لیکنه: مطیع الله ویسا
اداري فساد یو دمهم لاملونه دی چي تر نن ورځي پوري زموږ هیواد کي سوونه ښوونځي بند او زرګونه ماشومان دزده کړو بي برخي دي.
دا چي څرنګه اداري فساد ښوونځي بند کړل ؟ په لمړي سر کي کله چي ښوونځي بند سول خو دښوونځیو دتعمیرنو .قرطاسیي او ښوونکو معاشونه ټول ایستل کیدل . دلته خلکو ته یوه ښه چانس لاس ته ورغلی مفتي پیسي ورته دښوونځیو په نوم رارواني وي بس دا پیسي وزارت .ریاست او مدیریت خپلو منځو کي سره ویشلي بهانه یی دا وه چي دا دښوونکو حق دی که بیرته دوهم ځل ښوونځي خلاص سول نو دا تشکیل دښوونځیو او ښوونکو به له منځه نه وي تللی . خو اصلا داسي نه وو داپیسي دڅو کسانو جیبونو ته لیودلی چی تر نن پوری هم رواني دي هاغه خوار غریب ښوونکي ته بیخي هیڅ ونه رسیدل .
دلږ وخت وروسته بیرته حالت ښه سو ټولو سیمو کي بیرته بند ښوونځي خلاص سول خو دلته چی وزارت ،ریاست او مدیریت ته دبندو ښوونځیو په نوم مفتي په میلنونو پیسي رارواني وي نو دوۍ نه غوښتل بیرته ښوونځۍ خلاص کړي که چیري ښوونځۍ خلاص سي نو بیا خو دوۍ ته میلنونه مفتي پیسي نه راځي نو هماغه وو چي ښوونځي بند پاته سو خو دلته بیا هم هاغه وخت کي موږ چیغي وکړی چی دا مفتي پیسي بندی کړی اصلي دښوونځیو دبندیدو لامل همدا دی ریس جمهور .وزیر اوپارلمان ته مو وویل خو هیچا زموږ ږغ ونوریدی بس همدا پیسي داسی رواني وي دوۍ خپلو منځو کي سره ویشلي . وروسته موږ رسنیو دلاری دا ږغ نور هم اوچت کړی خو دلته وزارت بیا داسي وکړل چي رسنیو ته ویل چي هیڅ ښوونځي بند نه دي دا ټولي پیسي ښوونکو او ښوونځیو ته موږ لیږو خو موږ بیا ویل چی دوي هیڅ ښوونځي نه لري مګر داپیسي ایستل کیږي .
نو وزرات زموږ مقابل کي ژر راولاړ سو تشکیلات یی جوړ کړل دښوونکو نمونه ولیکل زرګونه ماشومان یی ولیکل چی دا دی موږ هلته ښوونځي لري ښوونکي زده کوونکي لرو خو اصلا خبره دانه وه دوي تش په نوم هوایی ښوونځي چي تر نن پوری هم دوام لري لرلی دخلکو او رسنیو په سترګو کي خاوري اچولي .
دلته په میلنونه پیسي دښوونځیو په نوم وایستل سوی دي پیسو کي یو شمیر والیان ،قومندان ،قومي مشران ولسوالان .تش په نوم خبریالان وزارت سره شریکان وو زرګونه ماشومان یی همداسی دزده کړو بي برخي پریښودل .
اوس راخو کومو ولایتونو کي دا کار وسو زیاتو ولایتونو کي وو خو کندهار ،هلمند ،روزګان ،زابل ،فراه ،غزني ،نیمروز،هرات ،بادغیس ،نورستان او پکتیکا ولایتونو ولسوالیو کي دا کار تر نن پوری هم جریان لري هو لوی کندهار یی اصلي مرکز وو ..
دلته څو کلونه تیر سول خو ولسوالیو ددولسم ټولګۍ فارغین ورنکړل دتعمیرونو په نوم پیسي وایستل سوی خو ولسوالیو کي دتعمیر اوښوونځي درک هم نسته بله مهمه خبره خو لا دا چي دلته فقط دوزارت پیسي نه مصرف کیدی دلته دنړیوال بانک ،دډنمارک سفارت نور خارجي موسساتو او سفارتونو په میلنونو ډالرو مرستي خاصتا دتعلیمي برخو لپاره وکړي دبي سوادي په نوم دښځو دتعلیم په نوم محلی ټولګۍ چټکي زده کړي داسی نور په میلنونو پیسي راغللی خو دا پیسی زیاته برخه بیا دڅو تنو جیبونو ته ولویدي .
دهلمند ولایت یوي ولسوالۍ کي دیوي ښوونځي تعمیر دري ځله سوځل کیږي بیرته دیوه شرکت لخوا جوړیږي معلومه خبره وه چي دوي په خپله دڅو پیسو لپاره سوځوله
دکندهار په هاغو ولسوالیو کي چي ښار ته نژدی امینتي دی هلته دښوونځیو تشکیل کم او هم ښوونځي بند دي خو دښار څخه لیري ناامني ولسوالۍ بیا دښوونځیو تشکیل زیات او ښوونځي یی کم بند دي ځکه هلته خو څوک تتلی نسي نو دوي هلته تشکیل زیات کړی ترڅو دوۍ ته مفتي پیسي پاته سي .
کله چي دوزارت څخه دنظارت هیت راځي نو راسی دریاست سره وګوري هاغه ورته خپله برخه ورکړي بیرته لاړ سی راپور ورکړي چي ښوونځي خلاص دي همداسی کله چي دریاست دنظارت هیت ولسوالیو ته ځي فقط دمدیر سره وویني هاغه ورته خپله ونډه ورکړي بیرته راسي چي ټول ښوونځي خلاص دي همدا حالت د۱۴ کلونو څخه بیا تر نن ورځي دپورته ولایتونو ولسوالیو کي روان دی .
موږ وزرارت ته وویل چي تاسو دامفتي پیسي چاته مو ورکوي موږ به درسره کومک وکړو دحل لاره لرو که تاسو وایاست چي ولسوالیو کي امنیت نسته موږ نسو کولی هلته ښوونځي خلاص کړو خو بیا دهمهاغه ولسوالیو دماشومانو لپاره ښارونو کي لیلی جوړي کړي موږ به همکاری وکړو دولسوالیو به ماشومان ښار ته راولوو مګر که همداسی مفتي پیسي تاسو څو تنو ته ورکوي هیڅ وخت به ښوونځي بیرته خلاص نسي ځکه همدا خلک چی مفتي پیسي اخلی نه غواړي ښوونځي خلاص سي دلته دطالب ناامني او نور نمونه ورکوي اصلا اداري فساد دښوونځیو دبندیدو لامل سوی دی هم لا اوس جریان لري .
وزارت اوس هم دبند ښوونځیو اصلی شمیره نه ښیی چی څومره ښوونځي بند دي څومره تعمیرونه ورک دي ولي ددولسم فارغین دی سیمو که نه لري همدا پیسی اوس هم جریان لری دوي ټول په شریک دی په ځینو سیمو کی طالبانو ته هم ونډه ورکول کیږي حتی جالبه خو لا داده چی دلته دوي دناامنۍ په نوم دښوونکو لپاره ډبل معاش هم اخلي دخارجی موسساتو څخه نور امتیازات هم اخلي دتعمیر په نوم .دښوونکو دمعاش په نوم دقرطاسی نورو کورسونو په نوم پیسي ایستل کیږي مګر حقیقت دادی چی هلته تش دکاعذ په نوم ښوونځۍ شتون لری نور هیڅ هم نسته دا پیسی فقط دڅو تنو جیبو نو ته لیږویږی خو دزرګونو ماشومانو دزده کړو مخه یی اوس هم نیولی ده .
دبندو ښوونځیوږ اصلی لامل پراخ اداری فساد دی ترڅو چی دا فساد له منځه ولاړ نسي هیڅ ښوونځي خلاصیدی نسي دا چي دلته راڅخه مقاله اوږده نسی نو نسم کولی دهری سیمی مثالونه هم ورکړم
نور وروسته .