لیکوال: ریچارد تمپلر
ژباړن: ذبیح الله رحیمزی
موږ په لازمي توګه له ډېرو وګړو سره سروکار لرو. دا وګړي کېدای شي د ټیم غړي، د اداري برخي کارکوونکي، یوه ډله یا هم یو همکار وي. هغه تېروتنه چې ډېری مدیران ورسره مخ کېږي، دا ده؛ چې دوی ګومان کوي وګړي به کنترولوي او داسې انګېري ګوا کې وګړي د هغوی د لاسو وسایل دي. مګر که تاسې د یوه ښه مدیر کېدو لپاره څه کوئ، د دې پر ځای کوښښ وکړئ، څو بریالي کسان ولرئ. په بښنې سره دا واقعیت اوس په یوې افسانې بدل شوی. په داسې حال کې چې پوهېږو، موږ ته د کارونو د څار او پرمخ بیولو لپاره د یو ښه مدیر اړتیا ده، نه د وګړو د کنټرولولو لپاره.
که چېرې تاسې اجازه ورکړئ، نو وګړي نشي کولای، څو خپل ځان کنترول او اداره کړي او هغه څه چې باید تاسې پرې تاکید او تمرکز وکړئ ستاسې اصلي دنده ده، یانې د مدیریت لپاره د مناسبو لارو چارو پیدا کول دي.
په حقیقت کې موخو ته د رسېدو لپاره ټیم یوه وسیله ده او که تاسې چیرې په دې هم وتوانېږئ، چې د وګړو پر ځای له ځانګړو ماشینونو او دستګاوو کار واخلئ، بیا به هم د کار د کنټرول او ادارې لپاره ستاسې اړتیا وي.
ممکن د وخت په تېرېدو سره د پرمختللي او کار پرمخ بیوونکي ماشینونو په راتګ سره د وګړو کار کول له منځه ولاړ شي؛ مګر د مدیریت اصلي دنده به بیا هم په خپل ځای پاتې وي. یو ښه مدیر، بدلونونه، لارې چارې، پرمختګونه او د کار برابروالی، کنټرول او څار کوي. د دې ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره شاید (وګړو) ته اړتیا وي یا هم نه وي. مګر په غوڅه توګه نشو کولی د افرادو شتون بې ارزښته وګڼو. په همدې اساس د امکان تر حده د هغوی کنټرول او اداره کول باید همغوی ته پرېږدو.
- که چېرې تاسې اجازه ورکړئ، وګړي به د کنټرول او ادارې له ساحې ووځي.
- هغه څه ته، چې باید ډېره پاملرنه وشي او د اصلي مدیریت دنده جوړېږي؛ هغه لازم مدیریتي تدابیر دي.
- په ټوله کې موږ د مدیریت په ساحه کې د رښتینو انسانانو سره راکړه ورکړه لرو او باید پوه شو، چې څه شی هغوی ته انګېزه ورکوي. څه شی هغوی کار ته هڅوي، څه ډول فکر کوي او څه احساسات لري، ولې کار کوي، ولې ډېرې هڅې کوي او له څه وېره لري. موږ باید د هغوی هڅوونکي اوسو، هغوی ته لارښوونې وکړو، مناسبې سرچينې ورته په واک کې ورکړو، چې خپل کارونه ترسره کړي او خپل ځان اداره کړي.
- باید د هغوی په اړه فکرمند واوسو، د هغوی لپاره باید هڅې وکړو او د هغوی ملاتړي او تر شا یې باید ودرېږو، مګر هغوی باید کنټرول نه کړو.
- زه اجازه ورکوم، چې هغوی خپل ځان خپله کنټرول، اداره او اعیار کړي او خپله به د یو مدیر په توګه خپلې اصلي دندې ته پاملرنه او پرې به تمرکز کوو.
لومړی قانون:
د هغوی د احساس او عاطفې په اړه ځان پوه کړئ!
((د هغه څه لپاره کار وکړئ، چې ښه وي؛ نه د هغه څه لپاره، چې د برياليتوب لار وي.))
لاک لاوهاول
تاسې د وګړو یو داسې مدیریت په غاړه لري چې د کار د ترسراوي په مقابل کې حقوق ترلاسه کوي. خو که هغه کار یواځې د ( کسب اړخ) ولري؛ نو تاسې بیا هېڅکله له هغوی د یوې ښې هڅې تمه مه لرئ. که هغوی یواځې ساعتونه شمیري او ساعت ته ګوري او په دې سره هم خپل وخت مصرفوي او یواځې ممکن کارونه ترسره کړي تاسې به ماتې وخورئ.
له بلې خوا که چېرته په مینه سره کار ته راشي او داسې معلومه شي، چې هغوی هڅې کوي او ستاینو او هڅونې ته لېواله وي، نو د دې ډېر چانس شته، څو تاسې هم د هغوی له وجوده ډېره ګټه پورته کړئ.
لویه ستونزه دا ده، چې تغييرات نه رامنځته کېږي، هغه مهال چې د ټيم غړي بې زړه او ساړه وي او په پوره توګه دا ستاسې مسوولیت دی.
دا تاسې یاست څو هغوی وستایئ، لارښوونه ورته وکړئ، انګېزه ورته ورکړئ، ورسره سیالي وکړئ او له هغوی سره داسې چلند وکړئ، څو یې احساسات ونه وژل شي.
تاسې هم هڅې او سیالۍ خوښوئ او ښه خبر دا دی، چې د ټیم د احساساتو پالل یو اسانه کار دی؛ دا بسنه کوي څو داسې څه وکړئ هغه څه چې هغوی سرته رسوي، ورته ارزښت ورکړي او دا هم اسانه کار دی. تاسې باید داسې کار وکړئ، چې د خپل کار د ترسراوي موخه درک کړي، پوه شي کار یې د نورو په ژوند څومره اغېز لري، څه ډول کولى شي هغه کار چې ترسره کوي یې پکې خلکو سره مرسته او کومک وکړي.
هغوی ډاډه کړئ؛ ځکه دلته دا حقیقت موجود دی، هغه څه چې هغوی کوي دا د ټولنې سره اړیکه لري. د کار پایله یا عاید یواځې مالکانو او شریکانو حق نه کېږي. البته که چېرې تاسې د یوې ډلې سرپرستي په غاړه لرئ دا یو اسانه کار دی، څو یوه ډله بازارموندنه وکړي. مګر که یې په اړه فکر وکړئ، کولی شئ په هر رول کې چې اوسئ د هغوی په وجود کې ویاړ او سر لوړي زیاتولی او لوړولی شئ.
منئ یې؟ هغه وګړي، چې تبلیغ کوي او بازارموندونکي دي له نورو شرکتونو سره مرسته کوي، څو هغې وړې برخې چې شتون لري، بازار پرې خبر کړي یا یې ورته پیدا کړي. هغوی چې عاید یې د اعلاناتو پورې تړاو لري، ورځپاڼې او مجلې خبروي (ضروري اعلان ورکوي). په همدې ترتیب وګړو ته پوره معلومات او همدارنګه د مطالعې لپاره خوندور مطالب وړاندې کوي.
(ځکه له دې پرته ترې څوک پېرېدنه نه کوي، مګر نه؟) نو په همدې اساس داسې یو کار وکړئ، چې خپل کار ته اهمیت ورکړي، دا یو ستونزمن کار نه دی، ځکه هر څوک په ژوره توګه غواړي ارزښتمن او ګټور اوسي.
دا بسنه کوي، چې په پوره توګه فکر وکړو او د لوړ ارزښت او احساس له مخې د خپلو مسوولیت احساس وکړو.
دا ټول موارد په خپل ذهن کې داسې راولئ، څو مو په ذهن کې پاتې شي او د دې دلیل په اړه یې فکر وکړئ.
البته لومړی ځان ډاډه کړئ، څو مو دغه امر ته غاړه ایښې، که باور لرئ هغه څه چې ترسره کوئ یې مثبتې پایلې لري؟ که چېرې ډاډه نه یاست ژور فکر وکړئ او ارزښت ورکولو ته لاره پیدا کړئ… .
((هغوى ډاډه کړئ، څه چې هغوی سرته رسوي اغېزې لري او توپيرونه منځته راوړي.))