لیکنه: آرش ننګیال
مخ غوړېدلی کتاب دی او سترګې په وجود کې د رهبر مقام لري. ځینې داسې نښې دي چې تاسو پرې خپل ملګري په اسانۍ پېژندلی شئ، شاید دا سل په سلو کې حقیقت ونه لري خو ډېر امکان لري چې رښتیا وي.
ـ د سترګو سولول : ـ کله چې څوک خپله سترګه د شهادت په ګوته سولوي، دا د چل او دوکې په مانا ده.
ـ کله چې څوک د سترګو تماس پرې کوی، هاخوا دېخوا ګوری دا غېرې ارادي حرکتونه دي، دا په دې مانا ده چې کس لګیال دی تاسو ته درواغ وايي.
ـ سترګې پورته کول: دا د غضب او قهر نښه ده.
ـ شاوخواته لنډ نظر اچول: دا ډول کاته د ناز او خجالتۍ نښې دي.
ـ تکراري کاته : څوک چې په خبرو کې یو ځل درګوري او بیا سترګې اړوي او بیا درګوري په دې مانا ده چې کس ستا له خبرو سره مینه لري.
ـ تېز او برنده کاته : د تهدید او اخطار په مانا ده.
ـ سترګک : سترګک د دوو کسانو تر منځ یو رمز دی.
پوزه : ـ د پوزې لمس : کله چې څوک د خبرو پر مهال خپلې پوزې باندې لاس ووهي. دا په دې مانا ده چې کس کوم څه پټوي، کېدای شی چې دا کسان په ظاهر کې ارامه وي خو باطن کې سخته نارامي لري.
ـ د پوزې پراخېدل : د قهر، غوسې، او غضب نښې دي.
ـ پوزه به دوو ګوتو نیول : د دې نښه ده چې کوم څه خوسا شوي دي.
خوله په خلاسه خوله مسکا : ددې مانا ورکوي چې مقابل لوری غواړي نورې خبرې هم درسره وکړي. ـ په بنده خوله مسکا : دا یوازې د احترام، ادب او نزاکت په مانا ده .
ـ د شونډو خوړل : کله چې کوم کس خپله لاندېنۍ شونډه وخوری او سر ته ټکان ورکي دا د قهر مانا ورکوي.
ـ کله چې څوک د شهادت ګوته په شونډو ږدي وایي چې غلی شه.
ـ کله چې کوم څوک د شهادت ګوته په لاندينۍ شونډې کېږدي وايي چې له تاسره خبرې کول غواړم.
سر سر خوځول : کله چې څوک خپل سر ښکته پورته کړي کوښښ کوي چې مقابل لوری ارامه کړي او د موافقې په مانا هم ده.
ښي او کین ته د سر خوځول دا د مخالفت په مانا ده.
لاسونه لاس ورکول: هغه کسان چې خپل لاس په داسې شکل پورته کوي چې ورغوی یې ښکته وي او بیا ستاسو لاس په ټینګه ونیسی دا د تکبر او فوقیت نښه ده چې ځان تر نورو لوړ ښکاره کوي.
ـ هغه کسان چې یوازې خپلې ګوتې ورکوي او یا هم لکه کب ځوړند لاس ورکويپه دې مانا ده چې (زه له چا سره مینه نه لرم او د چا په کیسه کې نه یم)
ـ : د دواړو لاسونو ورکول د مینې، محبت او احترام نښې دي، سم لکه د غېږې ستړي مه شي.