ژباړه: عبدالکبیر صالح
یو سړی وو چې د خرڅلاو ډیر ښایسته بالونونه ( پوکاڼۍ ) یې جوړول. نوموړي تور، سپین، زیړ، ابي او زرغوني هر رنګ بالونونه لرل. کله چې ګټه کمه شوه، نو د هیلیوم ګاز څخه ډک بالونونه یې هوا ته خوشي کول او چې کله با ماشومانو ولیدل نو ور په منډه به شول، هر یو به هڅه کوله چې یو یو واخلي. په دې سره یې بازار ګرم شو، او د بالونونو خرڅلاو یې یو ځل بیا پورته شو. دې پروسې ته یې ټوله ورځ دوام ورکاوه. یوه ورځ یې داسې احساس کړ چې یو څوک یې په واسکټ کې نیسي او راکشوي یې. چې ګوري یو ماشوم دی او پوښتنه ترې کوي، “ کاکا! که چیرې توره پوکاڼۍ پورته کړي هغه به هم والوځي؟” د هلک له خبرې متاثره شو او په همدردۍ یې ځواب ورکړ چې، “ زویه، خبره د پوکاڼۍ په رنګ کې نه ده چې پورته والوځي، بلکې دا هغه څه دي چې د هغې په داخل کې دي ترڅو پورته الوتنه وکړي.”
همدې ته ورته کټ مټ شی زمونږ په ژوند باندې اغېز کوي. دا هغه څه دي چې زمونږ په دننه کي دی او را باندې حسابیږي. زمونږ په داخل کې کوم شی چې مونږ پورته کوی زمونږ احساس، زمونږ کړه وړه، انګیرنه او زمونږ ځان باوري ( اعتماد ) دی.
کله په دې تعجب شوي یاست، چې ولې ځيني کسان، ادارې، سازمانونه، یا هیوادونه له ځینو نورو بریالي دي؟
دا کوم راز نه دی. بلکې دې خلکو په یو څه زیاته اغیزمنه توګه فکر او عملي اقدام کړی. هغوی دا زده کړي دي چې څرنګه په ارزښتمنو خلکو سرمایه ګذاري وکړي. زه په دې پوره باوري یم چې د یو کس، ادارې، سازمان یا هیواد بریالېتوب د هغوی د خلکو په ارزښت او کیفیت پورې اړه لري.
ما د نړۍ له اکثره مهمو شرکتونو، موسسو لوړ رتبه ریئسانو سره خبرې کړي او له ټولو مې یوه پوښتنه کړې چې: “ که چیرې تاسو یوه داسې جادویي همسا لرله او یو داسې شی وي چې تاسو ترې د بدلون تمه لره، او په مارکیټ کې یې بریالیتوب در په برخه کړی وي چې تولیدات او ګټه مو زیاته شي، هغه به څه شی وي؟” ځواب د ټولو یو شان وو. هغوی ټولو ویل که چیرې خلک په ځان ښه باور او احساسات ولري، هغوی به د ټیم یا ډلې غوره لوبغاړې وي، او د دې سبب به شي چې نقصان به له مینځه یوسې، وفاداري او یو پر بل باور به زیات کړي، او په عموم کې خپله کمپني د کار کولو لپاره په یو بهترین ځای بدلوي.
د هارورډ پوهنتون استاد William James وایې، “ زمونږ د نسل تر ټولو غوره لاس ته راوړنه او کشف دا دی چې انسان خپل ژوند د هغوی د دماغو د کړو وړو بدلولو له مخې بدل کړي.”
تجربو ښودلې ده چې انساني منابع د هر ډول تجارت تر ټولو ارزښتناکه سرمایه ګڼل کیږي. دغه سرمایه د ګټې او تجهیزاتو هر څه څخه ډیره ارزښتناکه ده. خو له بده برغه چې تر ټولو ضرري او بې ګټې هم همدغه یوه ده. خلک کیدای شي چې د ستا ترټولو لویه سرمایه او یا د ستا تر ټولو ستر تاوان شي.