لیکنه: سېال احمدزي
داسلامي هيوادونو کنفرانس دعربو دجګړې په پايله کې دسعودي عربستان په نوښت په 1969ميلادي کال کې په مراکش کي جوړ شو.
دغه سازمان تر 1998کال پورې 55غړي هيوادونه لرل چي ټول اسلامي هيوادونه وو.
خو افغانستان دشوروي د پوځي يرغل او دمصر له خوا له اسراييلو سره د ډيوېډ کمپ تړون له امله په دغه سازمان کې ديادو دوو هيوادونو غړيتوب ځنډول شوی وو.
دکنفرانس په څلورمه سرمشريزه کې مصر ته بيرته دګډون بلنه ورکړل شوه.
همدا راز په 1989کال کې ددغه سازمان دبهرنيو چارو وزيرانو په اتلسمه غونډه کې پرېکړه وشوه چې دافغانستان غړيتوب دې ددغه هيواد دمجاهيدينو ايتلافي حکومت ته ورکـــــړل شي.
داسلامـــــــي هېوادونو کنفرانس موخي :
داسلامي هېوادونو ترمنځ همغږي او پيوستون ,په اقتصادي ,اجتماعي او علمي برخو کې داسلامي هيوادونو ترمنځ همـــــکاري ,-دهر نژادي تبعيض او استعمار پر ضد مبارزه ,-دنړيوالې سولې او امنيت دټينګښت په برخه کې هڅې ,ـدمقدسو ځايونو دساتنې په اړه ګډې هڅې او د فلسطينيانو له حقونو او ازاديو څخه ملاتړ او دفلسطين ازادول .
داســـــــلامي هيوادونو دکنفرانس داخلي جوړښت :
1- داسلامي هېوادونو دمشرانو غونډه :داسلامي هېوادونو دکنفرانس سرمشريزه په غيرمنظم ډول څو کاله وروسته ديوه غړي هيواد په پلازمېنه کي دايرېږي .
دسازمان له جوړېدو تر 1997کال پورې اووه سرمشريزې جوړې شوې وې .
درباط غونډه 1969
دلاهور غونډه 1974
دطايف غونډه 1981
دکازابلانکا غونډه 1984
دکويټ غونډه 1987
د ډاکا غونډه 1991
دکازابلانکا غونډه 1994
دتهران غونډه 1997
ددوحې غونډه 2000
دماليزيا غونډه 2003
2- دبهرنيو چارو د وزيرانو کنفرانس :دا دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس دی چې په کال کې يو ځل غونډه کـــــوي داړتيا پرمهال کولی شي چې فوق العاده غونډې هم را وغواړي.
3- سکرتريت :سکرتريت دسازمان داداري په رآس کې قرار لري او دسکرتريت لپاره منشي دغړو هېوادونو له خوا درايو په اکثريت ټاکل کـــــــېږي.
دمنشي دکار موده په لومړي سرکې دوه کاله او بېرته دتمديد وړ هم وې ,خو وروسته دغه موده څلور کاله وټاکل شوه .
4- نړيواله اسلامي محکمه :داسلامي هېوادونو دهمکارۍ سازمان محکمه په 1987کال دسازمان په پنځمه سرمشريزه غونډه کې چې په کويټ کې جوړه شوې وه ,تآسيس شوه.
په ياده غونډه کې دمنشور 3ماده اصلاح شوه چي له مخې نړيواله محکمه داسلامي هېوادونو سازمان دڅلورم ارګان په توګه وټاکل شوه .
محکمه اووه قاضيان لري چې دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو له خوا د څلورو کلونو په موخه ټاکل کېږي .
پردې سربېره سازمان څلور نورې څانــــــګې هم لرې :
1- فرعي څانګې: دسوداګرۍ دپراختيا اسلامي مرکز (دارالبيضاء) داسلامي تاريخ ,فرهنګ او هنرونو دمطالعې او څيړنې مرکز,د ټکنالوجــــۍ او پراختيا اسلامي مؤسسه .
2-تخصصي څانګې :داسلامي پراختيا بانک ,علمي ,فرهنګي او روزنيز اسلامي سازمان ,دنړيوالو اسلامي خبري اژانسونو سازمان .
3-اړونده څانګې : داسلامي پلازمينو او ښارونو سازمان ,داسلامي بانکونو نړيواله ټولنه ,د سوداګرۍ نړيواله خونه .
4-تخصصي کمېټې :د قدس کميټه ,دتبليغاتو او فرهنګي چارو کمېټه .
نوټ : داسلامي هېوادنو کنفرانس داسرائيلو او عربو له جګړي وروسته د خلکو له فشارونو وروسته دامريکي په لارښونه جوړ شو .
You also might be interested in
ژباړه: محمد مبین هڅاند ۱: د نېکورو ډنډ دی، چې[...]
لیکنه: مولوی عبدالرحمن هوتک د شیخ اکبر محمد الطاهر ابن عاشور:[...]
د نیویارک ټایمز د مقالې لنډیز لیکوال: ټوماس فریډمن ژباړه:[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی