په بلجیم او اروپا کې هر کال د لارو پر سر د خوندي تګ راتګ لپاره قوانین بدلېږي او ځينې نوې لوحې معرفي کېږي.
دا نوې ترافیکي لوحه پدې معنی نه ده کوم چې موږ څه فکر کوو کېدال شي له دې لوحې وروسته تاسې جريمه شئ.
کېداى شي تاسې فکر وکړئ چې دا لوحه د لارې په اوږدو کې د تېږو يا شګو د الوتو خطر لوحه وي، ولې حقیقت کې دا يوه نوې لوحه ده چې د تېږو د الوتو مانا نه ورکوي.
که چېرې تاسې له بلجیم څخه بهر هالنډ، جرمني، فرانسې، هسپانیې او يا نورو هېوادونو ته په موتر کې سفر کوى نو ضرور مو داسې لوحې ليدلي دي چې په بلجيم کې نشته. کېداى شي ډېرې درته خندوونکې او بې رابطې راته ښکاره شي.
تر ډيره هڅه کېږي چې اروپايي ټولنه کې داسې لوحې معرفي شي چې ټولو ته د ژر پېژندلو وړ وي، اروپا مېشتي او نور نړيوال چلوونکي وکولاى شي د هغو په مانا ژر وپوهېږي. خو په دې برخه کې بيا هم دومره هماهنګي نشته، ځينې وخت دا لوحې د ښارونو په کچه معرفي، ټسټ او په ټول هېواد کې منل کېږي.
دا لوحه هم یو له هغو شلو نویو نښو څخه ده چې تیر کال په هسپانیه کې معرفي شوې. دا لوحه زموږ سره د تیږو د الوتلو له لوحې سره ورته ده له همدې امله موږ ته جالبه ده او غواړو پوه شو چې دا لوحه څه مانا لري؟
دا هغې لوحې ته ورته ده چې موږ يې په بلجيم، جرمني او هالنډ کې د سرک په اوږدو کې د تیږو د الوتو د خطر لپاره پیژنو.
په هسپانیه کې د دې لوحې رسمي نوم R-120 دی. چې اصلي مانا يې د زړو موټرونو د تېرېدو ممانعت دى.
دا لوحه معمولاً ښار ته د ننوتلو څخه وړاندې ليدل کېږي چې چلوونکي ته خبر ورکوي چې دې ښار کې د هغه موټرونو ننوتل منع دي چې چاپیریال ته مضر دي. يا زاړه موټرونه دي.
په هسپانیه کې د چاپیریال زون لپاره څومره جریمه ده؟
د مادرید په ویب پاڼه کې موږ لوستلي چې د نا مناسب موټر سره د چاپیریال زون ته د ننوتلو جریمه کیدای شي د 200 یورو جریمه ولري. که تاسو په شلو ورځو کې د جريمې دا پیسې ورکړئ، نو تاسو 50 سلنه تخفیف ترلاسه کوئ، نو جریمه 100 یورو ده.
خو بيا هم هڅه وکړئ کله چې تاسې کوم اروپايي ښار ته سفر کاوه د هغه ښار اړوند معلومات د هغه ښار په ويبسايټ ولولئ تر څو مو وړاندې له وړاندې د جريمې مخه نيولي وي.
د موټر چلولو د لېسنس ترلاسه کولو لپاره تمرینونه په BQuiz اپلېکېش کې تمرین او زده کړئ.
