لیکنه: ثناءالله مهربان
دوهمه برخه : داساسي قانون پرتطبیق څار طریقی
الف : دملت (عمومي افکارو) په اساس : کله چې واک انحصاروه اوهر څه د سلطان په لاس وه او هیچا دغږ پورته کولو توان نه درلود څه چې سلطان غوښتل هغه به یی په خلکو منل خو ددی لړی ته پای ټکي ایښودولو له پاره چې ددوی دقدرت اوحشتونو مخه ونیول شي، نواساسي قانون چې دیموکراتیکو ټولنو اساس تشکیلوي رامنځته شوچې ورسره دواک ویش ، د خلکو اساسي حقوق اوازادي هم رامنځته شوه چې له دی وروسته د ملت اراده ددولت په چاروکې ضروروګڼل شوه . اساسي قانون چې دقوانینو دمو ر حثیت لري او ملت باید مسقیم ډول او یا هم دخپلواستازو په واسطه داساسي قانون دتصویب پروخت خپله اراده اظهار کړی .
داچې اساسي قانون دخلکو دغوښتنو په اساس رامنځته کیږي اوملت په کې په شکل د اشکلو برخه اخلي نو کله چې داساسي قانون مواد څخه سرغړونه رامنځته شي نو په داسې حالاتو کې ملت دخپل مدنی حق په اساس چې مدني حرکتونه دي راپورته کیږي اوداساسي قانون دحمایت اوساتنې له پاره خپل غږ اوچتوي چې دغه ډول کړنه که څه هم یوازې یو فشار بلل کیږي ،خو څومره چې دولس فکر داساسي قانون په وړاندی بهتر او بیداروي په همغه اندازه اساسي قانون تضمین رامنځته کیدای شي او دولت نشي کولای چې قدرت انحصار اودخلکو حقوق اوازادی ترپښو لاندی کړی .دځينو هیوادنو په اساسي قانون کې دغه اصل څخه یادونه شوی وي چې یوهم له هغو څخه دفرانسې اساسي قانون چې په کال ۱۷۹۳ دجون په ۲۴ کې وضع شوی دی په ۳۵ ماده کې راغلی چې ( څه وخت چې حکومت دخلکو په حقوقو تجاوز وکړي ، نو دحکومت پروړاندی دریدل ( شورش) دخلکو له پاره ترټولو سپیڅلې حق او مکلفیت دی
ب : دقضاء په اساس :
دغه طریقې څخه د نولسم پیړۍ په لومړیو کې دلومړي ځل لپاره دامریکا متحده ایالاتو کې استفاده وشوه چې په اوس وخت ډیری هیوادونه کې همدا طریقه داجرء وړ ده .
دقضاء په اساس داساسي قانون پرتطبیق څار کې قضایی قوی ته صلاحیت ورکړل شوی وي چې څه وخت دعوې قضاتو ته حل له پاره راځي قاضيان باید دا تشخیص کړی چې دعوی اړوند قانون داساسی قانون سره په تضاد کې خو نه دی که چیری په مغایرت کې وي قاضي کولای شي چې دهغه داجرء نه خوداري وکړي اویاهم دڅوشریطو په ذکر کولو سره چې داساسي قانون سره ټکر واقع شوی دی باید لغوه کړي . په دی طریقه کې قاضي له یوی خوا دمقننه قوی د تصویب شوی مصوبه اجرء کوونکې اوپه عین وخت کې د داساسي قانون پرتطبیق څارونکې هم دی .
لومړی پیښه ددی پوری اړوند چې رامنځته شوه دامریکا دمتحدالایاتو دعالی دیوان دریئس له لوری چې مارشال نومیده اجرء کړه او داساسی قانون مغایر(خلاف) عادی قوانین باطل وګڼل ،له دی وروسته قضائیه قوی په دی وتوانیده چې خپل قدرت داساسی قانون د ساتنې ، دمقننه قوی دکړنو په خاص ډول دخلکو دحقوقو څخه ددفاع په برخه کې ترلاسه کړه .او اوس په دی هیوا د کې د قوانینو کنترول د محاکمو او په اخرني پړاو کې دفدرال عالی دیوان پوری اړه لري .
معمولا دصلاحیت لرونکې محکمې په ټاکنه کې دوه طریقې وجود لری
الف : ځانګړی محکمه : هغو چې داساسي قانون سره دعادی قانون ټکر او انطباق رسیدګي دځانګړی محکمې صلاحیت ګڼي داسې استدلال کوي چې داساسی قانون سره دعادی قانون ټکر اویاهم انطباق دټول هیواد په سطحه یوه مهم مساله ده او عادی قاضیان نشی کولای چې دغه مساله حل کړی ددی له پاره باید ځانګړی قاضیان چې دعلمي او ټولنیز پلوه د پوره استقلال خاوند وي اود قضاء په مساله کې دځانګړی تخصص اوتجربی نه برخمن وي دغه مسالی ته باید رسیدګي وکړي . دغه ډول محاکم د اتریش ،المان ، چکسلواکي ، هسپانیا په کال ۱۹۲۰او ایټالیا په کال ۱۹۳۱ کې دغه نظریه قبوله کړه او ددغه ډول دعوو له پاره یی ځانګړی محکمې جوړ کړې .
ب : عادی محکمه : په اوس وخت کې دعادی محکمو طریقه وجود لری خو په ډیره ټیټه کچه ده او عادی محکمه کولای شی چې داساسی قانون سره دعادی قوانینو تطبیق وڅیړي .