لیکنه: مطیع الله ویسا
دګاونډیانو وروسته دښوونځیو دبندیدو دوهم لامل طالبان وو .کله چي دطالبانو نظام دبین المللي ټولني په مرسته له منځه ولاړ؛ او یو نوی نظام رامنځ ته سو نو طالبانو دخپل نظام دبیرته لاس ته راوړلو لپاره جګړه پیل کړه.
دا چي طالبانو دنوی نظام پر ضد جګړه شروع کړه نو دوۍ ته هیواد دننه کي داوسیدو ځای تنګ سو او پاکستان ته ولاړل او پاکستان ته یوځل بیاپه افغانستان کي دداخلي جګړي یوښه چانس په لاس ورغلی .
طالبان عموما مذهبي ډله وه نو دخپل نظام په وخت کي دیني زده کړو مدرسو ته خاصه پاملرنه وکړه او عصري زده کړو ښوونځیو ته خاصه توجه نه کوله .
خو کله چي دبین المللي ټولني په مرسته نوی دولت جوړ سو دوۍ خاصه توجه ددیني زده کړو مدرسو پرځای عصري زده کړو ښوونځیو ته وکړه .
طالبان په دي فکر وو چي نوی نظام فقط عصري زده کړي ښوونځي جوړوي او مدرسو ته خاصه پاملرنه نکوي اودوۍ ښوونځۍ دنوی نظام برخه بلله او دایی دمدرسواودوۍ پرضدبلل.
دلته پاکستان ته بیا یوښه چانس وو نوغوښتل یی دطالبانو پواسطه دنوی نظام لخوا رامنځ ته سوی نوی تعلیمي سیستم له منځه یوسي .نو طالبانو دښوونځیو پرضد کمپاین پیل کړ .
طالبانوډیرو سیمو کي ښوونځي وسوځول ؛ښوونکي ووژل خلک قومي مشران دښوونځیو کارکونکي تهدید کړل. سیمه کي یو ډول ویره خپره کړه او هم یی تبلیات وکړل ښوونځي ناروا دنجونو تعلیم ناروا او نوی رامنځ ته سوی تعلیمي سیستم ناروا دی.
دلته سوونه ښوونځي بیرته بندسول خلکو دویري خپل بچیان ښوونځیو څخه وګرځول ځینو ته بیا دافکر ورکول سو ښوونځي ناروا دنجونو تعلیم ناروا خلکو ته دښوونځیوپه وړاندی یوه منفي انګیزه ورکول سوه .
دلته مهم ټکی داوو چي ښوونځي په یوه خاصه سیمه کي بندسول که ناروا وو نو بیا خوباید ټول هیواد کي بند وو او ناروا وو نو څنګه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالي په یوه سیمه کي پیغلي نجوني ښوونځیو ته رواني او دهمدي ولسوالۍ په بله سیمه بیا یو هلک نسو کولی ابتدایه ښوونځي ته ولاړ سي ؟؟
څو وخت وروسته طالبان دوه ډلي سول یوي ډلي چي دنوی تعلیمي سیستم کتابونه وکتل نو ورته معلومه سوه چي ښوونځي ناروا نه دي نو دښوونځیو پر ضد کمپاین څخه لاس واخیست.
خو یوه ډله لا بیا هم دښوونځیو مخالف وو له څو وخت وروسته دطالبانو مشر اعلامیه خپره کړه دطالبانو وغوښتل چي ښوونځي دي نه سوځي او ښوونکي دي نه وژني طالبانو نور دښوونځیو ضد کمپاین څخه لاس واخیست .
خو داچي طالبانو ویره خپره کړی وه خلکو ته دښوونځیو پروړاندي یوه منفي انګیزه ورکړي وه بیا هم ځینو سیمو کي خلکو بچیان ښوونځيو ته نه لیږل .
خو ځینو سیمو کي بیرته بندښوونځي خلاص سول خو دلته زموږ دپوهني وزارت کمزوی مدیریت او کمزوری ارادي او پراخ اداري فساد بیا ونسوکولی ټول بند ښوونځي خلاص کړي .
ـ له هاغه وروسته بیا تر نن پوري هیڅ یو طالب دښوونځیو مخالف نه دی دا فقط اوس یوه بهانه ګرځول سوی او دطالب دنوم څخه دپوهني وزارت مافیها غلطه استفاده کوي .
دلته دبندو ښوونځیو په نوم مفتي پیسي دوزارت کسانو ته یو ښه چانس دی فقط دطالب دنوم څخه استفاده کیږي دا یو حقیقت وو طالبانو اولنی دښوونځیو بندیدو بنسټ کیښود ښوونځي یی وسوځول خلکو ته دښوونځیو پرضدیوه مفکوره ورکړه اما نن دطالب دنوم څخه غلطه استفاده کیږي .
دهلمند ولایت ناوي ولسوالي کي دیوي ښوونځي یو تعمیر یوه شرکت ۴ ځله جوړ کړی دی ایا دا امکان لري معلومه خبره ده چي دوي دخپلو شخصي ګټو لپاره ښوونځي سوځوي بهانه طالب جوړوي .
اما نن موږ یو قوي مدیریت قوي اداري او قوي ارادي ته ضرورت لرو نن باید اول دپوهنی وزارت مافیا لیری سي دطالب په نوم دي نور دښوونخیو دبندیدو بهانه دي هیڅوک نکوي که نن موږ قوي مدیرت ولرو اسانه کولی سو ټول بندښوونځي خلاص کړو نن طالب یو شمیر ولایتونو کی خپله دښوونځي حاضري اخلي نن موږ ته دښوونځیو دخلاصیدو یو ښه چانس دي .
نور وروسته
.
You also might be interested in
ليکنه: بصيرالحق عادل نن چې مې فېس بوک خلاص کړ[...]
د کانکور د پایلو شیټ له لاندې تړوني ښکته کړئ[...]
د هلمند فرهنګيان وايي، نږدې راتلونکي کې د يو څېړنيز[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی