موږ ټولو له خپل مشرانو زده کړي چې خپله بستره له خوبه له پاڅېدو سره سمه جوړه کړئ. موږ هم همداسې کوو، کوم چې خپله بستره همداسې ګډوډه پرېږدي د خلکو ښه نه راځي.
اوسنیو څېړنو ښودلې چې غوره ده چې خپله بستره تر یو وخت پورې همداسې پرېږدئ، وروسته بیا ورته راشئ او هغه جوړه کړئ.
څېړنې څرګندوي چې انسان د خوب پر مهال د خپل جلد یا پوستکي برخې غورځوي او ځای یې نوي پوستکي ته ورکوي او پوستکی ځوان پاتې کېږي. خو زموږ د خوب په کوټه کې تل داسې حشرات شته چې زموږ له بدن څخه له دې جلا شویو برخو څخه تغذیه کوي.
دې مایکروسکوپي حشراتو ته چې د نیم میلي په کچه غټ دي په انګلیسي کې ورته (mite) ویل کېږی، خوښ دي چې تاسې خپل ځای سم د لاسه جوړ کړئ او هغه د بړستنې په تودوخه او حرارت چې تاسې ته ورکړې ورځ تېره کړي.
نو څه باید وکړو؟
دا چې بلجيم او د مرکزي اروپا نور هېوادونه نمجنه هوا لري، په کورونو کې دا ډول حشرات ډېر پیدا کېږي. نو غوره دا ده چې خپله بستره سم د لاسه نه بلکې وروسته له یوه ځنډه چې بړستنه مو خپله تودوخه له لاسه ورکړي په داسې ډول جوړ کړئ چې د څو شېبو لپاره مو د کوټې کړکۍ هم خلاصې کړي وي.
په دې ډول به دا حشرې د ځان ساتنې په موخه ستاسې په بړستن کې نه پاتې کېږي او چېرې به ځان پټوي. که چېرې تاسې د خپل خوب کوټه تل له وچې او تازه هوا څخه برخمنه کړئ، ستاسې په کوټه کې به دا ډول نور حشرات هم ځاله نه کوي.
You also might be interested in
د سږ کال په لومړیو دوه مياشتو کې څه باندې 8000 کسانو ته د بلجیم نشنليټي ورکول شوې
د کتابونو لوستل د انسان د ژوند یوه مهمه برخه[...]
په بلجیم کې د کارکوونکو لپاره د رخصتیو سم پلانول[...]
