لیکنه: گیتي صدیقي
د خپلواکۍ د ورځې باید درناوی وشي
خپلواکي هغه لوی نعمت دی چې د څښتن تعالی لخوا انسانانو ته ور په برخه شوی. دا خپلواکي ده چې د انسان د ژوند یوه ستره نیکمرغی بلل کیږي. انسان آزاد او خپلواک پیدا شوی او له خپلواکۍ سره مینه لري. خپلواکي انسانانو ته په خپل ژوند کښې د هرڅه نه غوره ښکاري د هغه ساتل د هر ملت د ژوندانه مهم برخه ده. خپلواکي په توره اخیستل کیږي او پر پوهه ساتل کيږي. رښتینې خپلواکي هغه ده چې د خپل هیواد جوړونې، بیارغونې، پرمختک او خپل ځان کورنۍ او د ملت د آرامتیا او هوساینې لپاره پرته له کومې سټریتوب هڅه او کوښښ وکړي.انسان باید کوښښ وکړي خپل د ژوند د خپلواکۍ بنسټ لپاره تینګه تیږه کیږدي. خپلواکي هیڅ کله موږ ته په تمه نه وي موږ باید د خپلواکي د لاسته راورلو لپاره زیار وباسو. خپلواکي لوی نعمت دی یوازې د هغه چا لپاره چې د لاسته راورلو لپاره یې هڅه کوي. زموږ غیرت مند هیواد د تاریخ په اوږدو کښې تل د خپلواکې هیواد په توګه پاتې ده .
د افغانستان د وخت پاچا امان الله خان غازي نهه
نوي کاله وړاندې له بریتانیا څخه خپلواکي بیرته ترلاسه کړه او افغانانو ته یې نوې هیلې ور وبخښله. به تاریخ کښې راغلی چې افغانانو په ډیر زیار او قربانیو سره له انګریزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه. امان الله خان غازي په ۱۲۹۸د اسد په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹د اګسټ له ۱۹ مه سره سمون خوري د افغانانو د پراخ ملاتړ او همکاري له بریتانیا سره سختې جګړې وروسته د افغانستان آزادي اعلان کړ.
د افغانستان پخواني حکومتونو د زمری ۲۸مه یا د خپلواکی ورځ په ډیره شاندارو او ځانګړیو مراسمو سره نمانځله خو د ۱۳۸۷ کال کې کله چې د کابل په غازي اسټیدیوم کې د مجاهدینو د بري ورځ دجشن په مراسمو کې حمله وشوه نو دغه نمانځنې محدودې شوې.
آیا یوازې دغه لامل دې چې دغه ورځ په سمه توګه نه نمانځل کیږي یا د دغو لاملونو ترڅنګ د خلک عقیدې د خپلواکۍ د ورځ په اړه چې تر ډیره بریده په دې باور نه دي چې خپلواکه دي. دوی وایي چې نن هم د بهرني ځواکونو شتون په افغانستان کې د افغانانو خپلواکي له منځه وړې ده. حال دا چې دغه شتون د امنیت شورا او د افغانستان حکومت په تړون کې پریکړه شوې ده.
که د دغې عقیدې ریښې وڅیړو نو ویلای شو چې بهرني ځواکونو سره د افغانانو دینی او فرهنګي حساسیتونه ، بی اتفاقۍ او د هر قوم بیلابیلې انګیزې د خپلواکۍ په اړه د هیواد د وګړي بی علاقه ګۍ بنسټ جوړوي.
موږ ته اړین بریښي چې خپل خپلواکي ورځ د هیواد د هویت په توګه وپیژنو او درناوی یې کړو. د لومړني لامل نیغ په نیِغه د تینګې ارادې نشتون، امنیتی کمزورتیا او تهدیدونه او نور ټول هغه لاملونه دي چې په وروستیو کې دغه ورځ په شاندارومراسمونه نمانځل کيږي.