• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ختیځ هند کمپنۍ – East India Company

Home تاريخختیځ هند کمپنۍ – East India Company
ختیځ هند کمپنۍ – East India Company

ختیځ هند کمپنۍ – East India Company

د ختیز هند کمپنۍ

East India Company
دشرق الهند کمپنۍ
د ختیز هند کمپنۍ چې په انګریزي ژبه ورته ( ایسټ انډیا کمپني ) وایی او په عربي او پارسي ژبو یې کمپني شرق الهند بولي یوه برتانوي انګریزي سوداګریزه کمپنۍ وه چې مرکزي دفتر یې په لندن کې و. په ۱۶۰۰ زیږدیز / میلادی کال کې په هغه وخت کې چې مغولو پر هندوستان راج چلاوه اود اکبر باچا د زوی جهانګیر د واکمنۍ دوره وه؛ د نوموړي مغولي واکمن دحکومت نه یې دا اجازه او جواز تر لاسه کړ چې په هند کې خپل سوداګریز کارونه پیل کړي او دا په حقیقت کې دلوی هندوستان او دهندوستان دګاونډي هیوادونو دنیولو یوه منصوبه او پلان و. په هغه وخت کې د انګلستان ټولواکمنه ( ملکه ) لومړۍ الیزابته وه. د ختیز هند کمپنۍ د لو مړي ځل لپاره خپل لو مړنی سوداګریز دفتر د هند دګوجرات دسورت په ښار کې پر ا نیست او په کراره کراره یې دبمبئي، مدراس او په پای کې یې د کلکتې ښارونه دخپلو سوداګریزو فعالیتونو او هلو ځلو مرکزونه وګرځول. په هغه وخت کې د ختیز هند کمپنۍ په ختیزو هیوادونو کې دنورو مستعمرو په لټه کې وه او هم یې د اندونیشیا دهیواد د جاوا او سماټرا د ټاپوګانو ( جزیرو ) نه اروپا (یورپ ) ته د دیګ مسالې وړلې او ښه ګټه به یې کو له. سربیره پردې کمپنۍ اروپایی هیوادونو ته کتان، وریښم، مالګه، چای، اپین، نیل او پوتاشیم نټریټ هم صادرول. دغې کمپنۍ دخپلو ګټو او منافعو لپاره یو نیم لک پوځ(فوج) هم درلود.
کله چې په ۱۸۵۷ زېږدیز کال کې دهند ولسونو او پراخه پرګنو دکاختۍ ّ( قحطۍ ) دکمپنۍ دظلمونو او دډیرو ټکسونو د ورکولو نه په تنګ شوۍ وو نو په ټول هند کې د انګریزانو پر خلاف عمومي پاڅون وشو او د باکسر تر جګړې وروسته دغه کمپنۍ دیوه سوداګریز سازمان نه په یوه سیاسي سازمان واوښتله او کمپنۍ په ۱۸۵۸ زیږدیز کا ل کې خپلې ټولې چارې د انګریزانو وایسرا ته چې په کلکته کې میشته و؛ وسپارلې چې بیا تر هغه وروسته د انګریزانو وایسرا به په ډهلی کې اوسید او پر ټول هندوستان یې چې اوسنی پاکستان، بنګله دیش او برما هم پکې شامله وه خپلې منګولې ښخې کړې. هغه ظلمونه او نادودي چې د ختیز هند کمپنۍ دهند پر مظلوم ولس وکړې تاریخ به یې هیر نکړي. د خپلواکۍ غو ښتونکو وژل او دوی ته سختې سزاګانې د دغه ښکیلا کګرو په پالیسۍ او اجندا کې یو عادي کار ګڼل کیده. همداراز انګریزان وروسته دنورو هیوادونو دنیولو په فکر کې هم شول او درې ځلې یې پر افغانستان هم بریدونه وکړل.
د ختیز هند کمپنۍ او د هغو میراثخورو یعنې د هند برتانوي حکومت د۱۹۴۷ زیږدیز کاله پورې چې تقریبا ۲۵۰ کلونه کیږي دهند پر نیمې وچې حکومت وکړ او په پای کې دهند ولسونو دیوې اوږدې مودې نه وروسته داسارت او غلامۍ ژغ له خپلو اوږو ایسته کړ او هندپه ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې خپله خپلواکي تر لاسه کړه.
( ډاکټر لطیف یاد)
 [review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

اوډهیانا یا دسوات اوسنۍ وادی / لطيف ياد

اوډهیانا یا دسوات اوسنۍ وادی / لطيف ياد

Feb 16, 2015

اوډهیانا په لرغونو زمانو کې دهندوانو یومشهور ښارو . تاریخ[...]

ګجوخان بابا

ګجوخان بابا

Feb 25, 2015

دپښتنو مشر او د پښتنو دتاریخ لیکوال ګجو خان چې[...]

کابلي والا

کابلي والا

Feb 19, 2015

د هندي لیکوال رابيندرانات ټيگور ليکنه د ډاکټر لطيف ياد[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022