ژباړه : عزت الله عمران
خپلواكي يو عمل پخپله خوښه، پرته د بل چا له لاسوهنې ترسره کولو ته وايي او یا په بل عبارت په خپله اراده د یوه کار تر سره کولو ته خپلواکي وايي.
خپلواکي د هغو پریکړو عملي کولو ته وایي چې یو فرد یا ټولنه یې په خپله اراده سره نیسي که یو انسان په وینا او کړنو کې خپلې ټولې پریکړي د کوم شخص یا فکري اداري له محدويت پرته ترسره کړي او د هیچا په قید او بند کې را نشي نو دې ته بې حد او مرز یا مطلقه خپلواکې وایي. انسانان په ټولنیز ډول ژوند کوي په همدې خاطر مطلقه ازادي نه لري.
مطلقه خپلواکي (هر هغه څه چې د زړه غواړي د هغه تر سره کولو) ته مطلقه یا بې حد او مرز خپلواکي وایي په ټولنه کې مطلقه خپلواکي نشته ځکه د مطلقې خپلواکۍ په درلودلو سره یو فرد د نور کسانو خپلواکي او حقوقو تر پښو لاندي کوي.
خپلواکي کلمه له دو کلمو څخه اخیستل شويده یو خپل او بل واک دي یو عالم وایي ” یو فرد تر هغه خپلواک دي چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي یا دا چې د نور خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي”. خپلواکي یوه تعریف شوي کلیمه ده، دولت د خلکو د استازي په توګه د دوي د خپلواکي ساتنې دنده په غاړه لري.
د خپلواکي ډولونه :
1. مذهبي خپلواکي.
2. د جامو آغوستلو خپلواکي.
3. د بډاینې خپلواکي.
4. علمي خپلواکي.
5. د ټولټاکنو او هوډ ورکونې خپلواکي.
6. ټولنیزه خپلواکي.
7. جنسي خپلواکي.
8. د زده کړې او تعلیم خپلواکي.
9. توکمي اوملیتي خپلواکي.
10. دعقیدې خپلواکي.
11. قومي او ټبریزه خپلواکي.
12. مدني خپلواکي.
13. د بیان خپلواکي.
14. د رسنیو او مطبوعاتو خپلواکي.
15. د قدرت انتقال خپلواکي.
16. د لاریون کولو خپلواکي.
17. د وصیت کولو خپلواکې.
18. د نظامي اشغالولو یا استعمار خپلواکي.
19. د هنر د تولید خپلواکي.
خپلواکي (ازادي) انسان ته خدای ” ج ” وکړی حق دی هر انسان ازاد پیدا شوی یو انسان تر هغه پورې ازاد دی چې ترڅو د نورو خلکو ازادي او حقوق تر پښو لاندي نه کړي یا داسې کوم عمل تر سره نه کړی چې په ترسره کولو سره خپله خپلواکي تري واخیستل شي.
شاعر وایي:
ازادي تر پادشاهيه لاتیرکړي
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
خپلواكي د ملتونو لپاره هوسا ژوند او پرمختګ دي خپلواكي د هر ويښ ولس د وجود ساه او د روښانه راتلونکې زیر دي.