ژباړه: مصطفی نور
د مایکروسافټ سرنوشت تقریبا د هغو شرکتونو سرنوشت دی، چې بې له دمې یې په نړیوال رقابتي صنعت کې په چټکتیا پرمختګ کړی. په ۱۹۷۴ کال کې د بېلګېټس په مشرۍ او پال آلن په مرسته یې بنسټ کېښودل شو. د مایکروسافټ شرکت په دوو کسانو خپل فعالیت پیل او اوس مهال له ۲۰۵۰۰ څخه ډې کسان پکې په دنده بوخت دي او په کال کې له ۸/۸ بیلیونه ډالرو څخه ډېر خرڅلاو لري.
د مایکروسافټ شرکت خپل بریالیتوب لاندې پنځه لاملونه ګڼي:
۱. اوږد مهاله انګېرنه
۲. د پایلې اوږدنه
۳. ډله یز کار او هر اړخيزې ځاني هڅې
۴. خپلو او د پیريدونکو محصولاتو ته دلچسپي
۵. په دوامداره توګه د پېرودونکو عکسل لعمل اخیستنه
شرکت ډېر هوښیار او با اخلاقه کسان استخداموي، په هغوی کې لیوالتیا رامنځته کوي، دوامداره نیوکې کوي، د ښه کار لپاره شرایط برابروي او له اته سلنه څخه کم د ډول ډول سهمونو ورکول هم کولی شي مرسته وکړي؛ او په تخنيکې صنعت کې د پرسونل بدلون په فوق العاده کچه ټيټ دی.
د هوسا او علمي چاپېریال په جوړولو سره د ټولنيزو غښتنو انګیرنو څخه بې زاري نسبت فرصت ساتنې او سرته رسونې ته برابري مومي. که چېرې څوک شرکت پرېږدي د مایکروسافټ څېړنيزه برخه نظر ورکوي، چې هغې په دې خاطر کار پرېښود، ځکه ستونزه یې ختمه شوې ده؛ خو ښايي د مایکروسافټ تر ټولو جوت آزمایښت فرهنګ دا وي، چې ډېری اصلي او لمړني کارکوونکي یې لا هملته دي او کار کوي. ډېر کسان د شل کلنۍ په وروستیو او د دېرش کلنۍ په لمړیو کلونو کې د شرکت د سهم له امکاناتو څخه میلیونر شوي دي، هغوی په آسانۍ کولی شوای ګوښه شي او یا شاته لاړ شي؛ خو لاړل نه.
د مایکروسافټ د یوه مدیر له قوله « په ژوند کې یې بل څه کار کولی شوای؟ په کوم ځای کې یې دومره ساتېري او خوند ترلاسه کولی شوای؟ »
د بریالیتوب رمزونه او رازونه
یوه دقیق تحلیل د مایکروسافټ شرکت او د هغه د اجرايوي بې ساري مدیران په لسو رمزونو کې ثابت کړي او ښکاروي. د بېلګټس په شان د کار او دندې د ترسره کولو رمزونه په لاندې ډول دي:
۱. په مناسب ځای او وخت کې لاس په کار شئ.
د مایکروسافټ بریالیتوب یوه فوق العاده چانس او بخت ته نسبت ورکول ( د لمړي ځل لپاره د آی بی ام کمپيوټرونو د عامل سیستم د تآمین لپاره د قرارداد تضیمن ) ډېر ساده او آسانه دی؛ خو په دې کار کې نور لاملونه د چانس او بخت نه ډېر دخالت لري. ګېټس د آی بی ام د اهمیت معامله تشخیص کړه، هغه پوهېده چې دا معامله کولی شي د شخصي کمپيوټر په کاراچونه بدله کړي او هغه څه د پاسه شپږ میاشتې نه ستړي کېدونکی کار وکړ تر څو بریالیتوب حداکثر ته ورسوي.
۲. په ټکنالوژۍ مین اوسه
د مایکروسافټ د دوامدارو بریالیتوبونو مهم اړخ د ګېټس پوهه او تخنیک پوهنه وه، په دې برخه کې مهمې او کلیدي پرېکړې د ده پر غاړه وې او ډېری وخت به یې ټکنالوژي د خپلو سیالانو څخه ډېره روښانه تشخیصوله او همدارنګه تیار وو چې لاره یې وروښيي.
۳. هیڅوک په ځان پورې مه تړه
ګېټس ډېر کلک سیال دی، هر کار یې چې کړی پکې بریالی شوی دی. د یوه معامله کونکي په توګه، دا کار له هغې څخه په خبرو اترو کې یو فوق العاده انعطاف نه منونکی جوړوي. هغه د ټپ په منځ کې هډوکی نه پرېږدي او په ښکاره توګه د خپلو کاري سیالانو په اړه خبرې کوي.
۴. هوښیار او ځيرک کسان استخدام کړه
( لوړ ضریبه یا تېز هوښ لرونکي خلک) په مایکروسافټ کې د هوښیارو خلکو لپاره یوه اصطلاح ده. له همغه پیله، ګېټس تل تاکید درلود، چې شرکت ښو ذهنونو ته اړتیا لري.
دا چې ناپوه خلک د ټکنالوژي پوهې له نظره ده ته ضرر نه شي رسولی خوشاله دی.
په ځينې ځایونو کې د نخبه ګرایانو څخه شمیرل شوی او نیوکې پرې وشوې؛ خو مثبت اثرات یې درلودل. شرکت د ډېرو تېز هوښو زدکړیالانو په استخدام بریالی شوی، چې مستقیما له پوهنتون څخه د کار په هیله په ښه شرکت کې جذب کېږي.
د پایښت راز زده کړئ
کېټس منلې ده، چې په ډېری شوداګريزو جنګونو کې یې سیالانو د خپلو غلطیانو له امله بایللې ده. په هغه څه کې چې مهارت لري، هغه لومو څخه تېښته ده چې نور پکې لوېږي. دا په داسې حال کې ده، چې هغه د نورو د غلطیو له څخه په فرصت ګټه پورته کوي.
د مننې انتظار مه لره
بېل ګېټس د ملګرو اهمیت ډېر لوړ ګڼي. د امریکا د تراست ضد سموونکو سره د ده دوامداره جګړې سره سره ګېټس هڅه کړې، تر څو د فورچون ۵۰۰ د شرکت د اجرایوي مدیرانو نظر جلب کړي او په سیاتل او د متحده ایالاتو په نورو ښارونو کې اجرایوي مدیرانو ته کنفرانسونه جوړوي.
۷. ښه ځای وټاکئ
بېل ګېټس په سوداګرۍ او کار کې یو نوی رهبر دی. د کلونو په اوږدو کې یې ښودلي، چې د هغه تر ټولو نيږدې اړیکه د کمپیوټر د صنعت له غیب وینې سره ده. د ټکنالوژۍ څخه ژور درک د اطالاعاتو په ترکیب په یو چاته منحصره توګه هغې ته ځانګړې وړتیا ورکړې، چې دا لارې پیدا او د مایکروسافټ استراتژي هدایت کړي. دا کار هم د ده د پلویانو په منځ کې د حیرانتیا او هم یې د سیالانو د مرغوبولو سبب شوی دی.
۸. ټوله اډه د پوښښ لاندې ونیسئ
د مایکروسافټ د بریالیتوب مهم او کلیدي عنصر د څو لويو پروژو مديریت او کنټرول په یوه وخت کې دی. خپله بېل ګېټس د څو کارونو اصلي کار کوونکی دی او ویل کېږي، چې هغه کولی شي په یوه وخت کې د ټکنالوژي په اړه ډېرې خبرې اترې وکړي، دا وړتیا د شرکت په انګېرنه او طرز کې د پام وړ خپره شوې ده. په بل عبارت په ترتیب سره د پوستکالي لپاره د نويو بازارونو او کارکوونکو په کشف کې دی، له دې کار سره د نورو لویو کارونو په له لرې کولو باندې خط راکاږي.
۹. د یوه نغښتي کار او دنده تیاری ونیسه!
د بازار د سهام شرکت د نرخ په تړاو، مایکروسافټ نسبتاً وړوکی شرکت پاتې دی. همدارنګه د داخلي نظره، شرکت تل په وړو برخو تقسیم شوی دی، تر څو د سوداګرۍ تر ټولو مناسب چاپېریال وساتي. ځینې وخت، بدلونونه دومره په سرعت وي، چې داسې ښکاري، لکه مایکروسافټ چې په هره اونۍ کې نوې څانګه پرانيزي. ګیېټس د یوه ساده جوړښت په ساتنه باور لري، تر څو هغه د شرکت کنټرول وکولی شي، هره موقع چې احساس وکړې، چې د اړیکو خطوط د کشش او ناپېژندل کېدو په حال کې دي، هغه د جوړښت په ساده کولو کې، شک ته لار نه ورکوي.
۱۰. تل خپلو کارونو ته متوجه اوسه
له دوو لسيزو څخه ډېره موده وشوه، چې ګېټس د خپل کار او تجارت په منځ کې دی، په دې وخت کې هغه د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، چې اوس د خپلې څلوېښت کلنۍ په لمړیو کې دی؛ خو بیا هم د ډېرو شتو او بریالیتوبونو په صورت کې د ګېټس په فعالیت کې د کموالي نښه نه لیدل کېږي، هغه وايي، چې د یو پټ ډار له امله ښايي یو لوی کار له لاسه ورکړم.
هغه د نورو نفوذ لرونکو شرکتونو د تېروتنو د تکرار قصد نه لري