ژباړه: کوچۍ
خټکی د میو یو ډیر عالي او مشهور ډول دی، اروپايي خټکي تر ټولو مشهور خټکي دي چې کانتالوپ Cantaloupe نومیږي ، دغه خټکي د لومړي ځل له پاره د ایټالیا د کانتالوپ ښار کې په ۱۷۰۰ زیږدیز کال کې د وکرل شول.
د خټکیو ډیرو بیلابیلو ډولونو په ټوله نړۍ کې وده کړې ده، لکه هندوانه، خټکي ډیر وخت د جون له میاشتې بیا تر سپټمبر میاشتې پورې وده کوي، خو هغه هیوادونه چې تود اقلیم لري ، په دغو هیوادونو کې په ټول کال کې خټکي وده کولای شي.
په دغه لیکنه کې به تاسو وپوهیږئ چې خټکی ولې روغتیايي یا صحي بلل کیږي؟ دلته تاسو د خټکي روغتیايي ګټې لولئ لکه د استما د ناروغۍ د شونتیا دکچې راټیټول، د سرطان په ناروغي د اخته کیدو د شونتیا کچه راکمول، د پوستکي روغتیا ساتنه او د التهاب کموالی.
د دغې مقالې له لوستو وروسته تاسو به وپوهیږئ چې خټکی ان کله چې مو د خوړو رژیم درلود، خوړلای شئ.
ولې خټکی صحي دی؟
د استما ناروغۍ د شونتیا کچه راټیټوي
خټکي ډیر اړین او مهم خوړنیز توکي لري لکه بیتاکاروتین beta carotene او c ویټامین.کله چې تاسو دغه خوړنیز توکي په پوره کچه ترلاسه کړئ، نو دغه دواړه خوړنیز توکي د استما د ناروغۍ د پراخیدو مخ نیسي او د شونتیا کچه یې راکموي.
د سرطان په ناروغي د اخته کیدو د کچې ټیټوالی
تاسو کولای ش چې د خټکي په سم او منظم ډول خوړو سره د سرطان ناروغي د پېښېدو کچه راټیټه کړئ، دا شونې ده، دا ځکه چې په خټکي کې شته خوړنیز توکي زموږ د وجود ژونکې له زیانمنیدو څخه ژغوري.Aویټامینه یو له دغو اړینو خوړنیزو توکو نه دی، کله چې ستاسو بدن په پوره کچه A ویټامین ولري، ویټامین ستاسو بدن له سږو سرطان او ستاسو د بدن په سوړو کې د سرطان له نورو ډولونو لکه د خولې، پوزې او د رحم د خولې له سرطان نه ساتي.
موږ کولای شو د خټکي له خوړلو نه د پوره اندازه بیتاکاروتین beta carotene په تر لاسه کولو سره په پروستات سرطان د اخته کیدو شونتیا راټیټه کړو. د Harvard پوهنتون د ټولیزې روغتیا د تغذیي دیپارتمنټ له یو لړ څیړنو وروسته پورته معلومات وړاندې کړې دي، همدا ډول خټکي ډیر زیات لوتئین lutein، زاکسنتین zeaxanthin او کریپتوکسانتین cryptoxanthin لري، دغه antioxidants کولای شي چې د بدن له ژونکوساتنه وکړي، په دې ډول د پروستات، رحم، سږو، پانقرانس، تیو او غټو کولمو د سرطان شونتیا راکمه کړي.
د پوستکي روِغتیا ځواکمنه ساتي
د خټکي خوړل د پوستکي په روغتیا ساتنه کې هم ونډه اخلي، په وجود کې د بیتاکاروتین beta carotene د شمیر ډیروالی د دې سبب ګرځي چې د پوستکي د مړو ژونکو شمیر راټیټ کړي، دغه خوړنیز توکي د دې سبب ګرځي چې د پوستکي منافذ پرانیستي پاتې شي.
ډیرو څیړو ښوولې ده چې په خټکي کې شته بیتاکاروتین د پوستکي د ځلا سبب ګرځي او د پوستکي د زړښت مخنیوی کوي، همدا لامل دی چې په پوستکي کې د ګونځو کچه راټيټیږي (8.7.6.5).
د زړه او رګونو د ناروغیو شونتیا کچه راکموي
خټکي د پوتاشیم د لرلو له مخې ښّ غني دي، پوتاشیم د وینو د فشار او د زړه د ټکان لپاره له روِغتیايي پلوه ډیر ګټور دی، تاسو کولای شي د خټکي په خوړلو سره د زړه د حملو، د زړه او رګونو د نورو ناروغیو د پېښېدو کچه راټیټ کړئ.
د التهاب ضد چارې
په خټکي کې کولین Choline ډیره مهمه ماده ده چې د خوب پر مهال د انسان له بدن سره مرسته کوي، کله چې تاسو غواړئ یو څه نوي زده کړئ، یا غواړئ یو څه په یاد وساتئ نو دغه خوړنیز توکی تاسو سره مرسته کوي، د دې تر څنګ کولین د التهاب په وړاندې هم چارې ترسره کوي، دغه ماده کولای شي چې د مزمن التهاب او پړسوب مخه ونیسي.
د سترګو له پاره ښه دی
تاسو کولای شئ د خټکي په ډیر خوړلو سره د خپلو سترګو روغتیا ځوکمنه کړئ، یو خټکی هوبه هو د اوکادو، مځکې توت او امو په شان زیزانتن zeaxanthin لري، دغه ماده د سترګو په روغتیا ساتنه کې ډیر مهم رول لوبوي، کیدای شي تاسو د دغې مادې په ترلاسه کولو سره د macular degeneration ناروغي نه چې د زړښت په مهال سترګې پرې اخته کیږي او د لید ځواک کمزوری کیږي، ځان وساتئ، د زیزانتن zeaxanthin په خواکې خټکي A ویټامین هم ښه په زیاته کچه لري چې دغه ویټامینونه د سترګو لید له کمزورتیا ساتي او د سترګو د عفونتونو مخنیوی کوي.
د خټکي خوړنیز ارزښت
د خټکي یو ۱۱۷ ګرامه برخه لاندې ګټور خوړنیز توکي لري:
۱ـ 60 calories کالوري
۲ـ ۱۶ ګرامه کاربوهایدرایت carbohydrates، لکه:
۱۴ ګرامه شکر
۲ ګرامه فیبرfibers
۱ ګرام پروتین
صفر ګرامه غوړ
۳ـ ویټامینونه او مینرالونه
Vitamin A: 120% ADH
Vitamin C: 108% ADH
Vitamin E: 0% ADH
Vitamin K: 6% ADH
Calcium: 2% ADH
Folic acid: 9% ADH
Magnesium: 5% ADH
Potassium: 14% ADH
Buyer: 4% ADH
Manganese: 4% ADH
د خټکی یوه ټوټه د پورته ګټورو خوړنیزو توکو په خواکې په لږه کچه B1 ویټامین، B2 ویټامین،B3ویټامین،B6 ,ویټامین او اوسپنه هم لري.
خټکي او د وزن کموالی
خټکي چې د لږې اندازې کالوري درلودونکي دي، دا ډول هیڅ غوړ نه لري د هغو خلکو لپاره ګټوره میوه ده چې غواړي ډنګر شي. کله چې تاسو خټکی خورئ یا یې له خپلو خوړو سره ګډوئ نو تاسو یوه زیاته اندازه ویټامینونه، مینرالونه او روغتیايي معدني خوړنیز توکي اخلئ