دبقرې مدني سورت (٢٨٦) آياتونه لري، چې روانه ژباړه يې په لاندې توګه ده:
[quote]الٓمٓ{۱}[/quote]
الف،لام،ميم، مقطعات توري دي، چې يواځې الله ج يې په مانا پوهيږي.
[quote]ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ{٢}[/quote]
په دې کتاب کې هيڅ شک نشته، لار ښوونه ده لپاره دپرهيزګارانو.
[quote]الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلٰوةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ يُنفِقُونَ{٣}[/quote]
هغوي چي پر نالیدلو ایمان راوړي، لمونځ کوي، او کومه روزي مو چې ور کړې، د هغې نه یې (دالله ج دخوښۍ لپاره) لګوي.
[quote]وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْءَاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ{٤}[/quote]
او هغوي چي ايمان راوړي پر هغه څه (قُرآنکريم) چې پر تا نازل شوی، او پر هغه څه (کتابونه) چې ستا نه وړاندې نازل شوي، او پر آخرت باور لري دوي.