اررزانه کور جوړول د ارزانه ودانیزو موادو د کارولو او ښه پلانولو له لارې ممکن دي.په دې مقاله کې د ارزانه کور جوړول له چټک جوړولو سره تشریح شوي .
ولي ارزانه کورجوړول غوښتل کیږي .Why Low Cost Housing Construction Required?
د هرملک لپاره هغه که پرمختللی وي او یا هم پرمخ تلونکی وي هغو ته ضرور ده چې کلیوالي سیمو ته لومړیتوب ورکړي .د ټولو ملکونو نیک بختي په دې کې ده چې وروسته پاتې کلیوالي سیمې یی وده او پرمختګ وکړي او د استوګنې اړتیاوې یې پوره شي.نو د حکومت او اړونده چارواکو دنده ده چې وګوري کلیوالو سیموڅومره پرمختګ کړی او په ښه شکل جوړ شوي .د ساختماني سکتور په پرمختګ او نوي کیدو سره دا شونې ده په کلیوالو سیمو کې ارزانه او چټک کورونه جوړ شي.
ایا ارزانه کورونه خوندي دي ؟Are Low Cost Houses Safe?
د خلکو په ذهن کې دا افسانه شوې ده چې ،دو فکر کوي کله چې ساختمان له ارزانه موادو څخه وي نو هغه باید ټیټ کیفیت هم وي .دا خبر سمه نه ده .دا په اصل کې د جوړونکي او هغه انجینر په زیرکتیا پورې اړه لري چې کار کوي .هغه باید پوهه ولري څو داسې پریکړې وکړي چې د ټولې پروژې قیمت ورسره ټیټ شي.نو هروخت چې جوړونکي او ساختماني شرکت غوره کوۍ ډير په پوهه یی غوره کړۍ .
په کلیوالو سیمو کې چټک او ارزانه کور جوړول . Speedy and Low Cost Housing Construction Techniques for Rural:
ارزانه کور جوړول د اغیزمن بودیجې لګولو لپاره یوه نوې نظریه ده ،په دې کې فقط تاسې ضرورت لرۍ سم مقدار ماهر کارګر ،سمه ټکنالوژي او په ساحه کې ښه کارکوونکي غوره کړۍ .نو شمیر میتودونه شته چې که وکارول شي د پروژې لګښت ورسره کمیږي .
د ارزانه کور جوړولو لپاره د وزن برداره او چوکاټ ساختمانونو غوره کول .Selection of Load Bearing and Framed Structures for Low Cost Housing Construction
کله چې د جوړونې لپاره پلان برابریږي نو لومړی تمرکز باید په ساختمان باندې وشي .نو دا سوچ لومړۍ ساحه ده .نو غوره داده چې د چوکاټ ساختمان پرځای وزن برداره ساختمان وکارول شي.وزن برداره ساختمان څو ګټې لري.
• په ټيټ پوړیزه ودانیو کې ارزانه وي .څرنګه چې کانکریټ او سیخان په کې لږ کاریږي نو د جوړونې لګښت یی کم وي .
• جوړول یی اسانه وي او لږ وخت غواړي .په دې سره هم وخت چټک وي او هم لګښت کم وي .
• بدلون راوستل په کې هم اسانه وي .
دارزانه کور جوړولو تهداب . Foundation for Low Cost Housing Construction
اوس چې کله د ودانۍ د تهداب په اړه خبره کوو مونږباید ډیر احتیاط وکړو ځکه دا د پروژې اساس دی .تهداب د ودانۍ د ټول لګښت له 10 تر 15% پورې جوړوي .په عمومي ډول ودانۍ تهداب په خاوره کې 3-4 feet ترمنځ وي ،مګر په نورمال خاوره کې 2ft نیول کیږي .دا کولی شي یوه زیاته برخه لګښت سپما کړي .ددې لپاره چې په تهدابونو کې د درزونو پیداکیدو مخنیوی وشي نو باید د سیمنټي مسالې مناسب نسبتونه وکارول شي.
د ارزانه کور جوړولو لپاره د منځ خالي کانکریټي بلاک وزن برداره دیوالونه .Hollow Concrete Block Load Bearing Walls for Low Cost Housing Construction
د وزن برداره دیوالونو لپآره د منځ خالي کانکریټي بلاکونو کارول ډیرې ګټې لري.
1. د ا د هغه سنګکارۍ په ترتله ارزانه دي معمولا کاریږي .
2. څرنګه چې وزن یی کم دی ،په کارکولو کوې اسانه لیږدول کیږي .
3. د هوا عایق لپاره ځانګړې ګټه لري.
4. لږه مساله په کې کاریږي .
5. دا له چاپیریال سره ښه دي دا ډیر مهم دی .
د ارزانه کور جوړولو لپاره زینه . Staircase for Low Cost Housing Construction
معمولا مونږ زینه په ساحه کې جوړوو .مګر دا قیمته وي .نو متبادل یی کولی شي مخکې جوړه شوې زینه وکارو.
مخکې جوړه شوې زینه لاندې ګټې لري.Precast staircase system has several advantages such as:
1. د هغې جوړول اسانه او ارزانه وي .
2. د قالب جوړولو لپاره ضرورت نشته .
3. کیدای شي ساده اتکايي او یا هم کنسولي جوړه شي.
په ارزانه کور جوړولو کې د چتونو لپآره ډکوونکي سلبونه .Filler Slabs for Ceilings in Low Cost Housing Construction
دا نورمال RCC سلبونه دي چیرته چې لاندې کانکریټ یې د ډکوونکو موادو سره لکه خښتې ،ټایلونو ،حجروي بلاکونو او نورو سره ډکیږي .مګر دو په هیڅ ډول چت په مقاومت کې رول نه لري،نو دو اقتصادي دي او خوندي دي .
د ساختماني عناصرو فابریکوي جوړول .Prefabrication of Structural Elements
فابریکوي جوړول یوه نظریه ده چیرته چې ضروري عناصر له وړاندې بل ځای کې جوړیږي .نو دا ښکاره ده چې پوره وخت پرې سپما کیدای شي او مداومت یی زیات دی .په دې کې دیوالونه ،چتونه او بامونه او دروازې او کړکۍ په فابریکوۍ شکل جوړیږی .
په ارزانه کور جوړولو کې دروازې او کړکۍ . Doors and Windows in Low Cost Housing Construction
مونږ وړاندې وویل چې فابریکوي جوړولو ته باید وده ورکول شي څو کارونه چټک شي .مګر همدارنګه باید پام وکړو چې پام وکړو چې په دروازو او کړکیو ډیر لګښت ونه شي اوفقط مداومت یی په پام کې ونیول شي.ددودیزه نجارۍ پرځای باید چوکاټي دروازې ورکول شي.تیارې دروازې په هر سایز پیداکیږي .دو کولس شی تر 30% لګښت او وخت سپما کړي.