لومړۍ برخه
ژباړه: محمود سعيد
له مېرمنې سره په خوښۍ ګډ ژوند تېرول د هر چا هيله ده خو ډېر کسان دې کار ته يو اړخيز نظر لري او يوازې د مېرمنې له لوري د سمو کړنو هيله لري. ګډ ژوند يو دوه اړخيز تړون دی؛ دواړه لوري بايد د يو بل غوښتنې په پام کې ونيسي او د ښه ژوند لارې چارې ولټوي.
لاندې سل لارښوونې د نارينهوو لپاره يو ښه لارښود دی؛ تر څو له خپلو مېرمنو سره د هغوی د فکر له مخې مينه وکړي. د دې لارښوونو په اړه له خپلو مېرمنو سره خبرې وکړئ او هغه برخې په نښه کړئ چې هغې ته مهمې دي. له دې وروسته هغه ټکي سر ته راوړئ. کېدای شي دا لړ وخت پر وخت تازه کړئ او له ډېرو مهمو تر لږ مهمو يې له سره واوډئ. په دې کار سره د خپلې مېرمنې په احساساتو ښه پوهېدی شئ او په پلي کولو به يې وګورئ چې په ژوند کې مو ډېر ستر بدلون راځي. په دې کار سره ستاسې اړيکه غښتلې کيږي او د ژوند په خوند پوهېدلی شئ.
- له هغې سره خبرې وکړئ؛ په خبرو کې مه ورلوېږئ.
- هغې ته د يوه مهم کس په توګه درناوی وکړئ.
- د هغې په احساس د پوهېدلو لپاره هر څه وکړئ.
- د هغې له ملګرو او دوستانو سره لېوالتيا وښيئ.
- بيا، بيا يې نظر وپوښتئ.
- خبرو ته يې ارزښت ورکړئ.
- د خپلې خوښې او لېوالتيا احساس ورکړئ.
- هره ورځ يې پوښتنه او ملاتړ وکړئ.
- پر هغې زړه سواندي او مهربانه واوسئ.
- تر خپل منځ د خوشطبعۍ حس پياوړۍ کړئ.
- هغې ته د جوړجاړي او وخت ورکولو او له هغې سره له شريکولو پرته له ناڅاپي بدلونونو ډډه وکړئ.
- دا زده کړئ چې کله هغه څه پوښتي؛ څرګند او په خوله ځواب ورکړئ.
- کله چې هغه ښه احساس نه لري؛ آرام ورکړئ. د بېلګې په توګه، د څو شېبو لپاره يې په خاموشه غېږ کې ونيسئ؛ پرته له دې چې لکچر ورکړئ.
- هغې ته په ژوند کې څه تر ټولو ډېر مهم دي؟ په دې اړه لېوالتيا وښيئ.
- هغه په نرمۍ او مهربانۍ قانع کړئ.
- هغه پرېږدئ چې ستاسې له دفاعيې پرته تاسې ته څه وښيي.
- هغې او خپلو ماشومانو ته وخت ځانګړی کړئ.
- باوري واوسئ.
- کله ناکله يې ستاينه وکړئ.
- د مينې په ښکارولو کې نوښت وکړئ؛ هغه که په خبرو يا عمل کې وي.
- د کورنۍ لپاره مو هر کال ځانګړي اهداف وټاکئ.
- هغه پرېږدئ چې د هغې د فکر له مخې دخپلې او کور اړتيا وړ توکي وپېري.
- که کله يې خفه کړئ؛ هېروونکي واوسئ.
- ورته وښيئ چې ورته اړتيا لرئ.
- هغه هماغه شان ومنئ لکه څنګه چې ده. د هغې ځانګړتياوې ومومئ.
- خپلې تېروتنې ومنئ. له تواضع مه وېرېږئ.
- له خدای سره د روحي تړاو لپاره د خپلې کورنۍ لارښود واوسئ.
- مېرمن مو پرېږدئ چې تېروتنه وکړي؛ کله چې آرام شوئ؛ په اړه يې خبرې وکړئ.
- له يوې سختې ورځې وروسته د هغې پښې يا غاړه مساژ کړئ.
- په آرامۍ د دواړو د يوازې کېناستو او خبرو کولو لپاره وخت بېل کړئ.
- په رومانتيک سفر ولاړ شئ.
- کله ناکله ورته په ليک کې وليکئ چې څومره مينه ورسره لرئ.
- په يوه کارت يا د ګلونو په ګېډۍ يې حيرانه کړئ.
- دا ورته څرګنده کړئ چې څومره ارزښت درته لري.
- ورته ووايئ چې په هغې څومره وياړئ.
- که هغه د کوم څه په اړه پوښتي؛ په مينه مشوره ورکړئ.
- د نورو پر وړاندې يې دفاع وکړئ.
- له نورو څخه يې لوړه وګڼئ.
- د هغې له احساسي او فزيکي وړتياوو پورته کړنو تمه ترې مه کوئ.
- هغې ته احساس ورکړئ چې له ژونده خوند واخلي.
- دا نوټ کړئ چې هغې ستا او ستا د کورنۍ لپاره څه کړي دي.
- د هغې په نه شتون کې د هغې ستاينه وکړئ.
- خپل فکر او احساسات ورسره شريک کړئ.
- که هغه لېوالتيا ښيي؛ د خپلې دندې په اړه ورسره خبرې وکړئ.
- د هغې د ورځنيو چارو په اړه پوښتئ. وپوښتئ چې په کور او کار کې يې ورځ څنګه وه؟
- زده کړئ چې له هغه له څه شي څخه خوند واخلئ؛ کوم چې د هغې خوښيږي.
- د ماښام له ډوډۍ مخکې په ماشومانو پام وکړئ.
- له ډوډۍ خوړلو مخکې د کور په سمون کې مرسته وکړئ.
- کله ناکله پرېږدئ هغه حمام وکړي؛ تر هغې چې تاسې لوښي مينځئ.
- که چېرې څو بچيان لرئ؛ د هغې فزيکي محدوديتونه په پام کې ونيسئ.
پاته لري…