لیکنه: اسدالله لایق
کله به مې چې د ماخســتن لمونځ وکړ، مخـــکې له ویده کیدلو به د خـــپل نیکه (روح يي ښاد) په څنــــګ کې کیښناستم تر څو پر ما یو څو دمــــونه واچوي ځکه ویریدم به چې بیـــــګاه ته به بیا تر سهاره پورې زه او زمـــا دا ډارونکي ملـــګري، چې مونږ او تاسو ورته “خپسه” وايو، لاس او ګریوان وو. نیـــــکه به مې هم یو څو دمــــونه رباندې “چوف” کـــــړل او چاړه به یی راکړه چې دغه د بالښــــت لاندې ساته ځکه خپـــــسه د چړې نه ډیــره ویریږي؛ له بده مرغه چړې به هم راسره مرســـــته نه کوله او هــــمغه خپسه به هــــره شپــه زما پر ټټر ناســـــته وه او خوبونه يي راله په غـــــــــم لړلي وو. کله به مې چې د کلي مـــــــلا وغوښتل: ملا صاحب! یو تـعـــــویز راته وکړه ځکه د خپســـــې نه ډیر په تنــــــګ یم، هغې به په ځــــــواب کې وویل: ((زما پام دی، تاسو ځــــــوانان دا لمونځـــــونه سم نه کوی؛ نه مو رکوع د رکوع په څـــــير ده او نه مو سجده د سجدې په څير، ځـــــکه خو بد بد خوبونه هم وینی.))
په کلــــــیوالو خلکو کې هم داخبره ډیره مشـــــهوره وه چې “خپسه” داسې یو شیـــــطاني اروا ده چې پوزه نه لري او د شپـــې له خوا ګــــــرځي تر څو ځان ته ښه پوزه ومومي؛ هغوی به ویل، چې کله خپسه د یو چا پوزه خوښـــــه کړي نو په همغه کـــــس راځي. کله چې راشي نو خپل لاسونه د هغې کس په لاســـــــونو ږدي، پخې په پخـــــو ږدي، خوله په خوله، خو دا چې پوزه نه لـــــري دا ډیر د مننې اوخـــــــوښۍ ځای دی کنه ډير خلک به یي تبربت کـــــړي وای. که ریښتـــــــیا ووايو زمــــــــــونږ خلک په دې خبره دروغــــجن نه دي ځکه دا خبره د ډيرو پخوانـیو زمانو راپاتې ده چې هر ولـــــس او ټبر ورله ځانګـــــړي پژندنه (تعریف) او یوه کیــــسه جوړه کړيده او ګمان کوي چې دا ټول بد ارواګان دي. تر ټولو لرغــــــــــونی انځور په کال ۱۷۸۱کې انځورګر هینري “فیوزل” انځور کړي وو، چې د پیري (جن؟) په څير یو شې د یوې ښـــــــځې په ټټر ناست دی.
ریښتیا هم چې کله یو څوک د خــپسې سره لاس او ګریوان وي، هر څه ډیر ریښتینې ښـــــــکاري. ډيری خلک چې د خپلو ازمیښتونه (تجربو) کــیسې کوي، دوی وايي چې لمـــــړی بد او یا ویرونکی خـــــوب ویني؛ ورو ورو یي بدن دروند شــــــي او ډول ډول اوازونه اوري (لکه په غـــوږونو کې هغه زنګ چې د لوړې چاودنې وروسته سړي ته احساسیږي)؛ وروســـته ددې نښو نښانو نوموړی کس ددې ځـــــواک نه لري چې حـــرکت وکړي، کړیکه اوباسې او یا هم د مقابل لورې سره مقــــــاومت وکړي؛ په دې حالت کې یو څـــــوک داسې اندي او ګومـــان کوي چې خلک یي غږ او کړیکي نه اوري؛ دوی داسې هم اندي چې خلک دده شاوخوا ټول حــــــالات ویني خو دوی ورله مرستې ته نه راځي. ځينې خو يي داسې ګمان کوي چې خپسه په خپلو ستـــــرګو ویني ځکه په هغې وخت کې دوی په پشـــپړ ډول سره ویښ او په سد وي، چې د ساینس له لیدتوګه ورته “خیالي تصور او وهم” (Hallucination) وايي.
په هــــــر ډول ، د خوښی خـــــبره دا ده چې په ننۍ نړی کــــې انسان د ســــاینس او ټکنالوژی په رڼا کې ډیرو داسې کیسو او ګومانونو ته ځوابونه پیدا کړي، کوم چې خلـــــــکو په سلهاوو کلونو د ریښتوني څيزونو په سترګه ورته کتل. نومړي موضــــــوع نه کوم شیــــــطان دی او نه هم بده اروا، بلکې ارواه پوهـــــان دې ته د یوې اروايي (عصبي) ستونزې په ســــترګه ګوري چې ورته د سليپ پرالیسیز (Sleep Paralysis) وايي.
سليپ پرالیسیز (په خوب کې شلیدنه یا خوب فلجي): د هغې ستونزې نه عــــبارت دی کوم چې یو ځـــانمن کس يي د خوب په حالت کې تجـــــربه کوي؛ په دې حالت کې دوی په سد وي خو حرکت نشي کولای؛ نوموړي ناروغي د ویده کیدو په دوو حالتونو کې مینځ ته راځي:
لمړی: Hypnagogic/Predormital (هیپناګاجیک/پریډورمیټل): په دې حالت کې سړی نیمخوبی وي او وجود يي د ارامی په لور ځي تر څو داسې حالت ته ورسیږي چې یو څــــوک خوځښت او خبرې نه شي کولای.
دوهم: nopompic/ PostdormiHy ( هیپناپامپیک/پوستډارمیټل): په دې حالت کې یو څوک د ډير ژور خوب نه د ویښیدلو په حالت کې وي او د بدن ټول عضلات يي په پوره ډول سره ارام وي؛ همدا وجه ده چې یو څوک د غږ او خوځښت کولو ځواک نه لري.
ارواه پوهان وايي چې څـــــلور په لسو کسانو کې د خوب فلجۍ ستونزه لري او ډیری وخت په تنکــــیو ځوانانو کې لیدل کیږي، خو د دوی ترڅـــــنګ د پاخه عمر خلک هم ترې رنځيږي. داســــې ویل کیږي چې نوموړي ستونزه کیدای شي په یوه کورنۍ کې موجـــــوده وي، خو ځینې لاملونه يي په لاندې ډول دي:
- بې خوبي
- د خوب کولو ناسم مهالویش
- عصبي او دماغي ناروغی او ستونزې
- په ملا (شـــا) ویده کیدل
- د ویده کیدلو په وخت کې نورې ســـــتونزې لرل لکه (Narcolepsy) کوم چې په ارام چاپریال کې پر یو چا باندې نامنظمې د خـــــوب څپې راځي او یا (ep ApneaSle) په خوب کې ساه بندیز او د ساه اخیستنې ستـــــونزې .
- د ځينو درملو او نشیيتوکو کارول
که یو څوک د خــــوب فلجۍ سره مخامخ کیږي، دا کومه د ویرې خبـــره نه ده خو که لاندې نښې نښانې په ســــترګو کیږي نو د خپل رنځپوه (ډاکټر) سره په اړیــــکه کې شی:
- د ستونزې په اړه ډیره اندیښنه کول
- د نوموړي ستونزې له کبله بې کچې ستړیا او بېخـــــــوبي درلودل
څنګه د دې ستونزې درمل کـــــــولای شو؟
ډيری خلک د نوموړي ستونزې لپاره کومې درملــــــنې ته اړتیا نه لري، خو که خوب فلجي د بعـــــــضو ناروغیو له کبله (لکه چې پورته مو ښودلي) رامینـــــــځ ته کیږي نو د سم رنځپوه سره یي په اړه خبــــــرې کول بده خـــــبره نه ده. ځنې حالاتو کې لاندې کــــړنې د نوموړي ستونزې لپاره د حــــــــل ښې لارې دي:
- د ویده کیدلو ښه عادت اخیستل، مانا دا چې په پوره ډول سره [د مهالویشت سره سم] د شپږو (۶) نه تر اته (۸) ساعتو پورې خوب کول.
- د ډيپریشن (ژور خفګان) درمل خوړل
- د عصبي ناروغیو او ستونزو درملنه کول کوم چې د خوب فلجۍ لامل ګرځي
- د نورو ناروغیو درملنه کول لکه چې پورته یاد شوي دي.
په پایله کې، یو څـــــوک باید له دې خبرو ونه ډار شـــــي چې کوم بد ارواح او یا هــــــم خپسه د شپې ګرځــــي او ځان ته پوزه لټــــــوي. نوموړي ستونزه نه د پیــــــریانو سره تړاو لري او نه هم د بل کوم ډارونکي ځـــــــیزونو سره؛ ددې لپاره چې د نوموړي ستــــونزې درملنه مو کــــــړي وي، پورتنۍ لارښوونې په نظــــــر کې وساتی. د ورځې له خوا هغه کړنې وکړی چې د دماغي ستونزو په ارامـــــښت کې وڼډه اخلي او کوښښ وکړی چې د ویده کیدلو په وخت کې په یو او بل اړخ خوب وکړی، ځــــــکه په ځينو حالاتو کې په یوه حالت خوب کول د یو کس په خوب لیدلو کې هــــــم وڼډه لري.
په مننې سره!
اوکلنډ ښار پوهنتون
متحده ایالات، امریکا
ڼوټ: کوښښ مې وکړ چې د Sleep Paralysis لپاره په پښتو کې سمه ویی پيدا کړم خو له بده مرغه ځینې ټکي د پښتو په ژبپانګه کې نه موندل کیږي؛ ما هم د اړتیا سره سم نوموړي ستونزه د “خوب فلجۍ” په ویی سره وژباړه. کچیرې په پښتو کې ورته سمه ژباړه وي، زه یی د ناسمې ژباړې بخښنه غواړم.
اخځلیکونه:
۱. هینري فیوزل انځور https://en.wikipedia.org/wiki/The_Nightmare
۲. ویپ ام ډي ګورتځی http://www.webmd.com/sleep-disorders/guide/sleep-paralysis
۳. ورځنی صحت ګورتځی http://goo.gl/ubKC5O