دوهمه برخه
ژباړه: محمود سعيد
د تېرې برخې په اړه د ځينو کسانو نظر دا و چې دا ځانګړنې يوازې په اېډيالو نارينهوو کې موندل کېدای شي خو په حقيقي ډول دا ډول نارينه موندل ناشوني دي. خو رښتيا خبره دا ده چې د ژوند په مانا له پوهېدلو وروسته دا ځانګړنې خپلول هوسا او ګډ ژوند د نېکمرغۍ پیلامه ده.
راځئ نورې سپارښتنې هم ولولو.
- ماشومان په قهر نه بلکې په مينه وروزئ.
- له هغې سره مرسته وکړئ تر څو خپلو اهدافو او زدکړو ته ورسيږي.
- له هغې سره داسې چلند وکړئ چې ګواکي په تندي يې ليکل شوي: «په احتياط يې ولېږدوئ»
- هغه عادتونه چې هغه ځوروي؛ هېر کړئ.
- د هغې په خپلوانو پام وکړئ او له هغو سره نرم چلند وکړئ.
- د هغې خپلوان له خپلو سره له منفي ليدلوري مه پرتله کوئ.
- له هغې نه د هغو کړنو په اړه مننه وکړئ چې هغې د کومې بدلې له تمې پرته تر سره کړې دي.
- د کور په کارونو کې د هغې له غوښتنې پرته مرسته وکړئ.
- باوري شئ چې هغه ستاسې په ټولو پلانونو پوهېدلې ده.
- د هغې د خوښۍ لپاره واړه کارونه تر سره کړئ؛ د بېلګې په ډول ناڅاپي مچه، د خوب په ځای کې قهوه څښل…
- له هغې سره د مساوي فکري هوښيارې په توګه چلند وکړئ.
- ومومئ چې که هغه غواړي له فزيکي اړخه د کمزوري کس په توګه ورسره چلند وشي يا نه.
- هڅه وکړئ؛ هغه څه مومومئ چې هغه ترې په ژوند کې وېريږي.
- وګورئ چې څه ډول د هغې وېرې له منځه وړلی شئ.
- د هغې د سکس اړتياوې ومومئ.
- له هغې وپوښتئ چې که غواړي؛ د سکس اړتياوې يې څه ډول پوره شي.
- هغه څه ومومئ چې هغه پرې بې باوره کيږي او مخنيوی يې وکړئ.
- خپله راتلونکې په ګډه پلان کړئ.
- ناندرۍ مه وهئ؛ هڅه وکړئ چې د خپرو پټې ماناوې ومومئ.
- د وره پرانستلو او هغې ته د قهوې اچولو په شان عمومي نزاکتونه تمرين کړئ.
- له هغې وپوښتئ چې د سکس پر مهال يې ستاسې کومه کړنه ځوروي.
- له هغې وپوښتئ چې له چا سره حسادت لري.
- وګورئ که د پیسو د لګښت له ډول سره ناخوښه وي؛ د حل لاره ومومئ.
- اوس او وروسته يې په چکر بوزئ.
- په عمومي ځايونو کې يې له لاسه ونيسئ.
- ځينې وخت د ملاتړ او تکيې لپاره له هغې خپل لاس چاپېر کړئ.
- کله ناکله ورته ووايئ چې مينه ورسره لرئ.
- زېږکليزې، د واده نېټې او د نورو ځانګړو مناسبتونو اړوند نېټې په ياد ولرئ.
- له هغې سره له يو ځای سودا اخستلو خوند اخستل زده کړئ..
- هغې ته ښکار کول، کبان نيول او يا بل هر څه چې ستاسې خوښيږي؛ ورزده کړئ.
- وخت پر وخت له خپله اړخه ځانګړې ډالۍ ورکړئ.
- د کور اړوند مسؤوليتونه سره ووېشئ.
- د هغې ښځينه ځانګړتياوې مه تحقيروئ.
- پرېږدئ چې هغه له دې وېرې پرته چې جاهله يا بې منطقه ورته وویل شي؛ په خپلواک ډول خپل ځان څرګند کړي.
- د غوسې پر مهال له خپلو خبرو سره پام وکړئ.
- د نورو پر وړاندې په هغې نيوکه مه کوئ.
- د هغې په مخ کې د نورو مېرمنو د فزيکي جوړښت په اړه هیجاني څرګندونې مه کوئ.
- له نورو کسانو سره حساس واوسئ.
- پرېږدئ چې نوره کورنۍ مو وپوهيږي چې تاسې له هغې سره ځانګړی وخت تېرول غواړئ.
- کله ناکله په کور کې پخلی وکړئ.
- کله چې هغه ناروغه وي؛ زړه سواندي اوسئ.
- کله چې کورته ناوخته ځئ؛ هغې ته زنګ ووهئ.
- د ماشومانو پر وړاندې له هغې سره مخالفت مه کوئ.
- د اونۍ په پای کې يې د ماښامي خوړلو لپاره د باندې بوزئ.
- ځينې واړه کارونه چې هغه ورته اړتيا لري؛ وخت پر وخت تر سره کړئ.
- کله ناکله د يوازيتوب او له خپلو ملګرو سره د پاته کېدو لپاره ځانګړی وخت ورکړئ.
- هغې ته هغه ډالۍ واخلئ چې هغه يې د ګرانښت نښه ګڼي.
- هغه کتاب چې دا يې سپارښتنه کوي؛ ولولئ.
- هغې ته يو حکاکي شوې نښه ورکړئ چې ستاسې په وروستۍ مينه يې باوري کړي.
- هغې ته يو شعر وليکئ چې وښيي هغه درته څومره خاصه ده.
ټولو ته د يوه خوښ، سوکاله او ښه ژوند په هيله