• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

خپل ماشومان ټولنیز را منځته کړئ

Home ژباړهخپل ماشومان ټولنیز را منځته کړئ

خپل ماشومان ټولنیز را منځته کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل  

یو له مهمو او هیجاني تصمیمونو څخه، چې د والدینو په توګه یې باید ونیسئ، د خپلو ماشومانو ژوند موخیز کول دي. د والدینو په توګه باید تاسو هغوی ته بریالیتوب په سمه توګه تعریف کړئ، په دې ترتیب د هغوی له پاره کوچنۍ موخې مشخصې کړئ او اجازه ورکړئ، چې هغو ته د رسېدو له پاره پخپله هڅه وکړي. د والدینو په توګه ستاسو رول، له خپلو ماشومانو سره ملتیا کول دي، خو دې ټکي ته هم باید پام وکړئ، چې د بریالیتوب تعریف هغو موخو ته رسېدل نه دي، کومې چې تاسو مشخصې کړې دي، بلکې په دې اړه باید د خپلو ماشومانو غوښتنې او لېوالتیاوې هم په پام کې ونیسئ.

خپل ماشوم ټولنیز را منځته کړئ:

یوه له ټولیزو موخه څخه، چې باید خپل ماشوم ته یې مشخصه کړئ، له نورو سره د اړیکې د ټینګښت مهارت او ټولنیز کېدل دي. ټولنیز کېدل یانې دا چې ماشوم مو وکولای شي یو ښه ښاري واوسي، له نورو سره همغږي ولري او دغه راز له نورو سره یوه ډاډمنه او صمیمي اړیکه ټینګه کړي.

په دې لړ کې د خپل ماشوم لېوالتیا هم بررسي کړئ. د بېلګې په توګه: هغه دې ته مه اړ کوئ، چې له هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړي، کوم چې ستاسو خوښېږي، اجازه ورکړئ، چې ماشوم خپل دوستان په خپله وټاکي او تاسو هم په دې برخه کې ورسره ملتیا وکړئ.

تر ټولو ستره ډالۍ ورکړئ:

کله چې ستاسو د ماشوم ټاکنیزې موخې د هغه له لېوالتیاوو، استعداد او سلیقې سره برابرې دي، نو ماشوم به مو په سم تګلوري روان شي او داسې مقام ته به ورسېږي، چې وړتیا یې لري، یوه له هغو ډالیو څخه، چې کولای شئ، خپل ماشوم ته یې ورکړئ، د داسې یوې فضا برابرول دي، چې ماشوم مو وکولای شي له خپلو الهي استعدادونو او ډالیو څخه، چې ورکړل شوي دي، په سمه توګه ګټه واخلي  او خپل ژوند د خپلو مهارتونو او لېوالتیاوو پر بنسټ جوړ کړي.

خپلو ماشومانو ته ځواک ورکړئ:

ماشومان ودې او بلوغ ته د رسېدو له پاره، د خپلو والدینو اغېزمنې اړیکې ته اړتیا لري، چې اړینه یې د هغوی غوښتنو او لېوالتیاوو ته رسېدل دي، له بده مرغه د والدینو او اولادونو ترمنځ د ډېری اړیکو بنسټ پر نیوکو ایښودل شوی دی، البته مهمه ده، چې د بېلابېلو او بحث پارونکو موضوعاتو په اړه له خپلو ماشومانو سره خبرې اترې وکړئ، خو د غوره پایلې د تر لاسه کولو له پاره، اړینه ده، چې په یوه مینه ناک، خوندي او له تاوتریخوالي پرته چاپېریال کې خبرې اترې پیل کړئ.

ستاسو د ماشوم خوښېږي، چې هغه قانون ته د ژمن اوسېدلو ترڅنګ کوم چې تاسو ورته وضع کړی دی، هغه ته دا اجازه ورکړئ، چې کله وخت خپل د خوښې کارونه هم ترسره کړي. د ماشومانو خوښېږي، چې احساسات او غوښتنې یې ستاسو له نظره هم مهمې وګڼل شي.

لومړیتوبونه وپېژنئ:

د یوې بریالۍ کورنۍ د لرلو له پاره، لومړی باید لومړیتوبونه وپېژنئ. ستاسو یو له لومړیتوبونو څخه دا دی، چې د ځان او خپلو ماشومانو ترمنځ فعاله اړیکه را منځته کړئ. په دې منځ کې هغه لاملونه، چې د دا ډول اړیکې د را منځته کېدو په لاره کې خنډ ګرځي وپېژنئ او را کم یې کړئ.

د بېلګې په توګه: ټلویزیون ننداره کول، پیغامونه لېږل، په موبایل کې ډېرې خبرې کول، دې ته ورته نور څیزونه، چې په لومړیتوب کې نه دی، بیخي را کم کړئ. کله چې د خپل ژوند لومړیتوبونه وپېژنئ او د ارزښت د درجې پر بنسټ هغو ته مخه کړئ، نو له خپلو ماشومانو سره به اغېزمنه اړیکه ولرئ.

خوندي چاپېریال را منځته کړئ:

ستاسو ماشوم د کور چاپېریال ته په خپل ذهن کې د یوې خوندي فضا په توګه ځای ورکړی دی، په دې لړ کې به ستاسو رول د کور د فضا د خوندي کولو او آرامولو او دغه راز په ځانګړې توګه له خپلې مېرمنې سره د سالمې اړیکې په ټینګښت کې ډېر اغېزمن وي.  که چېرې هر وخت له خپلې مېرمنې سره شخړه کوئ، ماشومان به مو نور د خوندیتوب احساس ونه کړي. هڅه وکړئ، چې له خپلې مېرمنې سره شخړه په خصوصي ډول او د خپلو ماشومانو له سترګو څخه لرې وکړئ او یو بل ته د رټونکو کلمو له ویلو څخه ډډه وکړئ.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ذهني آرامتیا

ذهني آرامتیا

Aug 29, 2016

ژباړن : عطا محمد میاخېل هر څوک چې یاستئ او[...]

Ata-Mohammad-Miakhel-2

پټ خوند

Nov 12, 2015

  ژباړن : عطا محمد میاخېل   د بصرې د[...]

د جورج برنارد شاو پنځوس خوږې خبرې

د جورج برنارد شاو پنځوس خوږې خبرې

Feb 28, 2016

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ له[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022