ژباړه: وحدت حبیب بارک
تاسو کولای سئ چي په لاندې کړنو باندې خپله مینه همېشنۍ او ابدي کړئ، د خپلې مینې څخه خوند واخلی او ژوند مو يو ښې لارې ته را برسېره کړی.
مينه د ژوند د جدي غوښتنې څخه عبارت ده، مینه یعني حمایت، درناوی او علاقه مندي د دوو انسانانو تر منځ، مینه یعني د یو بل سره اوسېدل، د ژوند په ټولو لوړو او ژورو، خوښیو، ناکامیو او ملګرتوب کې، مینه یعني درک او صبر درلودل.
ليکوالان وايي: مينه هغه خبر دي چي له زړو نه اخيستل كيږي د سموالي او غلطۍ پوښتنه يي د عقل څخه كوي، زيات وخت عقل هغه نه مني، خو زړه ددې خبر په سموالي باور لري، هغه علان كوي او د خپرولو مسئوليت يي په خپله غاړه اخلي.
موزيک پوهان وايي: مينه داسي غزل ده چي د زړه د تارونو سره ويل كيږي هر څومره چي عقل د دغو تارونو په پرې كولو لاس پوري كړي، په هماغه اندازه د غزل سوز او ګداز زياتيږي.
شاعران وايي: مينه داسي قصيده ده چي سرچينه يي له زړه نه پيل سوې ده، كه عقل يي قافيه سمه كړي مينتوب يي كميږي.
مینتوب چي هر ډول وی د انسانانو په کړنو او ژوند کي یو جالبه او په زړه پوري بدلونونه راولي، دا بدلونونه د یو پراخ خیال او چورت څخه برخه مند دي چي ځني يې محدود او لږ تاثیر لرونکي وي او ځني نور يې یو داسي تحول منځ ته راوړي چی بشري ټولني تر پېړیو پېړیو پورې خپل تر تاثیر لاندي راولي او د انسان په کردار او کړنو کي یو انقلاب جوړوي.
مینه او محبت یو داسي شی نه دی چی نا څاپه او یا په خپله منځ ته راسي، مینه زده کیږي، او هر څوګ کولاي سي او باید مينه کول زده کړي، د ژوند په دوران کي یو څوک باید وي چي تاسو ته یې مینه درښولې وي.
زموږ لومړني ښوونکي زموږ مور او پلار دي، ګر چي کامل او بې عیبه به نه وي خو ماشوم باید پوه سي چي د میني رڼا ده او دده وجود د مور او پلار د میني څخه ډګ دی.
په بشري ټولنه کي د ميني مقابل طرف هر ډول موجود کېدلای سي لکه د ښځي سره مینه، د اولاد سره مینه، د مور او پلار سره مینه، د حیواناتو سره مینه او داسي نور.
خو هغه مینه چي یو په زړه پوري بدلونه او تغیر یې په انساني ژوند کی راوستلی دی او بشري ټولنه یې خپل تر تاثیر لاندي راوستلې ده، متقابله مینه ده چي همېشه د دوو انسانانو (ښځي او نارینه) تر منځ ده او همدا رنګه د میړه او مېرمني تر منځ ده.
یو سړی کولای سي چي د ښځي په واسطه د شتمنۍ سره وصل سي، ښځه د سړي په واسطه په شتمنۍ کي یوه فعاله ونډه اخلي او اړیکه ساتي، کله چي دغه دوه نیمګړي سره ورسیږي او یو په بل کي ادغام سي، د لومړي ځل لپاره د اړیکي او یو ځایوالي احساس کوي او دوی ته په زړه پوري خوند او لذت بخښي.
عاشقان تل یو د بل د علاقو، احساساتو او شریکو ضرورتونو په هڅه او لټه کي دي، دغه هڅه علاوه پر دې چي مقابل اړخ ددې احساس وکړي چي ملګری یې دده علاقې او ضرورتونو ته درنښت کوي بلکه دا توان هم سړي ته ورکوي چي د خپل ملګري د علاقو او حالاتو پیش بیني د ځان سره ولري او ددې باعث وګرځي چی سړي کولاي سي د خپلو شریکو ارزوګانو او علاقو پر رضایت باندي پل کښېږدي، تر څو خپل د ژوند خوښۍ او راضایتونه حاصل کړي او حتي د مخه تر دې چي خپل ملګری غوښتنه ور څخه وکړي. کوښښ وکړی چي د خپل ملګري علاقه و پیژنی او درنښت ورته ولرئ.
د مینی د دوام لپاره لاري چاري:
تاسو د خپلي میني د دوام لپاره کومي لاري په مخ وړئ؟ او کوم تمرینونه تر سره کوئ؟
لاندي تمرینونه ستاسو سره د خپلي میني او ښه ژوند د تداوم لپاره مرسته کوي. کولای سی چي و یې ازموی.
1. خپل د میرمني سره د اوسېدو لپاره وخت په نظر کي ونیسئ، په ټاکلو وختونو کي د هغې سره د باندي ولاړ سئ او حتی کولای سئ چي د یو لنډي مودې لپاره تلویزیون خاموش کړئ او د هغې سره خبري وکړئ.
2. سره یو ځای اوسېدل مو په خوښیو تبدیل کړئ.
3. یو بل ته ووایاست چی مینه در سره لرم، حد اقل د ورځي یو وار دا جمله (مینه در سره لرم) یو بل ته ووایاست.
4. ځني وخت څراغونه مړه کړئ، شمع ولګوئ، د لمر لوېدني سیل وکړئ او یا د سپوږمۍ رڼا ته خواړه وخورئ او وخت تېر کړئ.
5. رخصتۍ او فارغ وختونه یو او بل ته وباسئ.
6. د یو بل د خوشحاله کولو لپاره چي هر کار مو په توان کي وي ویې کړئ، چي کولای سئ یو بل ته ډالۍ ورکړئ، پوه سۍ چي ډالۍ فقط مادي نه ده بلکه کېدای سي چي د میني او محبت خبري او جملې و اوسي.
7. هیڅ وخت د یو بل په باب قضاوت مه کوئ او یو بل باندي انتقاد مه کوئ.
8. یو بل ته درناوی وکړئ، د یو بل ملاتړ وکړئ او باید د یو بل په وړاندي د قدردانۍ، ښېګڼي، ستایني او تشویق علاقه مندي وښایاست.
9. د ښادۍ او غم په وخت کي سره یو ځاي و اوسئ، د یو بل په غوږونو کي د ډاډ ګېرني خبري زمزمه کړئ او یو بل ته مهربان و اوسئ.
10. خپل اسرار او پټ رازونه مو یو بل ته ووایاست او د خپلو خیالونو او ارزوګانو په باب د یو بل سره خبري وکړئ.
11. په کارونو کي د یو بل سره مرسته وکړئ.
12. یو بل ته رښتني و اوسئ.
13. هڅه وکړۍ چي د خپل ملګري علاقه و پېژنئ، درنښت یې وکړئ او د عمل جامه په واغوندئ.
14. کله کله یو بل ته د میني محبت لیکونه ولیکئ او هر وخت چي کور د باندي ځئ یو بل ته حتماً یو یاد داشت کښېږدئ.
15. دا د یاده مه باسئ چي مینه عمر اوږدوي، ژوند ته خوند ور بخښي او روح سالمه ساتي.
په لوړو خبرو کي یوه او دوي داسي خبري سته چي زموږ د ماحول او ټولني سره توافق نه کوي او نه هم زموږ په ټولنه کي هر شخص په پوره توګه کولای سي چي سل سلنه دي یې پر ځان عملي کړي، دا ځکه چي زموږ محیط د بعضو خبرو سره نه دي برابر او نه زموږ ځني پښتني دود او کلتور هم په دومره اسانۍ سره ددې کړنو اجازه وروکوي چي ټوله دي په درسته ټوګه عملي سي.
په کور کي دننه به که څوک و غواړي عملي به سي او که د کور نه بهر لکه د خپلي مېرمني سره په مېله وتل او یا تفریح کول به یو څه ستونځمن وي، دا ځکه چي بهر وتل د خپلي میرمني سره یو خو محیط او شرایط دې ته نه دي اماده او بل که څوک بهر د خپلي میرمني سره وزي نو عقلا به یو پارک او یا په یو ښار کي یو هوټل ته ځي چي زموږ په ځینو منطیقو کي ددې شیانو زمینه نه ده برابره. که برابره هم وي نو زیات وکړي دي ته اوږه نه ایږدي چي د خپلي میرمني سره دي دي د نورو خلکو په منځ یا په باغ، شنو بانډو او نورو تفریحي ځایونو کي وګرځي. خو نوري فقرې باید عملي سي او د ژوند د سمون لپاره به دومره ستونځه ونه لري چي ویې نسي کړای.
د کلتور، رواج او د محیط د نه درلودلو لپاره باید یو شخص د خپل ژوند خوښۍ او خوشخالۍ قرباني نه کړي او نه هم د خپلي کورنۍ حق ددې شیانو له ویري تر پښو لاندي کړي، د تاوتریخوالي ژوند هم ستونځه ده، د خپل ژوند د ملګري سره یو څوک ټوله ژوند تېروي، باید په خوښیو یې تیر کړي.
ژوند د خدای ج یو ښکلی نعمت دي نو باید دا نعمت په سمو او صحیحو طریقو پر مخ بوزو، د ژوند د خوښیو لپاره باید د کوم کلتور، محطي شرایطو او نورو پروا ونه کړو او خپله د خپل ژوند ښه تېرول او په ژوند کي د خوشحالیو برخه مند کېدل باید یو کلتور او رواج وګرځوو.
کله چي په ټولنه او کورنيو کي هر څوک په خپلو منځو کي، د خپلو مېرمنو/مړونو سره دومره مينه ولري، نو ولي به په ټولنه کي فحشا او ناوړه کارونه وسي، ولي به پردي د نورو میندو، خویندو او میرمنو ته په بده سترګه ګوري، ولي به په یوه ټولنه کي د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی وي، ولي به په یو ټولنه کي ښځي ته په سپک نظر کتل کیږي او ولي به د دوو انسانانو تر منځ جداوالی او تفرقه منځ ته راځي؟؟؟
د مور او پلار تر منځ ښه سلوک او ښه ژوند د اولادونو پر ژوندانه مثبت تاثیر لري، اولادونه یې سم روزل کیږي او د دوی هر کړنه پر اولاد باندی مستقیمه اغېزه کوي، دا ځکه چي د ماشوم لومړنۍ ښوونځئ کورنۍ ده او لومړني ښوونکي یې مور او پلار دي.
صالح اولادونه په لویوالي کي ټولني ته راځي او په ټولنه کي هم د دوي ښوونه او برخورد اغېزه لري.
واده کول او د خپل ژوند ملګري ټاکل به په راتلونکي لیکنه کي درته نشر کړم.
You also might be interested in
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ دوه[...]
لیکنه: مقتصد ستړی مونږ لا اوس هم ړانده یو، په[...]

ژباړه: عطا محمد میاخېل په تنکیو ځوانانو کې د انګېزې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی