ژباړه : وجیه الله شپون
د الفباء اختراع د تاريخ له سترو پديدو څخه يوه پديده ده. يونانيانو د خپل نوي ليك د نومونې لپاره د الفباء Alfabetus اصطلاح له فينيقيانو څخه اقتباس كړه. فينيقيانو د هر صورت علامې ته د يو شي يا حيوان شكل يا تصوير وركړ، چې نوم يې په هغه غږ پيل كېده او لومړي توري ته يې “الف” وايه، چې د فينيقيانو په ژبه كې د مېښې په مانا دى. دويم توري ته يې “بت” وايه، چې د كور په مانا دى. د “الفابتا” يا “الفبا” اصطلاح ددې دوو فينيقي كلمو تركيب دى. يونانيانو هم د فينيقيانو په پېروۍ خپل ابداع كړى ليك الفباء ونوماوه او نورو قومونو هم د يونانيانو په تقليد خپل ليكونه د الفبا په بڼه برابر كړل.
الفبا د ژبې د ذهني نظام محسوسه او ليدنيزه بڼه او نښه ده او د مادې په توګه، چې غږيز نظام منعكسوي، له ژبې سره اړيكې لري، ځكه ژبه چې يوه ذهني مجرده پديده ده، دوه بېلابېل مادي تظاهره لري، چې يو يې ويناييز او اوريدنيز او بل يې ليكنيز دى. په بشري ټولنو كې ددې دوو تظاهرو كارونه يا استعمال هممهاله نه و، ځكه د هر ډول ليكنيزو نښو له ابداع څخه زر كاله مخكې، ژبې خپلې غږيزې نښې يواځې د خپلې مادي ښكارندويې په توګه كارولې. د ژبې د پيدايښت تاريخچه د پېنځو سوو زرو او يو ميليون كالو ترمنځ اټكل شوې ده. په داسې حال كې، چې له ليكنيزو او خطي نښو څخه استفاده نسبتاً نوې پديده ده، چې حتى ډېره لومړنۍ تاريخچه يې هم له لسو زرو كالو څخه هم ترمخه نه ځي.
الفباء يو ډول خطي سيستم دى، چې په هغې كې يو لړ نښې (توري) د يوې ژبې د مهمو غږونو ښكارندوى دى او په عين حال كې د بشر ډېره مهمه اختراع ده، چې د بشر د تمدن په تاريخ كې ډېر مهم رول لري. دا الفباء ده، چې پرته له هغې د ډبرې له دورې څخه د اتوم تر دورې پورې د بشري پرمختګ او تكامل پېژندنه ناشونې ده. دا الفباء ده، چې د هغې په واسطه د انسان مانوي فكري فعاليتونه، چې له لرغونې دورې څخه تر ننه پورې د پېړيو په اوږدو كې ساتل شوي دي او د دوى د كورونو، كاليو او كاري افزارو او الاتو د علايمو رسم دى، چې د لرغوني اقوامو د ژوندانه روش او مذهبي تفكر پكې نغښتى دى، موږ له هغې څخه خبروي.
د ليك د ارزښت او اهميت لپاره دا خبره بسنه كوي، چې د نړۍ پوهانو د ليك تر پيدايښت دمخه د بشري ژوندانه دورې ته قبل التاريخ دوره او دليك د اختراع او ابداع وروسته دورې ته يې د بشري ژوندانه د تاريخ دوره ويلې ده. د بشري ژوندانه حقيقي او واقعي تاريخ د ځمكې په كره كې هغه مهال راپيلېږي، چې د ليك پديده اختراع او پيدا شوې ده، نو الفبا هغه عالي اختراع ده، چې موږ ته د علم او پوهې د نړۍ په لور لار پرانيزي. يو لاتينى متل دى، چې وايي: (verba Volant scripta manent) “خبره الوځي او ليكنه يې پاتې كېږي.” يانې د انسان فكري او مانوي فعاليتونه د يوې ټاكلې ژبې د الفباء په واسطه يادګار پاتې دى او پخپله ژبه مړه ده.
د الفباء مهم پړاوونه :
ډېره پخوانۍ او معموله وسيله، چې بشر د خپلو اړيكو د ټينګولو لپاره په واك كې درلوده، هغه له وينا، ايما او اشارې څخه عبارت وه. دا دواړه وسيلې دوه سترې ځانګړنې لري:
لومړى دا چې دا دواړه په يو وخت او يوه شېبه كې جاري دى او له دې امله د وخت او زمان پورې محدودېږي. په همدې دليل سره يواځې دا چې خبره له خولې راوځي او يا اشاره وشي، دغه خبره او اشاره محوه كېږي او د دوباره راستنېدو امكان يې نه شته، خو هله چې عيناً تكرار شي. بله دا چې ددې وسيلو د استعمال داېره تنګه ده. په دې مانا چې له دې وسايلو څخه د دوو يا څو تنو ترمنځ په محدوده توګه استفاده كېداى شي او د فضا پورې محدودېږي.
دې اړتياوو بشر ته لارښوونه وكړه، چې د افكارو او ذهني مفاهيمو د تبادلې او هم د خپلو پېغامونو د رسولو لپاره په داسې توګه، چې د زمان او مكان پورې محدود نه وي، د شيانو پرمخ نښې او نقشونه وكاروي. بشر د خپل ذهني مفهوم د بيانولو لپاره لومړنى ګام د ليدنيزو نښو له لارې پورته كړ. يواځې مصورو شكلونو كولاى شول، چې عمومي مفاهيم انتقال كړي او د جزياتو بيان له دې لارې ناشونى و. په دې پړاو كې هغو مصورو شكلونو، چې اشاروي ژبې ته ورته شيان وو، مستقيماً او د غږيزې بڼې له واسطې پرته مفاهيم بيانول. مثلاً د “اوو پسونو” د مفهوم رسولو لپاره به يې د اوو پسونو شكلونه رسمول. د ليدنيزو نښو له لارې د اړيكو د ټينګولو دا لومړنى روش يانې د نقشونو او تصويري علايمو كارول نقاشۍ ته ورته دي او څېړونكي دا تصوير نګاري Pictography (د يوناني grapho+ Pictus ) نومولې ده.
د تصوير نګارۍ او نقاشۍ توپير دا و، چې په تصوير نګارۍ كې يواځې هغه څه، چې د اړيكو د ټينګښت لپاره ېي ارزښت درلود، نقش كېدل او پردې بنسټ د نقشونو ښكلا او سينګار ته پاملرنه، نه كېده لكه څنګه چې د نقاشۍ په هنر كې مطرح دى.
د الفبا په تاريخي بهير كې بل تحول فكر ليكنه Ideography ( په يوناني كې Idea فكر او grapha ليكل) ده. د فكر ليكنې په پړاو كې د هر خاص شخص، حيوان او يا شي د توصيف لپاره له يوې ځانګړې نښې او علامې څخه كار اخيستل كېده، چې په هغه شخص، حيوان او شي باندې به يې ځانګړى دلالت كاوه. مثلاً د يو سپين باز شكل به د سپين باز په نامه سړى مفهوم رساوه. ددې تصويري او ذهني طريقې كارونه د هغه مصورو داستانونو، افسانو او متلونو په څېر وه، چې په ننداريزو ديوالونو يا پر ويترينونو او يا نورو شيانو باندې نقاشي شوي وي.
هغه تصويرونه، چې په تصوير كې كارېدل، د عيني واقعاتو د توصيف لپاره نه و، بلكې دې تصويرونو له ليدونكيو سره د موضوع يا پېښې يا يوه ذهني كار په تشخيص يا راپه زړه كولو كې مرسته كوله. په دې بهير كې كه علامو به خپل تصويري خصوصيات ساتل او كه به يې نه ساتل، په پاى كې د نښو او سمبولونو په توګه ژبني عناصر شول او كرار كرار ليكلو خپل خاصيت، د بيان او عقيدې پورې د اړوندې طريقې او روش په توګه له لاسه وركړ او د ژبې د يو ابزار او د بشر د يو ارتباطي وسيلې په بڼه شو.
درېيم پړاو د فكر ليكنې وروسته د كلمه ليكنې پړاو (په يوناني كې logos كلمه او grapho ليكل( دى، چې د هروګليف لرغوني يونان كې Hieroglyphoi د سپېڅلې الفباء په مانا) په نامه هم يادېږي.
په دې پړاو كې سړى كولاى شي د هرې خاصې كلمې او مفهوم لپاره ځانګړې علامه وكاروي او هره كلمه او مفهوم په يوه ځانګړې ليدنيزې نښې سره وښېي. په دې پړاو كې نور په كار نه دي، چې د “اوو پسونو” د مفهوم د بيان لپاره د پسونو اووه اشكال وكښل شي، بلكې د اوو تصويرونو پرځاى يواځې دوه علامې كارول كيږي: يوه هغه علامه، چې د “اوو” عدد ښېي او بله هغه علامه، چې د “پسه” د مفهوم ښكارندوى وي. په همدې ترتيب ددې جملې د بيان لپاره “سړى زمرى وژني” نورو دې ته اړتيا نه وه، چې د سړي تصوير په داسې حال كې وكښل شي، چې نېزه يې په لاس كې وي او زمرى وژني. ددې لپاره درې علامې كافي دي، چې په ترتيب سره د “سړي،زمري او د وژلو” د مفهوم معرف وې.
په دې ترتيب كرار كرار د علايمو، ذهني حقايقو، موضوعاتو او شيانو ترمنځ د بشپړ مطابقت رابطه ټينګه شوه او دا چې دا موضوعات او شيان د وينا په ژبه كې نوم نه لري، په تدريج سره د ليكل شوو سمبولونو او د هغې د ملفوظ شكل ترمنځ مطابقت رامنځ ته شو.
د “كلمه ليكنې” وروسته بل پړاو د هغې تكاملي پړاو يانې د غږ ليكنې (يوناني Phone غږ او grapho ليكل) پړاو دى. په دې تحول كې الفباء، ددې پرځاى چې د “فكر” نښه وي، د “غږ” نښه شوه يانې فكر ليكنې، غږ ليكنې ته تكامل وكړ او دا چې د هرې ژبې غږونه محدود دي، نو ځكه د غږ ليكنې نښې د فكر ليكنې له نښو څخه څو وارې راكمې شوې.
په دې ترتيب وروستي پړاو يانې د نښو غږيزه كول په داسې طريقه چې وكړاى شي ژبني فورمونه د هجايي نښو په واسطه بيان كړي، د بشپړ خطي سيستم ايجاد ته يې لار پرانسته او په “غږ ليكنه” كې، چې هره نښه په يوه خاصه هجا باندې دلالت كوي، د ليك د تكامل په لور يو بل تحول و.
څرنګه چې له دې ليكنۍ طريقې څخه استفاده د زرګونو خلكو د زده كړې مستلزمه وه، كرار كرار د نومونو د دقيقې ثبتونې اړتيا، په داسې توګه چې د اسنادو په ليكلو كې د اشتباه مانع وي، الفباء يو بل پړاو د هجا ليكنې ( يوناني كې sylobe هجا) په نامه د كلمه ليكنې ځاى ونيو.
په هجا ليكنه كې هره علامه د يوې هجا نښه وي او د هجاوو شمېره د كلمو په نسبت څو وارې كمه ده او نامحدودې كلمې پخپله د محدودو هجاوو له تكرار او تركيب څخه منځ ته راځي. يا په بل عبارت د كلمه ليكنې روش تحول وكړ او په كاري بڼه شو. په دې ليكنه كې هره علامه د يوې ډلې غږونو نښه وه، چې يوه هجا يې جوړوله او هجاوو به په خپل منځ كې له ترتيب كېدو څخه وروسته د نظر وړ كلمې تلفظي فورم په لاس وركاوه.
د الفباء له اوو سيستمونو څخه يو هم الفبايي ليك دى. الفبايي ليك داسې ليك دى، چې د هر وييز غږ لپاره كه واول وي كه كانسونانټ، يوه ځانګړې علامه لري. بنا پر دې د هرې ژبې په الفباء كې نښې او علامې شاملې دي، چې دا علامې ددغسې ژبې د ځانګړيو غږونو مشخص كوونكې دى. لومړنى بشپړ الفبايي ليك د دويمې زريزې په اوږدو كې د يونانيانو په واسطه رامنځ ته شو.
د الفبايي ليك له جملې څخه يوه هم الفبا ده، چې كانسونانټ (لاتين Consonan يا Consonanits چوپ تورى) ورته ويل كېږي. په دې كې ځينې واولونه، ليك يا نښه نه لري لكه عربي، پښتو او دري ليك، چې د لنډو واولونو د ښودلو لپاره له ( _َ _ِ _ُ) څخه استفاده كېږي، چې حركات ورته ويل كېږي.
الفباء په اّريانا كې:
دوه زره كاله له ميلاد څخه وړاندې په بين النهرين او شام كې په مختلفو اّرامي لهجو خبري كېدې. په دې سيمه كې د اّشوريانو د حكومت له ټينګښت وروسته د اتمې قبل الميلاد پېړۍ راپه دې خوا ددې قوم اّرامي لهجې د نورو ټولو لهجو ځاى ونيو او ددې سيمې منځكړې ژبه شوه. دې ژبې چې د هخامنشيانو په ستره امپراتورۍ كې هم رسميت درلود، ختيځپوهانو دې ته اّرامي امپراتوري نوم كېښود.
د هخامنشانو د حكومت تر سقوط وروسته اّرامي ليكل ورو ورو له ياده ووت او په ځاى يې په محلي ژبو منځنۍ فارسي، پارتي، سفدي او خوارزمي ژبو ليكل په اّرامي ليكل پيل شول. اّرامي ژبې د اسلامي دورې تر لومړيو پورې د منځني ختيځ په بېلابېلو سيمو كې رواج درلود او د اسلام تر خپرېدو وروسته له منځه ولاړه.
ميخي الفباء cunei forms د زړې فارسي د ليكنې لپاره د ځانګړي ميخي ليك څخه، چې د باباى ميخي ليك څخه اقتباس شوى و، استفاده كېده. د هخامنشيانو اداري مكاتبات ظاهراً د ليك په واسطه او احتمالاً چې اّرامي به و، تر سره كېدل او ميخي ليك يواځې د كتيبو د ليكنې لپاره كارېده. (Diringer 1963, p 224).