لیکنه: استاد سلطان شاه صفاري
سریزه:(عمومي معلومات)
نن ورځ د وسلو کنټرول او بې وسلې کول دنړۍ په کچه دنړیوالي سولي او امنیت لپاره مهم ترین شرط ګڼل کیږي، د وسلو دکنټرول فکر له شلمي پیړۍ راپدي خوا پیداسو اما د دویمي نړیوالي جګړي راوروسته ددي اړتیا تر بل هر وخت خورا زیاته سوه چي وسلي بیاید کنټرول سي.
په لومړئ نړیواله جګړه کي دلومړي ځل لپاره له ټانګونو څخه استفاده وسول اما له بده مرغه په دویمه نړیواله جګړه کي دجګړي په ډګر کي له آتومي وسلو څخه هم استفاده وسول، په نړئ کي دلومړي ځل لپاره امریکا متحده ایالاتو د دویمي نړیوالي جګړي په وروستیو کي دجاپان پر دو ښارونو یعني هیروشیما او ناګاساکي باندي آټومي بمونه وکارول او دلومړي ځل لپاره یي د آټومي وسلو کارولو ته لاس اوږد کړ، ډیره طنزآمیزه خبره خولاداده چي امریکا دا کار د دملګرو ملتونو دمنشور له لاسلیک یواځي څو اووني وروسته وکړ، په دي سره په نړۍ کي د دوسلوالي سیالۍ فکر را وټوکیدئ او هیوادونو دخپلي بودیجی کافي برخه وسلو جوړولو ته ځانګړې کړل، په دې تسلیحاتي سیالۍ کي نه یواځي دنړۍ زبرځواکونه شامل وه، بلکه فرانسه، بریتانیا او چین هم دخپلي بودیجي ډیره برخه پر وسلو جوړولو ولګول، نن ورځ هرکال ۱۰۰۰ میلیاره ډالر دوسلو پر تولید باندي لګیږي، په دي حساب ټول هغه لګښت چي دوسلو پر تولید کیږي د دریمي نړۍ د ټولو هیوادونو چي د ټولي نړۍ دنفوس نیمايي جوړوي له تولیداتو او عوایدو سره برابریږي.
په یوه بل حساب هغه لګښونه چي پر وسلو جوړولو ترسره کیږي دهغو مرستو ۴۵ برابره جوړوي چي د پرمختللو هیوادونو لخوا وروسته پاته هیوادونو ته ورکول کیږي.
البته موږ نسوکولای چي دبي وسلې (خلع سلاح) کولو مسئله دي دنړیوال سیاست څخه جلا وڅیړو، ځکه تسلیحاتي سیالۍ په نړیواله کچه دقدرت او امنیت دلاسته راوړلو یوه مهمه برخه جوړوي، یا به بل عبارت هیوادونه د وسلو لاسته راوړلو لپاره دوې مهمي موخي لري:
دقدرت لاسته راوړل او دخپل ځان لپاره دامنیت برابرول، داچي هر هیواد هڅه کوي چي دخپل سیال ځان ډير مجهزه کړي دي مسئلی دملتونو ترمینځ یوه لویه سیالي رامینځته کړي ده، پر همدي اساس تسلیحاتي سیالي دملتونو ترمینځ هغه تل پاتي سیالي ده چي چي روانی اساس یي ناامني او ویره جوړوي، د تسلیحاتي سیالۍ او دوسلو دبي بندوباره تولید مضرترینه پایله داده چي که دجګړو رامینځته کیدل هم یو لوري ته پریږدو، هغه هیوادونه چي دپرمختګ په حال کي وي او ضعیفي سرچیني لري هغوی هم مجبوره کوي چي خپل اساسي مسائیل لکه روغتیا، ښوونه او روزنه، پرمختګ او نور شاته پریږدي، او وسلو جوړولو ته خپل پام را واړوي چي په حقیقت کي دهمدي هیوادونو ترمینځ استعمالیږي.
د تسلیحاتي سیالۍ بله بده پایله داده چي په ځینو مخ پروده هیوادونو کي کله چي پوځ پیاوړی سي په کورني سیاست کي بیا مهم رول پیداکوی او له دي څخه په استفاده ځیني دیکتاتوران ددي وسلو او پوځ په مرسته ځانونه پر سیاسي قدرت ټینګوي.
له دویمي نړیوالي جګړي وروسته نړیوالو اړیکو تغیر وکړ، پر وسلو باندي دمحدویت لګولو انګیزه ډيره پیاوړي سوه، نړیوالو چي د آټومي وسلو کارول په خپلو سترګو لیدلي وه، له دي په اندیښنه کي سول چي که هر هیواد آټومي او غیر آتومي وسلو ته لاس رسۍ پيداکړي نو نړۍ به ډيره تیاره او ناخوښه راتلونکې ولري.
کله چي دملګرو ملتونو سازمان رامینځته سو، نو نړیوالو په ځانګړي توګه هغه هیوادونه چي تازه یي خپلواکی اخیستي وه دملګروملتونو ترغوږو ورسول چي باید بي وسلو کولو ته ځانګړی پام وسي.
دملګروملتونو سازمان په دوران کي دبي وسلي کولو لپاره هڅي
دملګروملتونو سازمان هم دنړیوالو دي غوښتني (بي وسلي کول) ته بغیر له ځنډه مثبت ځواب ووایه، دملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلۍ په خپله لومړنۍ جلسه (۱۹۴۶م) کي یو کمیسیون د ملګروملتونو د آټومي انرژۍ کمیسیون (UNAEC) ایجاد کړ، دکمیسیون فوري دنده داوه چي د آټومي وسلو او ټولو ډلیزو وسلو د لیري کولو لپاره خپل مشخص وړاندیزونه سازمان ته وسپاري، بیا عمومي اسمبلۍ خپل پریکړه لیک صادرکړ چي یاد کمیسیون ته دنده ورکول کیږي چي پر لاندي موضوعاتو څومره چي ژر کیږي خپل پروګرامونه وړاندي کړي:
۱ــ د سولیزو موخو لپاره دعلمي معلوماتو تبادله
۲ــ د آټومي انرژۍ کنټرول او دهغه محدود کول دسولیزو موخو لپاره
۳ــ د آټومي وسلو او نورو ډلیزو وسلو له مینځه وړل
۴ــ د سرغړونکو د مخنوي لپاره دسازمان او یو نظام موجودیت
البته د آټومي انرژی کمیسیون خپلي ټولي هڅي پر آټومي وسلو متمرکزي کړي وي.
دبروک طرحه: د ۱۹۴۵ م کال د جون پر ۱۴ دآمریکا دولت د آټومي انرژۍ دکنټرول لپاره د بروک په نوم یوه طرحه وړاندي کړه:
په دي طرحه کي دیوه نړیوال سازمان غوښتنه سوي وه چي د آټومي انرژۍ اړونده مسائیل مدیریت کړي، همدارنګه په دې طرحه کي راغلي وه چي د آټومي بمونو تولید به متوقف کیږي او موجود آټومي بمونه به له مینځه وړل کیږي، په دي طرحه کي همدارنګه د سرغړونکو لپاره مجازات په پام کي نیول سوي وه، تر ټولو مهمه دا چي د امنیت شورا دایمي غړي چي دویټو حق لري هغوی نسوای کولای د مسؤلینو تصامیم د آټومي مسائیلو په اړه رد کړي.
اما پورته طرحه دشوروي لخوا نظر څو دلایلو ته ترشک لاندي وه:دشورویانو په نظر چي دا طرحه ددي مانع کوونکي وه چي شوروي ونسي کړای دهستوي او نظامي تکنالوژی په برخه کي دامریکا کچي ته ورسيږي، که په راتلونکي کي همدا طرحه له مینځه وړل کیدلای نو هم به امریکا پر شوروی پورته وای، دویم: یادي طرحی د امنیت شورا د ویټو غړو اطاعت نه کاوه نو له شوروي سره اندیښنه وه چي کیدای سي د آټومي انرژۍ په اړه سازمان د لویدیځ، په ځانګړي توګه دامریکا تر اغیز لاندي وي، پرهمدې اساس دامریکا طرحه دشوروي لخوا رد سوه.
د ګرومیـګو طرحه: د بروک د طرحي څخه څو ورځي وروسته د ګرومیګو له لوري دبروک دطرحي په خلاف طرحه د ملګرو ملتونو د آټومي انرژۍ کمیسیون ته وړاندي سوه، دغه طرحه په حقیقت کي د بروک دطرحي خلاف طرحه وه، ددې طرحي عمده ټکي داوه:
۱ــ دیوه داسي نړیوال میثاق رامینځته کول چي لاسلیک کوونکي یي په هیڅ ډول شرایطو کي ونسي کړای چي آټومي وسلي تولیدکړي یا ورڅخه استفاده وکړي یایي هم ذخیره کړي، او دمیثاق دلاسلیک څخه په دریو میاشتو کی دننه به د آټومي وسلو ټول ذخایر له مینځه وړل کیږي.
۲ــ نوموړی میثاق به یواځي هغه وخت تنظیم کیږي چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا تائيد سي او ټوله دایمي غړي یي تصویب کړي.
۳ــ دملګرو ملتونو د آټومۍ انرژۍ کمیسیون باید د علمي اطلاعاتو تبادله ترتیب کړي او د ټولو آټومي او ډلیزو وسلو د ممنوعیت او د مقرراتو او میثاق په رعایت باندي توصیي وکړي.
۴ــ د ملګرو ملتونو سازمان د آټومي انرژۍ کمیسیون کمیټي باید د آټومي وسلو په مسائيلو د لویو قدرتونو د آراو د اتفاق اصل رعایت کړي.
د ګرومیکو طرحه هم د لویدیځ لخوا ونه منل سول، ځکه یواځي دبروک د طرحي تشي یي ډکي کړي وي، د ګرومیکو طرحي په آټومي وسلو کي دامریکا برتري له مینځه وړل، په داسي حال کي چي په سنتي وسلو کي یي د شوروي برتري حفظ کول، د پورتنیو دو طرحو له مخي ویلای سو چي هر دو قدرتونو هڅه کول داسي طرحه وړاندي کړي چي خپل حریف په خطر کي واچوي او ځان لوړ کړي، بناءً په لومړۍ مرحله کي (۱۹۴۵ــ ۱۹۵۰م) کي کومه طرحه ونه منل سول.
په دویمه مرحله کي (۱۹۵۰ـ ۱۹۶۰م) مهمه واقعه د شوروي لخوا د آټومي بم انفجار ؤ، اما بیاهم امریکا په آټومي برخه برتره وه.
تاریخي سیر ته ډیر نه ورننوزو، نن ورځ یواځینۍ سازمان چي د آټومي وسلو بي وسلي کولو ته د رسیده ګي حق لري هغه د آټومۍ انرژۍ نړیوال اژانس دی، چي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۳م کي دغه دنده ورته وسپارل سوله.
د آټومي انرژۍ نړیوال سازمان
د آټومي انرژۍ نړیوال سازمان د جوړیدا وړاندیز په لومړي ځل په ۱۹۵۳م کال کي د امریکا د وخت د ولسمشر ایزنهاور له خوا عمومي اسمبلۍ ته وړاندي سو.
په همدي اساس عمومي اسمبلۍ په ۱۹۵۴م کال کي د سولیزآټومي پروګرام په نوم یو پریکړه لیک تصویب کړ.
د آټومي انرژۍ سازمان د جوړیدا په لړ کي په ۱۹۵۶م کال کي د اتیاهیوادونو په ګډون یو کنفرانس جوړ سو، چي په ترڅ کي یي د سازمان اساسنامه تصویب سول، د ۲۰۰۷م کال تر مارچ پوري دغه سازمان ۱۴۴ غړي لرله.
په ۱۹۵۶م کال کي د آټومي انرژۍ او د ملګروملتونو سازمان ترمینځ د یوه هوکړه لیک له مخي نوموړی سازمان د یو خپلواک بنسټ په توګه ومنل سو.
دغه سازمان دخپلو فعالیتونو کلنۍ راپور عمومي اسمبلۍ ته وړاندي کوي او دغه راز د نورو تخصصي سازمانونو سره نږدي اړیکي ساتي.
د آټومي انرژۍ نړیوال اژانس موخي:
۱ــ د سوله ایزي آټومي انرژۍ په برخه کي دعلمي مطالعاتو او څیړني له پراختیا سره مرسته او هڅونه.
۲ــ په سولیزو مقاصدو کي د آټومي انرژۍ د کارولو په موخه لازمي توصیي او د اسانتیاو برابرول.
۳ــ له آټومي انرژۍ څخه د استفادې، په برخه کي د نویو علمي او فني بدلونونو په اړه خبرول اومعلومات.
د آټومي انرژۍ نړیوال سازمان په جوړښت کي دري تشکیلات دي:
۱ــ عمومي کنفرانس
۲ــ حاکم پلاوی
۳ــ سکرتریت/ دارالانشاء
نور بیا