لیکوال: راسل ګریر
ژباړن: حمیدالله حمیدي
ټول په دې پوه یو، چې کله کله ژوند ډیر سخت او دوشوار شي. زه ډیره کله خپل وخته له هغه کسانو ته په مشوره ورکولو تېروم، چې په خپل ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، له دې ستونزو ځینې یې دومره دردونکې دي، چې ان په اړه یې فکر هم نه شی کولای، د بېلګې په توګه له یوې داسې مور سره مخ شوی یم، چې کلونه کلونه یې د خپل زوی په روزلو تېر کړي، له ماشوم توبه تر ځوانۍ پورې یې روزلی او پاللی دی، خو د سترګو په رپ کې یې په ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړی او یا هم داسې مشران خپلې کیسې راته کوي، چې په کوچونیوالي کې یې له ستونزو ډک ژوند تېر کړی، زه د دې ډول کسانو ستونزې درک کوم او ورته مناسبې د حل لار په ګوته کوم. په ژوند کې ځینې نور هم داسې څه شته، چې ځورونکي دي، موږ باید له دې ډول شیانو سره د مصیبت په څېر چلند ونه کړو؛ د بېلګې په توګه یو څوک د ریاضي په ازموینه کې پاتې راځي او یا هم یو څوک له نیوکې سره مخ کیږي، موږ ډیر وخت دا ډول پېښې ډیرې جدي نیسو او د یوې ځورونکې پېښې په توګه ور سره چلند کوو.
خو ولې داسې کو؟
ځواب یې چندانې سخت نه دی. موږ انسانان تل بې له کچې د دې ډول ستونزو په مقابل کې جدي کېږو. په ډيره سادګۍ سره له خپل ذهن څخه ناوړه ګټه اخلو او خپل طبیعي تمایلات عملي کوو: باید ښه کارونه وکړو، خوښوونکي و اوسو، د بل چا د خوښې وړ وګرځو، او تل غواړو چې له انصاف څخه ډګ چلند را سره وشي؛ له همدې امله موږ خپل زیات وخت په چورتونو او فکرونو تېروو. همدغه کړنې زموږ پر معده فشار راوړي؛ چې په پایله کې ستړي او مړاوي ښکارو او د زړه د ځورونې او خفګان سبب به مو وګرځي! خو تشویش مه کوی زما سره یې حل لارې شته چې په عملي کولو سره یې کولای شئ تل خوشاله او سوکاله ژوند ولرئ.
۱- هڅه وکړئ د (( اړتیالرم))، ((باید)) او ((حتمآ)) عبارتونه له خپله ذهنه لرې وغورځوئ خپلې اړتیاوې او غوښتنې مو طبقه بندي کړئ. دغه ډول کړنې مو تفکر اراموي او خوښي پرې پوري تړي.
۲- وخاندئ او خوښ اوسئ؛ په ځانګړي ډول نقصانونه او وړې ستونزې په خپل لاس مه درته لویوئ.
په خندا کې یو مهم او اړین درس نغښتی دی: خندا نه یوازې تاسو ته د خوښۍ احساس درکوي بلکې دغه ګټې هم لري ژور خفګان او نورې دې ورته ستونزې له منځه وړي، موږ له خپلو شوخو ملګرو سره په اړیکه کې کوي، چې دغه کړنې په موږ کې د خوښ اوسېدو سبب ګرځي. لیدلي به مو وي هغه کسان، چې تل غواړي یوازې ژوند وکړي له ملګرو سره راشه درشه نه لري ډیر یې له دې ډول ژور خفګان سره مخ وي هڅه وکړي د ځان په ګډون مو نور ملګري هم له دې ستونزې خلاص کړئ.
خندا کولای شي زموږ د بدن دفاعي سیستم قوي کړي، د وینې فشارکموي، په وینه کې د اکسجین د زیاتېدو سبب ګرځي، د بدن عضلې مو نرموي او درد احساس له منځه وړي او په ټوله کې خندا موږ ته دا انرژي راکوي، چې له دې ټولو ښېګڼو سره سره به مو څېره هم ښکلې وي، ځګه ترېو تندی ښکلي کسان هم بدرنګوي.
تاسو څه ډول یاست؟
ایا تاسو هم زما په څېر یئ؟ ایا غواړئ غوښتنو اوهیلو ته مو ورسېږئ، غواړي په خلکو ګران شئ او دغه ډول له نورو خلکو سره مینه وکړئ؟ او که غواړئ تل په فکرونو کې غرق اوسئ، تل د ستونزو په اړه فکر وکړئ او له ژونده ستړي وی؟ زه په ډاډ سره وایم چې تاسو په دویمه ګتګورۍ کې راځئ. ولې تل هغه کارونه کوئ، چې، ګټه یې صفر ده او یوازې خپل ځان خرابوئ؟
ژوره ساه وباسئ او یو قدم شاته کېږدئ. تاسو باید د هغو ستونزو اومشکلاتو په اړه فکر وکړئ، چې تاسو ځوروي. هغه وخت بیا درته پته لګي، چې دغه ستونزې، چې تاسو ور سره مخ یئ د یوه غره په څېر ستونزې نه دي بلګې ډیر وړې دي او کېدای شي ډیر کسان په خپل ځان پورې وخاندي، چې ما له خپل ځان سره څه کړې، چې دې حالت ته مې ځان رسولی او په خپلو تېرو کړونو به پېښمانه وی.
ژوند وکړئ:
سخته به وي، چې له دومره ستونزو سره سره، چې تاسو یې په خپل ژوند کې لرئ وخاندی، خو که د یوه ځل لپاره هم وي دغه څلور کړنلارې تر سره کړئ، هغه وخت به بیا و وینئ او پوه به شئ، چې ډیر وخاندئ او په پایله کې له خپله ژوند خوند واخلئ.
۱- په سفر ولاړ شئ:
په دې کار سره کولای شي د هغه فکرونو له شره خلاص شئ، چې په ذهن کې مو راټول شوي او منفي ذیګنالونه خپروي، داسې فکرونه لکه: اړتیا لرم،حتمآ، مجبوریم او ضروري ده. دغه ډول کلمې مو له مرګ او ژوند سره مخ کوي خو په اصل کې هېڅ هم نشته یوازې ستاسو د خوښ اوسېدو مخه نیسي. په داسې وخت یوازې دو ټوکو ته پام وکړئ.
کارونه مو په سمه او د خوښې وړ توګه تر سره کړئ
منفي فکرونه مو د جملو په څېر ولیګئ او بیا په دې اړه فکر وکړئ، چې دا نو هسې بې مانا جملې دي او له خپل ذهن څخه یې وباسئ.
۲- د ژوند پر بې ماناو اړخونو سترګې پټې کړئ:
کله مو چې دا ډول پوچ مسایل له خپل ذهنه لرې وغورځول د خپل ځان لپاره مو د تفریح زمینه برابره کړه. ډیر به مو لیدلي وي، کله، چې د بازۍ یو ټیم بازي بایلي نو لوبغاړي یې څمره په غوسه او او د خفګان احساس کوي دغه ډول که یې کله بازي وګټله نو خوښي یې بیا یو پر دوه کیږي، تاسو هم دا ډول یۍ، که مو یو ځل د دې کړنې خوند ولید نو له خپلې دې بریا به بې له کچې خوند واخلئ.
۳- د ځان لپاره وخاندئ بې له دې چې پر ځان پورې وخاندئ:
په دې ډول شوخۍ سره کولای شئ، چې خپل ځان وپېژنئ او پر دې پوه شئ، چې له انسانانو سره خطا ملګرې ده.
۴- د خوښې وړ ټوکې مو واورئ:
ډیر کسان له دې سره مینه لري، چې ټوکې وکړي او یا له بل څخه غواړي، چې ټوکې ورته واوروي، انټرنېټي ځانګړې پاڼې له ټوکو ډکې دي، چې د عنوان له اړخه طبقه بندي شوې دي، ځینې یې بې مزې دي او ځینې نورې یې بیا ښې او خندونکې دي، هغه ولټوئ او خوند ترې واخلئ، وخاندئ او نور ته یې هم و وایئ.
ګرانو لوستونکو!
په یاد ولرئ، چې ځان خوښ ساتل تمرکز او هڅې ته اړتیا لري، تل باید د موخې له مخې کار وکړئ، داسې کار، چې وکولای شو خپله خوښې پکې وساتو. په دې برخه کې در سره خندا مرسته کوي. یو څه مو باید په یاد وي، چې ډېره خندا هم زړه وژني. په هرڅه کې منځلاري په کار ده.