکوه، غندنه، ستاينه، ښېکڼه، تبليغ، تصوف، عرفان، توحيد او نور ډېر مضامين هم د قصيدې په چوکاټ کې داخل کړي دي.
(۷: ۱۱۹ـ ۱۲۰ مخونه)
ماخذونه
حبیبي،پوهاندعبدالحی،دپښتوادب لنډتاریخ،علامه رشاد خپرندویه ټولنه،کندهار، ۱۳۸۷ ل کال .