لیکنه: اسدالله الفت
د بهرنيو چارو وزير د يوهيواد د ډيپلوماسۍ دستګاه اداره کوي ، د دولتونو مشران ،او لومړي وزيران ټولو دولتي چارو ته رسيده ګي کوي . پداسي حال کي چي د بهرنيو چارو وزير يوازي بهرني سياست مخ ته وړي . د بهرنيو چارو وزير اصطلاح د فرانسوي اصطلاح ژباړه ده .چي په فرانسوي کي ورته Minister des affair Etrangeres.) اوپه انګليسي کي ورته Minister for foreign Affairs ويل کيږي . په پښتو کي ورته د بهرنيوچارو وزير وايې .اوپه ايراني ژبه کي ورته وزير امور خارجه وايې . په فرانسه کي ورته Chef de Diplomaie د ډيپلوماسۍ ريس وايې اوپه انګليسي ژبه کي ورته chef of diplomacy وايې .د بهرنيو چارووزير دوه ډوله وظيفي لري
داخلي وظايف ۲- بهرني وظايف
د هيواد په داخل پور ي مربوطه وظيفه:
په داخل کي د بهرنيو چارو وزير د دولت د هيت غړ ي او بهرني سياست په تنظيم کي برخه لري . او له دي سره په څنګ کي د بهرنيو چارو وزارت اداري تشکيلات په غاړه لري .
د دې څخه علاوه د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو استازو سره په مرکز کي اړيکي نيسي . د ډيپلوماتيکو استازو په مراسمو کي ګډون کوي ، د قرار دادونو انعقاد کول د ځينو هغو اسنادو لاسليکول چي په بهرنيواړيکو پوري اړه لري ،دنړيوالي وضعي ارزيابي کول ،او د معلوماتو راټول چي په بهرني سياست پوري اړه لري .په هغو مباحثو کي ګډون کول چي د دولت په بهرني سياست پوري اړه لري ،او د مقننه قوي سوالونو ته ځواب ويل د بهرنيوچارو د وزير دنده ده .
بهرني وظايف:
او د هيواد څخه بهر د بهرنيو چارو د وزير دندي عبارت دي له .
۱ـ د دايمي سفارتخانو او قونسلګريو سره اړيکي نيول .
۲ـ هغه نماينده ګي چي د هيواد څخه بهر وي او پر هغوي څارنه کول .
۳ـ د خپلو هيواد والو د منافعو ساتنه او حمايت کول .
۴ـ د قرار دادونو لاسيليک کول
۵ـ د سفيرانواو مختار وزيرانو معرفي کول ،د بهرنيو چاور د وزير دنده ده چي ولسمشر ته پيشنهاد وکړي د ولسمشر تر منظوري وروسته يی بل هیواد د سفیر يا مختار وزير په توګه معرفي
You also might be interested in
لیکنه: اریال زابلی د نړیوال سیاست مفهوم که څه هم[...]
ژباړه: قاسم امیری پۀ دویمه نړیواله جګړه کې کله چې[...]
څېړنه: استاد خوشحال(جواد) د ملګرو ملتونو منشور د مقدمې، موخو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی