• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

دبرموډا مثلث په داخل کې څه دي؟!

Home ژباړهدبرموډا مثلث په داخل کې څه دي؟!

دبرموډا مثلث په داخل کې څه دي؟!

ژباړه: افضل محمد وقار
(دوهمه برخه)

دبرموډا مثلث په اړه  توضیحات او مختلف فرضي علتونه وجود لري. ځینې غیر طبیعي نظریات چې په دې اړه وړاندې شوي،ظاهراً سړی قضاوت کولای شي چې سم ندي اویواځې نکلونه دي؛ لکه د نورو مخلوقاتو شتون،دشیطاني قوې شتون…، او  دې ته ورته افسانې چې قطعاً پرې دحقیقت اطلاق کولای نشو . دبرموډا مثلث د پېښو دعلتونو دڅیړنو لپاره موږ ساینسي بُعد په نظر کې نیسو، او په دې اړه ځینې نظریات او فرضیات وړاندیز کوو،چې ښايي دبرموډا مثلث ترشا لاس ولري.
په دې اړه ځینې طبیعي علتونو لکه د سمندر د جزر او مد په اساس د سمندر په تل کې د زلزلوي امواجو تولید، مخرب بادونه او اتموسفیري بدلونونه، اتشفشاني بالونونه چې د هوایي الوتکو د چاودلو سبب ګرځي، بادیزې بوړبوکۍ چې  د الوتکو د لویدو او کشتۍ ګانو د لوري د بدلیدو  لامل ګرځي، د مقناطیسي قوې شتون او دالکترومقناطیسې قوې بدلولونه او ترټولو مهم په دې ساحه کې د متان هایدرات ګاز شتون دبرموډا مثلث دپېښو لپاره دطبیعي لامل په توګه پیژندلای شو. اسټرليایي څیړونکو ثابته کړې چې د برموډا مثلث په ساحه کې په زیاته اندازه د متان هایدارت شتون د اوبو په سطحه کې دزیات شمیر حبابونو درامنځته کیدو لامل ګرځي، چې له امله یې داوبو کثافت کمیږي، ښایي په اوبو کې دکشتیو دښکته تلو لامل وي. همدا ډول ددې ګازونو شتون دکرستال په شکل دسمندر ترتل لاندې ۳۲ کیلومتری کې هم ثابت شوي دي.


دبرموډا مثلث په اړه وروستی او نسبتاً منطقي نظریه (شپږ ضلعي وریځې) نومیږي ، چې دکلراډو پوهنتون دڅیړونکو په اساس وړاندې شوه. دڅیړونکو په اند دبرموډا مثلث دپاسه دشپږ ضلعي په څیر دوریځو تشکیل ممکن ددې پېښو دواقع کیدو اصلي لامل وي. هغه انځورونه چې د ناسا ادارې پرمټ اخیستل شوي، ښکاره لیدل کیږي چې دبرموډا مثلث دپاسه شپږ ضلعي وریځې الوځي څیړونکي باور لري چې دا شپږضلعي وریځې کولای شي، چې بادیز بمونه د ۲۷۳ کیلومتر فی ساعت،او د۱۴ مترو په ارتفاع د اوبو موجونه تولید کړي، چې همدا دالوتکو او کشتۍ ګانو د سقوط او تخریب لامل ګرځي. د یادونې وړ ده چې د باد ۲۵۷ کیلومتر فی ساعت سرعت ددې وړتیا لري چې الوتکې،کورونه او کشتۍ ګانې له سقوط او تخریب سره مخ کړي،چې دا سرعت دبرموډا مثلث په ساحه کې ډیر زیات دی. دا شپږ ضلعي وریځې د ۴۰-۸۰ کیلومترو پورې پراخوالی لري.دا وریځې په غیر عادي ډول انتشار پیدا کوي، او کله ناکله خطرناک توپاونونو د منځ ته راتلو لامل ګرځي ،ځکه خو دبرموډا مثلث دیو قاتل په شکل عمل کوي،او کله کله ستونزې پېدا کوي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

معراج او زماني مشکل!

Jan 30, 2018

لیکنه: افضل محمد وقار لومړی به یاد کړو، چې شکر[...]

ایا فضایي سپوږمکۍ کولای شي د کوم بل  هېواد حریم ته داخله شي؟

ایا فضایي سپوږمکۍ کولای شي د کوم بل هېواد حریم ته داخله شي؟

Sep 10, 2016

ليکنه: افضل محمد وقار ایا فضایي سپوږمکۍ کولای شي د[...]

مصنوعي فضايي سپوږمکۍ!!

مصنوعي فضايي سپوږمکۍ!!

Sep 6, 2016

لیکنه: افضل محمد وقار (لومړی برخه) مصنوعي سپوږمکۍ دبشر په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022