لیکنه: دادمحمد ناوک
- خوښ اوسئ!
ژوند کم دی، دومره کم چې د بدۍ لپاره د تصور وخت هم پکې نه موندل کېږي، که څه کمېږي، ډېرېږي، ورکېږي یا را پیدا کېږي صرف نندارچي يې اوسه! دا ژوند پر دې نه ارزي، چې له لاسه تللیو پسې يې دومره خپه شې، چې په لاس کې شته در نه ګډوډ شي. - خوښ اوسئ!
ژوند وسیله ده، که مو هدف وګرځاوه، پکې نښلئ او دا نښلېدل به دومره سخت وي، چې د وسیلې په هدف ګرخېدو سره به د هدف مفهوم ګډوډ او د اوبو اخیستي په څېر به ځګ ته لاس اچوئ، ژوند تر مرګه د لارې نوم دی، دغه وسیله او دغه لاره موږ هدف ته رسوي، راځئ ښه يې استعمال کړو او ښه پرې لاړ شو، مهمه نه ده چې په لاره کې خپه واوسو. - خوښ اوسئ!
نېچه وايي پر دې باور ولرئ، چې خدای تر تاسې هوښيار دی، ځکه خو چې هر څه کېږي، ښه کېږي.
موږ د مسلمانانو په توګه پر دې هم باوري يو، چې الله جل جلاله پر موږ ظلم نه کوي او مهربانه ذات دی، ځکه خو باید د ژوند په دې کمه موده کې د ځينو واقعو په اړه خپه نه شو. - خوښ اوسئ
اشرف المخلوقات یاست، مسلمان یاست، طبیعت مو تابع دی، شرف مو پرې حاصل دی، ایمان مو تکيه ده، د ایمان نور مو ډاډ دی.
رهبر مو قرآن دی، حق مو پر خوا دی، ځکه خو خوښ اوسئ! - خوښ اوسئ!
که چا درسره بد کړي وي، له دوو ځانګړونو به خالي نه وي، یا يې پخپل فکر او عقل دا کار کړی دی، چې دلته باید تاسې ځکه ترې خپه نه شئ، چې د هغه عقل تر همدې بريده کار کوي، نو ولې له چا نه د هغه تر عقل پورته تمه وشي.
یا به يې د چا په لمسون، بې پامۍ یا هم نا نورمال حالت کې کړي وي، چې وروسته ښايي پخپله هم پرې پښېمانه شي، نو ځکه خوښ اوسئ! - خوښ اوسئ!
د ژوند په تر ټولو سخته ستونزه کې هم یاد لره، چې ته تنها نه يې الله جل جلاله درسره دی، د الله جل جلاله ملګرتيا داسې ملګرتيا ده، چې د خاوریني کرې اوښتونکي انسان ملګرتيا ورسره هيڅ د تشبه وړ نه ده. په هره لویه ستونزه کې باور ولره، چې تېرېږي او داسې به تېره شي، لکه وړاندې چې تېرې شوې.
نوربیا….