لیکنه: عبیدالله ارشاد
پدې وروستیو کې طالبانو ادعا کړې چې د داعش خلافت غږ رادیو د ننګرهار په هوائي ډګر کې واقع د امریکایانو له قرارګاه څخه خپرونې لري خو ځایي اوسیدونکي بیا پدې اند دي چې نوموړې رادیو د پاکستان په قبايلي سیمو کې د هغه هیواد له نظامي مرکزونو څخه خپرونې کوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار اوسیدونکي پدې اند دي د داعش جنګیالي د افغان حکومت او د امریکا د څارګرې ادارې په استخباراتي او پوځي ملاتړ خپل نظامي عملیات مخته وړي، دوی زیاتوي چې اوونې مخکې د داعش او طالب اورپکو ترمنځ جګړه کې د چپرهار ولسوال د داعش جنګیالیو مرسته کړې وه.
کارپوهان څرګندوي چې د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر ننګرهار ته د داعش د ریښو د ټینګولو لپاره سفر کړۍ ؤه نه د خپلو پوځیانو د وضعیت د ارزونې په موخه.
داعش د ننګرهار په هغو سیمو کې چې دوۍ پرې حاکمیت لري ښوونکي مجبور کړي چې تر هغو دې رخصت شي چې ترڅو د دوۍ تعلیمي نصاب چاپ او چمتو شي.
داعش ښوونکو ته ویلي چې په لومړنیو میاشتو کې به درې زره افغانۍ معاش ورکول کیږي له هغې وروسته ورته معاشونه لوړوي. داسې اټکل کیږي چې کیدای شي داعش د پاکستان د جماعة الدعوه تعلیمی نصاب د ننګرهار په ښوونځیو کې د تدریس لپاره چاپ کړي دا هغه نصاب دی چې د پاکستان په خصوصي ښوونځیو کې د سلفیانو او وهابیانو له لوري د دوۍ په ښوونځیو کې تدریسیدل.
راپورونه وائي چې په عراق کې د داعش جنګیالیو تعلیمې مرکزونو پداسې ځاي کې موقعیت درلودل چې ترڅنګ یی امریکائي پوځي اډې په ډیر لږ واټن کې تر سترګو کیدلې همدارنګه لیبیا کې هم داعش د لویدیځ په ملاتړ واکمن دي.
تیره اونې داسې راپورنه خپاره شول چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په وحدت مینه سیمه کې ناپیژانده چورلکو یو شمیر پټ مخي افراد او اشخاص ښکته کړي چې د سیمې قومي مشرانو ژر له ولسوالۍ سره اړیکه نیولې او ددغه پېښې خبر یی ورکړۍ چې وروسته د ننګرهار والي سلیم کندوزي هم دغه پېښه تائید کړۍ وه.
د لویدیځ لخوا د اقتصادي جنګ د تیوری او نظريي پرمختګ ددې لامل شو چې د دریمې نړې په ډیرۍ هیوادونو کې د جګړې سنګرونه ځواکمن شي او اتباع یی په نامتعارف جنګ اخته شي، لویدیځ خپلې اقتصادي او سیاسي موخې د جګړې له لارې لاسته راوړي او په اصطلاح اوبه خړوي او ماهیان نیسي، دوۍ د جنګ ځپلو سیمو ټول مالي امکانات او طبیعي سرچینې لوټوي لکه په عراق کې چې دوۍ د هغه هیواد سره زر او د تیلو زیرمې ولوټلې.
اروپا او امریکا د داعش په مرسته په عراق، لیبیا، سوریه او مصر کې د چین اقتصادي بازار لمنځه یوړل. د همدې جګړې او مافیا له لارې د دوی د نشه ئي توکو قاچاق، د وسلو د تولید او پلور تجارت ښه پرمختګ کړیدی چې نوموړۍ تجارت په میلیاردونو عواید لري.
افغانستان له بده مرغه او د سیاسي او اجتماعي جوړښت له کبله داسې هیواد دی چې د هر هیواد استعماري پلان پکې په ښه توګه عملي کیږي له همدې امله باورونه داسې دي چې داعش دلته بریالۍ کیدوونکۍ دی، داعش له سیاسي پلوه روسیی، منځنۍ آسیا هیوادونو ته او له مذهبي پلوه افغانستان، ایران او پاکستان ته لوی خطر ده خو اندیښنه داده چې نوموړي هیوادونه یی د مقابلې او مبارزې وس لري امّا افغان وطن قرباني دی.
روسیه او ایران پدې لټه کې دي چې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي ترڅو یی د داعش مقابل کې وکاروي او په نیابتي جګړه کې د امریکا او اروپا پر ضد ګټه ترې واخلي له همدې امله روسانو زیار وویست چې د شمالي ټلوالې په مرسته د تخار د درقد ولسوالې طالبانو ته وسپارله ترڅو د تاجکستان سرحد د داعش مقابل کې وساتي.
امریکا غواړي چې طالبان له صحنې لیرې کړي او د هغوی ځای داعش ته وسپاري له همدې امله یی پاکستان مؤظف کړۍ چې طالبان په څو برخو وویشي او تضعیف یی کړي چې له مخې یی د داعش لومړنې موخه د طالبانو لمنځه وړل دي.
که روسان طالبان له نظامي پلوه او شمالي ټلوالۍ له سیاسي پلوه پخپل غیږ کې ونیسي او امریکایان داعش او افغان حکومت، نو دا به د افغان ولس لپاره ډیر خطرناک حالت وي او افغان وطن به یو ځل بیا په کورنې جګړه اخته شي، د ملي والي حکومت هم د امریکا په نغوته او لمسون پدې لټه کې دی چې مجاهدین له قدرته او سیاسته وغورځوي ترڅو د روس د سیاسي نفوذ مخه ونیول شي خو بلخوا روس پدې هڅه کې دی چې مجاهدین د افغانستان په سیاست کې ښکیل شي له همدې امله مجاهدینو د حراست او ثبات شورا رامنځته کړه چې اساسي موخه یی د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو منحلول دي.
دردوونکې دا ده چې په افغانستان کې د څو لسیزو راپدیخوا د نیابتي جګرو مدیریت او د مخالفینو روزنه د پاکستان په لاس کې ده چې د داعش جنګیالیو مدیریت او روزنه هم د امریکا له لوري پاکستان ته سپارل شوۍ لکه څرنګه چې اوسمهال لیدل کیږي د داعش اکثره قمندانان او امیران د پاکستان آفریدي، اورکزي او وزیر دي ترڅو د داعش مالي امکانات د دوی لاس ته وغورځیږي.
مونږ به دا وایو چې هر څوک افغان وطن ورانوي خدای دې تباه و هلاک کړي. آمین