نوم مې دادمحمد ناوک دی، له ننه شپږ ویشت کاله وړاندې د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ په زواکه کلي کې د حاجي ګل محمد خان کره دې نړۍ ته راغلم. لومړنۍ زده کړې مې په خپل کلي کې د شهید محمدخان په ښوونځي کې وکړې، متوسطه دوره مې په یحی خېل ولسوالۍ او لېسه مې په غزني کې د وکیل محمد جان په ښوونځي کې بشپړه کړه.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې نه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې فارغ شوم، په غزني او پکتیکا کې مې له بېلابېلو غږیزو او چاپي رسنیو سره له نږدې لسو کلونو راهیسې پاللې ده، دم ګړۍ په پکتیکا کې د لېمه راډیو د ځينو خپرونو پروډيوسر یم.
مکتبۍ ناول، د لنډې کیسې کرکټر څېړنه، مېخونه لنډې کیسې، په قرآن کې اروا پوهنه ژباړه، یو لمر څلور ستوري ژباړه، اروا څه ده؟ څېړنه او د پکتیکا د لیکوالو او شاعرانو تذکره د ماښام ستوري، مې خپاره شوي کتابونه دي، له پکتیکا نه د رښتیا په نوم مهالنۍ مجله خپروم اوپه پښتو لنډه کیسه، د پیدایښت حقیقت ژباړه او عسکر ناول باندې کار کوم.