ژباړه: زاهدالله ځلاند
یوه ورځ اکبر پاچا د خپلو درباریانو نه یوه عجیب و غریبه پوښتنه وکړه: که چېرې څوک زما د ږیرې ویښتان وباسي؛ نو
ژباړه: زاهدالله ځلاند
کومه سزا باید ورکړل شي؟
یوه درباري وویل: هغه باید زندۍ یا اعدام شي.
بل وویل: هغه ته باید سخته سزا ورکړل شي.
درېیم وویل: د هغه څخه باید سر غوڅ شي.
اکبر پاچا بیربل ته وویل، چې ته په کې څه وایې؟
بیربل ورته وویل: هغه ته باید شیریني او خواږه ورکړل شي>
نور درباریان ورته حیران شول او ورته یې وویل، چې خواږه؟
بیربل ورته وویل، چې خواږه؛ ځکه چې یوازینی کس چې دا جرأت او زړورتیا کولی شی، چې د پاچا ږیرې ته لاس
ورواچوي، هغه د ده لمسی دی.
پاچا د بیربل په دغه ځواب سره ډېر خوشاله شو او خپله ګوته یې ورته د انعام په توګه ډالۍ کړه.