لیکنه: استاد سلطان شاه (صفاري)
۱ــ مادي عنصر
دبشریت په ضد جرایمو د مادي عنصر په اړه کولای سو ووایو چي: دبشریت په ضد جرایمو مادي عنصر عبارت دی له داسي برید څخه چي غیرانساني ماهیت ولري او جسم یاجسمي او روحي سلامتیا ته د لوی ازار سبب وګرځي.
البته دغه برید باید په پراخ او سازمان سوي شکل دملکي وګړو په وړاندي ترسره سوی وي، او همدارنګه درونډا دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامي پر بنسټ نوموړی جرمي عمل باید دځینو ملحوظاتو له مخي لکه سیاسي، قومي، نژادي، یامذهبی دتبعیض په ډول ترسره سوی وي.
۲ــ رواني عنصر
دبشریت په ضد جرایمو دهرډول دارتکاب لپاره اړینه ده چي مرتکب دا اعمال اګاهانه ترسره کړي وي، یعني مرتکب باید په دې پوهـ وي چي دهغه عمل دیوپراخ او سازمان سوي برید په توګه دملکي وګړو دیوې ټولګي په وړاندي دي، چي دا کار دیو سیاست دمخته وړلو لپاره ترسره کیږي، البته دا رواني عنصر په هر جرم کي په جلا ډول استنباط کیدای سي، اما لازمه نه ده چي مرتکب دقیقاً له هغه څه څخه چي دجرم قربانیانو ته پیښیږي، اګاهي ولري.
دبشریت په ضد جرایمو لنډتاریخي سیر
د ۱۹م پیړۍ له پای ته رسیدا سره سم دبشریت په ضد جرایمو نړیوالو معاهداتو ته لاره پیداکړه، دلاهي د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷م په معاهداتو کي چي د مځکنیو جګړو په اړه وه، دبشري قوانینو له اصطلاح څخه یادونه وسوه، مګر دبشريت په ضد جرایمو صراحت یادونه دلومړي ځل لپاره د۱۹۱۵ کال د می پر ۲۸مه د دریو هیوادونو لکه انګلستان، روسیه او فرانسې لخوا عثماني ترکیې لخوا دارامنه د عام وژني دغندنی په مناسبت وکارول سول.
دلومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته په ۱۹۱۹م کال کي د ورسای دسولي کنفرانس دایر سو، خو په دې نړیوال کنفرانس کي دبشریت ضد جرایمو یادونه ونه سوه، مګر دکمیسون په راپور کي په کراتو دبشري قوانینو، دبشری قوانینو په ضدجرایم یادونه وسوه.
دسولې په دې کنفرانس کي پریکړه وسوه چي المان خپله خپل ۸۹۵ کسان چي په جنګي جرمونو تورن دي محاکمه کړي، مګر دغه محاکمانه عادلانه ترسره نه سوه ډیری کسان بغیر له کوم دلیله بري اعلان سول.
دملتونو ټولني (جامعه ملل) هڅي
دملتونو ټولني دخپل ایجاد څخه وروسته د بشري حقونو دملاتړ لپاره خپلي هڅي پیل کړې، چي له دې هڅو څخه یو هم د ۱۹۲۶م کال د سپټمبر د۲۵ دغلامۍ دمنعي کنوانسیون دی، دا کنوانسیون زموږ دموضوع لپاره ځکه اهمیت لري چي وروسته په غلامۍ نیول دبشریت په ضدجرایمو کي وګڼل سو، یوبل کار چي دملتونو ټولني ورته هیله لرل خو بریالۍ نه سول هغه دنړیوالي جزايي محکمې ایجاد ؤ چي په بیلابیلو کاري مجالسو کي یې ورباندي بحث هم وکړ.
د دویمي نړیوالي جګړې فاتحینو دالمان په خاوره کي بعضي کوچنۍ محاکم جوړ کړل چي دالمان دجنګي جرمونو تورن اشخاص یې پکښې محاکمه کړل چي دغه محاکم په لاندي ډول ذکر کیږي:
۱ــ دمتفقینو دکنټرول شورا د۱۰ شمیره قانون پر اساس رامینځته سوې محکمه
۲ــ د ډاکټرانو محکمه
۳ــ د المان دسیاست او نژادي برنامو محکمه
۴ــ داقتصادي جرایمو محکمه
۵ــ دنظامي محاکماتو محکمه
۶ــ د دولت دغړو پوري اړونده محکمه
۷ــ د راشتات محکمه
دویمه نړیواله جګړه او پایلي یې
د دویمي نړیوالي جګړې وروسته داچي داجګړه په دوو جبهو کي ډيره وه لکه لیري ختیځ او اروپا کي نو دوه جلامحاکم ایجاد سول، یوه دالمان په نورنبرګ کي او بله هم دجاپان په توکیو کي، ددې دوو محاکمو ایجاد دبشریت په ضدجرایمو درسیده ګي لپاره یو مهم او نادر ګام ؤ.
دلندن په منشور کي ۶ ماده دبشریت په ضد جرایمو په اړه وه چي وروسته دغه منشور دنورنبرګ دمحکمې دایجاب سبب سو، په دې مادې کي دبشریت په ضدجرایم داسي روښانه سوي وه:
قتل او ورک کول، غلامي ته اړکول، دیو ډلي یاجمیعت اجباري اخراج، شکنجه او نور غیرانساني اعمال، او همدارنګه پرانسانانو باندي غیرقانوني طبي ازمایښتونه کول او اپارتائد.
دنورنبرګ محکمه چي په ۱۹۴۵م کال کي ایجاد سول، اته غړي یې درلودل چي له څلورو دولتونو څخه وه لکه امریکا، انګلستان، روسیه، فرانسه، یو غړی یې اصلی او بل غړی دهر هیواد علی البدل ؤ.
دې محکمې پر ۱۲ کسانو باندي د اعدام، پر۷ کسانو باندي دحبس حکم صادرکړو او درې تنو ته یې براءت ورکړ، البته دا اکثره تورن کسان په جنګي جرمونو تورن وه یواځي دوه کسان دبشریت په ضدجرایمو تورن وه.
له دویمي نړیوالي جګړې وروسته نور موارد:
د دویمي نړیوالي جګړې څخه وروسته هم نړیوالي او سیمیزي شخړي رامینځته سوې، دعراق، ایران او کویټ جګړې، قبرس ولبنان، بنګله دیش او فلسطین شخړي، چي په پورته ټول شخړو او جنګونو کي جنګي جرایم او دبشریت په ضد جرایم ترسره سول ولي یو یې هم تعقیب نه سول، لکه دعراق او ایران په جګړه کي خورا ډیر جنګي جرایم لکه پر ملکي وګړو بمباري، د نفتو څاګانو ته اور اچول، داسیرانو سره ناوړه سلوک او نور ترسره سول.
د یوګوسلاویا او رونډا محاکم
ددې دوو محاکمو اساسنامې په ترتیب سره په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۴م کال کي دملګروملتونو دامنیت شورا لخوا تصویب سولې، ددې دواړو محاکمو په اساسنامو کي دبشریت په ضد جرایمو موضوع درج وه، داچي دا محاکم په جګړې کي دبریالیو لوريو لخوا نه وي، ځکه نو هم ډیر اهمیت لري.
د یوګوسلاویا او رونډا د نړیوالو جزايي محاکمو په اساسنامو کي دبشریت ضدجرایم
په یوګوسلاویا کي دصربیانو په واسطه دبوسني او هزرګوین پرمسلمانانو زیات جرایم ترسره سول لکه: نسل وژنه، ډلیزه وژنه، جنسي تجاوز او داسي نور، نوپه همدې اساس دملګرو ملتونو دامنیت شورا ددې سازمان دمنشور داووم څپرکي پر بنسټ لاسوهنه وکړه او په یوګوسلاویا کي یې دبشري حقونو دناقضینو لپاره چي د ۱۹۹۱ څخه تر۱۹۹۳م پوري یې بشري حقوق نقض کړي وه د یوګوسلاویا محکمه ایجاد کړل، ددې محکمې داساسنامې په ۵ ماده دبشریت په ضد جرایم داسي روښانه سوي وه:
عام وژنه، ریښه له بیخه ایستل، په غلامۍ نیول، اخراج، بندي کول، شکنجه، جنسي تجاوز، دسیاسي، نژادي او مذهبي دلایلو له مخي د خلکو اذیت او ازار او داسي نور غیرانساني اعمال.
ددې محکمې په اساسنامه کي مو ولیدل چي شکنجه هم دبشریت په ضدجرایمو کي شامله سول په داسي حال کي چي دنورنبرګ او توکیو په اساسنامو کي شکنجه دبشریت په ضدجرایمو کي نه شمیرل کیدل.
یوکال وروسته چي په افریکايي هیواد رونډا کي د کورنیو جګړو له امله بشري حقونه نقض سول، دملګرو ملتونو دامنیت شورا درونډا محکمې په تاسیس لاس پوري کړ، دیادوني ده چي په رونډا کي دوه قبیلو په خپلو کي جګړې وکړې چي یوه قبله هوتو او بله هم توتسي وه، خو هوتوانو پر توتسیانو ډير بدجرایم ترسره کړل لکه نسل وژنه، جنسي تجاوز او داسي نور چي حتی هر انسان یې په اوریدلو سره تکان خوري.
درونډا محکمې په اساسنامه کي دتحت صلاحیت جرایمو څخه یو یې دبشریت په ضدجرم ؤ چي موارد یې همغه نهه موارد وه چي دیوګوسلاویا په اساسنامه کي درج وه.
د یوګوسلاویا او رونډا محاکمو څو نواقص درلودل، لومړی داچي دامحاکم دامنیت شورا لخوا رامینځته سوې وه چي امنیت شورا یو سیاسي تشکیل دی کیدای سي کوم غړي یې ځيني مهم مسائيل دخپل سیاسي دیدګاه قرباني کړي وای او د ویټوله حقه يې استفاده کړې وای او بل دامحاکم موقتي وه، دریم دا چي دامحاکم په یوې خاصي جغرافیې چي عبارت وه له یوګوسلاویا او رونډا څخه پوري اړه درلودل، نو پرهمدې بنسټ له نړیوالو سره دیوې دایمي نړیوالي جزايي محکمې دایجاد فکر پیداسو، او داسي اراده وسوه چي دغه دایمي نړیواله محکمه باید دامنیت شورا لخوا نه بلکه د نړۍ د دولتونو لخوا رامینځته سي، پرهمدې اساس په ۱۹۹۸م کال دایټالیا په روم کي په دې اړه نړیوال کنفرانس دایر سو.
چي البته د نړیوالي جزايي محکمې په اساسنامه کي مو دبشریت په ضدجرایم پخوا دبحث په سرکي تشریح کړي دي دبیاځلي یادوني څخه ډډه کوو.
سرچینې او ماخذونه
۱ــ بافرانی، دکترحسن پور، حقوق جزای بین الملل، چاپ هفتم، سال چاپ ۱۳۹۳، انتشارات جنګل، جاودانه، ایران
۲ــ کریانګ ساک کیتی چایساری، حقوق کیفری بین المللی، ترجمه جنت مکان اقایی دکترحسین، چاپ دوم، سال چاپ ۱۳۸۷، انتشارات جنګل، جاودانه، ایران