ژباړه: افضل محمد وقار
(لومړی برخه)
د برموډا مثلث د یو داسې عجب محل او مکان څخه عبارت چې پکې سلګونه الوتکې او کشتۍ ګانې تری تمې او ورکې شوې؛ داسې ورکې شوې چې حتی چا یې یو جسد یا هم ټوټه ترلاسه نکړه. واقعاً د برموډا مثلث یو جالب او حیرت انګیز محل دی. راځئ ددې جالب مکان په اړه دشته معلوماتو په اساس څیړنه وکړو.
د برموډا مثلث اصلاً یو مثلث ندی، بلکه یوې بیضوي په شکل جوړښت لري، چې د اطلس سمندر او امریکا په جنوب ختیځو سواحلو کې قرار لري. یو رأس یې تر برموډا پورې دی. د انحنا برخه یې د فلوریډا د لاندني قسمت نه تیره او له پورتوریکو څخه تر تیریدو وروسته د جنوب او ختیځ په طرف منحرف کیږي. همدا ډول د سارګاسو دریاب څخه تر عبور وروسته بیرته له برموډا سره وصلیږي. جغرافیوي محور د برموډا مثلث په جنوب کې په ۸۰ درجو واقع دی. په دې برخه کې د حقیقي جغرافیوي او مقناطیسي محور ترمنځ انحراف هم نه لیدل کیږي یعني صفر وي. د برموډا مثلث په نوم مشهوره شوي دا سیمه د ډېرو رازونو او اسرارو ډکه ده او د تاریخ په اوږدو انسانان د عجبو او غریبو واقعاتو سره په دې سیمه کې مخ شوي دي. تاسو هم که چرته په دې سیمه کې دواقع شويو پېښو په اړه واوری، باور لرم چې حیران به شی.
د برموډا مثلث مرموزې پېښې!
د برموډا مثلث چې کله کله ورته شیطاني مثلث هم وایي، د زیاتو مرموزه ځاني او مالي تلفاتو د واقع کیدو لامل ګرځیدلی. دا کوم پخواني واقعات ندي بلکه همدا څو لسیزې پخوا واقع شوي دي. راځئ ځینو دغو حوادثو ته په سرسري شکل نظر واچوو.
۱) ۱۹شمېره الوتنه:
۱۹ شمېره الوتنه د برموډا مثلث یو د هیجاني او مرموزو پېښو له جملې شمېرل کیږي. ۱۹۵۴ کال د ډسمبر ۵ ، د فلوریډا فوټ لوډریل نظامي قرارګاه څخه، پنځه TBF او نجر الوتکې د تمرین لپاره د برموډا مثلث په ساحه کې هوا ته پورته کیږي. اما له ځنډ وروسته د فني او جهت یابي له مشلاتو سره مخ کیږي. که څه هم له قرارګاه څخه یې د کومک غوښتنه وکړه خو ګټه یې ونکړه. دغو پنځو واړو الوتکو تقریباُ یو ځای هرڅومره چې کوشش وکړ ترڅو وچې ته ځان ورسوي، اما دوی برعکس د اطلس سمندر په طرف ښکته تلونکي وې. هغه خبرې چې ددې الوتنې د یوې الوتکې کپټان څخه ثبت شوي: موږ د سون موادو د کمښت له امله د اطلس سمندر په لور روان یو؛ نه یواځې دا چې د دې پنځه الوتکو ۱۴ کسان پیدا نشول، ۱۳ هغه کسان چې د دوی د مرستې لپاره ورغلي وو، نه یواځې دا چې مرسته یې ونکړه د دوی هم چا څرک ونه لید.
۲) کار ا-ډيرینګ:
یوه پنځه بادیزو لرونکي پردو کشتۍ وه او د خپل وخت مشهورترینه د حمل ونقل وسیله بلل کیده. دا کشتی په ۱۹۲۰ کال د اګست په میاشت کې په داسې حال کې چې د ډبرو سکاره یې د امریکا د ویرجینیا ایالت څخه ریوډو جینرو برازیل ته منتقلول. که څه مواد یې په سالم شکل انتقال کړل، اما بیرته د همدې کال د سپټامبر په میاشت کې د همدې مسیر په اوږدو کې تری تم شوه. همدا کشتۍ په ۱۹۲۱ کال د جنوري په میاشت کې د کارولینا په سیمه کې وموندل شوه، اما داسې وموندل شوه چې د کشتۍ ټول سپاره، د جهت پیدا کیدو وسایل، دريکارډینګ توکي ورک او تري تم وو او کشتۍ په یو ډارونکي روح بدله شوی وه. که څه هم امریکا ددې کشتۍ په اړ زیاتې څیړنې وکړې اما هیڅ یې ترلاس نه کړل.
۳) اس اس اي فارو SS El Faro:
یوه باري ۲۴۰ متریزه کشتۍ وه چې په ۲۰۱۵ دسپټامبر په میاشت کې د فلوریډا څخه د پورتوریکو په طرف د ۳۳ تنه عاملې سره سفر پیل کړ. ویل کیږي چې ددې کشتۍ په مسیر کې یو کوچنی توپان ایجاد شو خو د کشتۍ مسیر داسې منحرف شو چې د توپان څخه یې څو سوه میله فاصله لرله. د سفر ترنیمایي بدون له کوم مشکله سفر ښه رالنډیده اما ناڅاپه دا کوچنی توپان په یو خطرناک توپان تبدیل شو چې موجونه یې تر دولس متره پورته کیدل. اخري خبرې چې په کشتۍ کې د موجوده میکروفون په اساس ثبت شوي ویل کیږي: د کشتۍ یوه برخه زخمي شوې او زیاتې اوبه د کشتۍ په لور راروانې دي. خو له له لږ ځنډ وروسته د کشتۍ کپټان اعلان کوي، چې د اوبو جریان قطع شوی او هرڅه ترکنټرول لاندې دي. ددې خبرو وروسته ناڅاپه اړیکه قطع کیږي او څو هفتې وروسته ددې کشتۍ پاتې شونې دسمندر په تل کې د۴۶۰۰ متره په ژوروالي پیدا کیږي خو د ۳۳ تنو تراوسه چا څرک هم ونه لید او ورک شول.
۴) یو اس اس سایکلوپس (U.S.S Cyclops):
یوه لویه باري کشتۍ چې د ۳۰۹ تنو سره یوځای په ۱۹۱۸ کال کې د برزایل څخه د بالتیمور په طرف روانه وه، خو هيڅکه هم خپل مقصود ته ونه رسیده. د برموډا مثلث په ساحه کې د دې کشتۍ او کسانو چا ټوټه هم پیدا نکړه او نه یې د تري تم کیدو په علت څوک پوه شول.
۵) اسټارټایگر (B.S.A.A Star Tiger)
دا یوه الوتکه ده چې په په ۱۹۴۸ د جنوري په میاشت کې د ۳۱ تنو سره یو ځای د برموډا مثلث په ساحه کې ورکه شوه. نه یې علت،نه یې ټوټه او نه یې د کوم تن جسد تراوسه چا پیدا کړ.
همدا ډول دوگلاس دی سی سه الوتکه د ۳۱ نفرو،تریسلندر ددولس نفرو، دامریکا نظامي ۴۴۱ نمبر الوتکه چې نظامي ۴۲ کسان پکې وو او نور دیته ورته لسګونه نور هیجاني او مرموز حوادث دهمدې برموډا مثلث په ساحه کې واقع شوي، خو ددوی دغرقیدو په اړه یو واحد نظر شتون نلري.
نوټ: دا لیکنه دوهمه برخه هم لري.